لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس: فلسطيني رياست په یو اړخيزه توګه د منل کېدو نه بلکې د خبرو د لارې دې ترلاسه کړی شي


د وایټ هاوس د ملي امنيت مشير جېک سولېون
د وایټ هاوس د ملي امنيت مشير جېک سولېون

د امریکې د صدر جوبايډن خیال دی چې پکار ده فلسطيني ریاست دې په يوه اړخيزه توګه د منل کېدو نه بلکې د خبرو د لارې قایم کړی شي.

دا خبره وایټ هاوس د اييرلېنډ، سپېن او ناروی د دې اعلان وروسته کړې چې درې سره هيوادونو به دا میاشت د فلسطين رياست په رسمیت وپېژني.

د واشنګټن دغه غبرګون په څرګنده هغې فکرمندۍ ته اشاره وه چې د يورپ درې هيوادونه د يو داسې فلسطيني رياست په يو اړخيزه توګه منلو اراده لري چې په عملي توګه یې وجود نشته.

د وایټ هاوس د ملي امنيت مشير جېک سولېون د معمول په خبري غونډه کې ويلي، هر هيواد د فلسطين د رياست په رسمي توګه پېژندلو په خپله پرېکړه کولی شي، خو د بايډن خيال دی چې د فريقېنو نېغ په نېغه مذاکرات یې غوره لاره ده.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه،‌ سولېون ویلي "د بايډن خيال دی دوه رياستي حل کوم چې د اسرايل د سلامتۍ او فلسطين د خلکو د عزت او امنيت د راتلونکي ضمانت ورکوي، په سيمه کې د يو تلپاتې امنيت او ثبات راوستلو غوره لاره ده".

د سولیون نه پوښتنه وشوه چې ایا امریکا دا فکر لري چې نور هيوادونه به هم د فلسطين د رياست په رسمي توګه پېژندلو کې د درېو يادونو هيوادونو په لاره لاړ شي، هغه ويلي، امریکا به خپل همکار هيوادونه په خپل راتلونکي دريځ خبر کړي "ګوره چې د هغې وروسته څه کيږي".

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د فلسطين د رياست په رسمي توګه پېژندلو د فېصلې اعلان لومړی د ناروی وزيراعظم جونس ګاهر سټور کړی وو، د شورو/ چهارشنبې په ورځ یې ويلي، ناروی به په 28مه مې فلسطين د رياست په توګه وپېژني او دوی د "عرب امن منصوبې" ملاتړ کوي.

هغه ویلي، د فلسطين د رياست پېژندنې بغېر په منځني ختيځ کې امن نه شي راتلی. فلسطين بنيادي حق لري چې د يو ازاد رياست په توګه وپېژندل شي.

د ناروی وروسته هم د شورو په ورځ د اييرلېنډ وزيراعظم سايمن هېرس هم د فلسطيني رياست په رسمي توګه پېژندنې اعلان کړی او ويلي یې دي دغه فېصله یې د ناروی او سپېن سره د خبرو د خبرو وروسته کړې ده.

د سپېن وزيراعظم پېډرو سانچیز هم اعلان کړی په 28مه مې به فلسطين د رياست په توګه وپېژني.

د فلسطيني اتهارټۍ یا ادارې صدر محمود عباس د دغه اعلان هرکلی کړی دی.

د اسرايل غبرګون

اسرايل د درېو هيوادونو داعلان په کلکه غندنه کړې ده. د اسرايل د بهرنيو چارو وزير کاټز د اييرلېنډ او ناوری څخه خپل سفيران په فورګه ستانه کړي دي.

د فلسطين د رياست په رسميت پېژندنې اعلان په داسې وخت کې شوی چې د اسرايل او حماس ترمنځ د اووه مياشتو نه جګړه روانه ده، په غزه کې د صحت د وزارت ترمخه، په جګړه کې د 35,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي چې پکې زياته شمېره د ښځو او ماشومانو ده.

اسرايل وايي، په جګړه کې 14,000 وسله وال او 16,000 ملکي خلک وژلي دي خو اسرايل په دغه اړه کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې د 1200 کسان وژل شوي او 250 نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. امریکې، برطانیې او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG