لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس "له دریابه تر سمندره” لانجمنه نعره رد کړې


د وایټ هاوس ویاندې کېرین جین پیېر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل فرام د دېور ټو دی سي اصطلاح تقیسم پېدا کوی او ډیرو خلکو دپاره دردونکي ده
د وایټ هاوس ویاندې کېرین جین پیېر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل فرام د دېور ټو دی سي اصطلاح تقیسم پېدا کوی او ډیرو خلکو دپاره دردونکي ده

وایټ هاوس وايي “له دریابه تر سمندره” يا “From the river to the sea”
نعره ډېر خلک د یهودیانو پر ضد نفرت ګڼي نو ځکه د اسرایل او حماس اوسنۍ جګړې کې د یادې کلمې کارول ردوي.

“له دریابه تر سمندره” نعره د فلسطینیانو په حق کې د مظاهرو په مهال پورته کېږي او معنا یې دا اخستل کېږي چې د دریاب نه تر سمندر پورې فلسطین به ازادېږي. د نعرې مخالفین وايي د نعرې پلویان د اسرایل وجود نه تسلیمیوی.

د وایټ هاوس ویاندې کېرین جین پیېر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل فرام د دېور ټو دی سي اصطلاح تقیسم پېدا کوی او ډیرو خلکو دپاره دردونکي ده.

جین پيېر وویل ډیر خلک دا نعره اېنټي سېمېټیمزم یا یهودیانو نه د نفرت نعره ګڼي او په واضحه توګه یې د دې نعرې استعمال ردوي.

د امریکې د اېن پي ار رېډیو "فرام د رېور ټو د سي” نعرې په اړه د جمعې په ورځ په يو رپورټ کې وویل چې د اووم اکتوبر نه پس د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو وروسته ورځو کې د فلسطینیانو د حقونو پلویان دا نعره استعمالوي چې "فرام د دېور ټو د سي، پېلسټاین وېل بي فري."

“له دریابه تر سمندر” نعره څه معنا لري؟

ډېر څېړونکي او په مېډیا کې راغلي رپوټونه وایي د دې نعرې اشاره د بحیره روم او د اردن ترمنځه پرتې جغرافیايي سیمې ته ده.

په دې اړه اېن پي ار وايي د ځینو خلکو دپاره دا نعره په ټوله سیمه کې د فلسطیني ولس د ازادۍ شعار دی خو د ځینو خلکو دپاره دا نعره د تشدد او اسرایل د ختمولو دپاره غږ دی چې د حماس په شان مسلح ډلې يې کوي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حملې وروسته، دا نعره په خصوصي توګه لانجمنه شوې ده او په کانګرس کې د ریپبلېکن او د ډیموکرېټېک پارټۍ غړو د دې نعرې د استعمال غندنه کړې او د کانګرس یو غړي خو ویلي دا نعره د مېلینونو یهودیانو د قتل عام دپاره غږ دی.

په کانګرس او پوهنتونونو کې په نعره نیوکې

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېیوز د 188 په مقابل کې په 234 ووټونو د ډېموکرېټېک پارټۍ د هاوس د غړې رشېده طلیب د دې نعرې په اوچتولو غندنه وکړه. طلیب د هاوس یوازېنۍ فلسطیني نژاد غړې ده او په یوه وېډیو کې یې دغه نعره استعمال کړې وه.

فلسطین مصنف او په واشنګنټن کې د فلسطین-اسرایل پروګرام لپاره د عرب مرکز مشر یوسف منیر په 2021 کې چاپ شوي یو مضمون کې، فرام د رېور ټو د سي، په اړه لیکلي چې دا "ډیره بدنامه کړی شوې" نعره د اسرایلي "قبضې" دلاسه د فلسطیني ولس او د فلسطیني وطن د ویشل کېدو مزاحمت کوي.

منیر لیکي کله چې فلسطینیان دا اصطلاح استعمالوي نو دا بنیادي خبره په پام کې نه اخیستل کېږي چې فلسطینان څه غوښتنه کوي؟ د منیر په نظر د دې نعرې دلارې فلسطینیان د یو داسې وطن غوښتنه کوي چې دوی په کي د مساوي شهریانو په څېر ژوند کولی شي، نه دوی په چا غلبه لري او نه هم دوی د چا د غلبې دلاندې وي او کله چې دوی فرام د رېور ټو د سي نعره کوي نو د غلبې موجوده نظام ختمول غواړي.

د برطانیې د ګارډین اخبار د اکتوبر په 31 نېټه د یو رپورټ ترمخه، د لېبرپارټۍ د برطانیې د پارلېمنټ غړي اېنډي مېک ډانلډ په لندن کې یوې مظاهرې ته وویل تر څو چې یې انصاف نه وي ترلاسه کړی چې د سیند او سمندر ترمنځ ټول خلک، اسرایلیانو او فلسطینیانو، په امن او مساوات ژوند وکړي قرار به نه کښني.

درې ورځې وروسته، د رېور اېنډ د سي اصلاح په استعمال لېبر پارتۍ اېڼدي معطل کړو او د هغه خلاف یې د تحقیقاتو امر وکړو.

د اېسوسي اېټېډ پرېس یو رپورټ وایي په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته چې په کې 1400 اسرایلیان وژل شوي او د 200 نه زیات یرغمل کړل شوي دي، د امریکا په کالجونو کې د اسرایل او د فلسطینانو حمایت کوونکو طالب علمانو ترمنځ تاو تریخوالی زیات شوی دی. په رپوټ کې د یهودي طالبعلمانو له خولې ویل شوي چې په کالجونو او پوهنتونو کې دوی ته ګواښ زیات شوی دی.

د امریکا په مشهور هاورډ پوهنتون باندې د ډېرو نیوکو وروسته، د پوهنتون مشر “له دریابه تر سمندره” نعره وغندله او زیاته یې کړه په تاریخي توګه دا نعره د ډېرو لپاره د اسرایل نه د یهوديانو د ختمولو لپاره کارول کېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG