لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس: اسرایل به په غزه کې د حماس خلاف عملیاتو کې هره ورځ څلور ګنټې وقفه کوي


د حماس خلاف د اسرایل په جګړه کې به د څلورو ګنټو وقفې د زیارت، پنجشنبې، د ورځ نه شروع کېږي
د حماس خلاف د اسرایل په جګړه کې به د څلورو ګنټو وقفې د زیارت، پنجشنبې، د ورځ نه شروع کېږي

وایټ هاوس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اسرایلي ځواکونه به د غزه په شمالي برخه کې د حماس خلاف عملیاتو کې هره ورځ څلور ګنټې وقفه کوي.

دغه اعلان د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان جان کربي وکړو.

د حماس خلاف د اسرایل په جګړه کې به د څلورو ګنټو وقفې د زیارت، پنجشنبې، د ورځ نه شروع کېږي.

د اسرایل او حماس په جګړه کې د وقفې اعلان په داسې حال کې وشو اسرایلي ځواکونه او د حماس وسله وال د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په غزه ښار کې جنګېدل. بلخوا، په زرګونو فلسطینیان د غزه د شمالي برخې نه د جنوبې برخې په لوري وتل.

د ځمکنۍ جګړې ترڅنګ د اسرایلي ځواکونو په سیمه هوايي بمبارۍ ته هم دوام ورکړی و.

د جګړې له امله په لویه شمېره کې خلک بې کوره شوي دي او د ملګرو ملتونو د انساني امداد ادارې یو اېس افس فار دي کوارډینېشن اف هیومېنېټېرین افېیرز وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ 50000 کسان د غزه جنوبي برخې ته ووتل.

د غزه د شمالي برخې نه فلسطینیانو د وتلو دپاره اسرایل د اتوار، یکشنبې، په ورځ هغه لاره خلاصه کړله چې د غزه شمالي او جنوبي برخې د يو بل سره نخښلوي.

ملګري ملتونه وايي تر 50000 پورې فلسطینیان د غزه د شمالي برخې نه وتلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG