د امريکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ قانوني ستونزې ښکاري نورې خرابۍ په لوري روانې دي او د هغه د بيا انتخاب په لاره کې او د هغه په ذاتي ژوند کې خنډان رامنځ ته کولی شي.
تېره اونۍ ټرمپ په څلورو جرمونو تورن شوی چې هغه د ولسمشر جو بايډن خلاف د کال 2020 په انتخابونو کې خپل بيلات په ګټه دبدلولو مبینه هڅې کړي.
دا د هغه خلاف په تېرو څلورو مياشتو کې دريمه مقدمه ده چې يوه په کې ايالاتي او دوه فيډل مقدمې دي. ټول په ټوله په ټرمپ د 78 جرمونوتور پورې دی.
څلورمه مقدمه امکان دی د جارجيا ايالت لخوا په ټرمپ جوړه شي چې هغه او د هغه ملګرو په يادو انتخابونو کې هغلته لاس وهنه کړې.
که چرې ټرمپ په دې درېو مقدمو کې مجرم ثابت شي نو قانون پوهان وايي هغه ته د 641 کالو د جيل سزا ورکول کېدی شي. قانون پوهان دا هم وايي پخوانی ولسمشر د جيل نه بچ کېدلی شي که هغه خپل جرمونه ومني او د مقدمو د چلونکو سره د خبرو اترو د لارې خبره هواره کړي او د دغې مقدمو خلاف اپيل وکړي.
په دریو واړو مقدمو کې ټرمپ د جرم منلو نه انکار کړی او وايي دا تورونه په انتخابونو کې مداخلت دی چې د هغه د ولسمشرۍ د مقابلې نه ويستلو د پاره کيږي.
د ټرمپ د دې قانوني جنګ باوجود هم هغه د ريپبلېکن ګوند د ولسمشرۍ د اميدوار حيثيت نه دی متاثر کړی او اوس هم د ياد ګوند تر ټولووړاندې ممکنه غوره امیدوار دی.
خو کم نه کم دوه د جرمونو مقدمې داسې دي چې راروان کال به د هغه د ولسمشرۍ په کيمپين او تر اوږدې مودې پورې اثر ولري چې دا به د ميډيا د سرليکونو موضوع هم وي.
په مارچ کې د هغه خلاف جوړه شوې مقدمه د امريکا د ولسمشرانو په تاريخ کې په وړومبی ځل ده چې د کوم پخواني ولسمشر خلاف دجرمونو په تور کې جوړه شوې ده.
په دېرشم مارچ د مين هيټن غټې ولسي جيوري د ټرمپ خلاف څلور دېرش تورونه لګولي چې هغه د کاروبار په ريکارډ کې دروغ ويلي او دبربنډو فلونو يوې کارکونکې ته يې په کال 2016 کې پټې پيسې ورکړي.
دا وړمبی ځل و چې د جيوري د پرېکړې په شپږمه ورځ ټرمپ ځان د مين هيټن عدالت ته تسليم کړو او مقدمې ته حاضر شو. د ټرمپوکيلانو غوښتل چې د نيويارک د عدالت نه دغه مقدمه فيډرل عدالت ته يوسي او دليل يې دا و چې د هغه په ياده مقدمه کې مبينه ککړتيا دولسمشر د څوکۍ سره تړلې ده.
خو په جولايۍ کې فيډرل عدالت دغه دليل رد کړو او مقدمه يې د ايالت عدالت ته پاتې شوه.
د مقدمې اورونه به راروان کال په پينځويشتم مارچ په نيويارک کې کيږي.
په اتم جون د ميامي ګرينډ جيوري د خفيه کاغذونو د ځان سره په ساتلو په ټرمپ 37 تورونه لګولي چې 31 تورونه پکې د ملي دفاع دمعلوماتو په اړه دي.
خو تر اوسه ټرمپ خپل جرم نه دی منلی او وايي فکر نه کوي د ډيموکريټس اکثريتي ښار واشنګټن به ورته انصاف ورنکړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال مسعود فریوار د رپورټ نه اخیستل شوي دي
Forum