لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ګهړۍ چرته خرڅه کړې ده؟


د جیو ټيلې وژن په دې تصویر کې په دوبۍ کې مېشت تاجر عمرقاروق ظهور لیدل کېږي
د جیو ټيلې وژن په دې تصویر کې په دوبۍ کې مېشت تاجر عمرقاروق ظهور لیدل کېږي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پخواني وزیر اعظم عمران خان ته په تحفه کې د ورکړل شوې ګهړۍ/ساعت د خرڅ په ځای بحث روان دی. د عمران خان ډله وايي یاده قېمتي ګهړۍ په اسلام اباد کې خرڅه شوې ده او په دوبۍ کې میشت یو کاروباري عمرفاروق ظهور دعوه کړی چې هغه دغه ساعت په شل لکه نقدو ډالرو د عمران خان د مېرمن ملګرې فرح ګوګي نه اخستې ده.

عمران خان دپاکستان په شخصي ټي وي چینل جیو اؤ دهغې د نطاق شاه زیب خانزاده ترڅنګ په عمرفاروق دمقدمې کولو اعلان هم کړی دی اؤ وایي دخپلو وکیلانو سره یې مشوره پیل کړې ده. په دوبۍ کې د ګهړۍ د خرڅولو دعوه جیو ټي وي باندې تېره شپه خپره شوې وه.

دحکومتي ایتلاف مشرانو اؤ فعالینو دعمران خان نه په سوشل میډيا پوښتنې کړې دي چې دتوشه خانې نه اخستل شوی ساعت یې ولې پلورلی دی اؤ دپیسو حساب یې ولې پټ ساتلی دی؟

په دوبۍ کې میشت یو پاکستاني سوداګر عمر فاروق ظهور دشخصي ټيلي ويژن جیو په یو پروګرام کې دعوه کړې وه چې هغه قیمتي ساعت اؤ نور سامانونه یې دعمران خان دښځې له یوې ملګرې فراح ګوګي نه دوبۍ کې په دوه میلیونه ډالر اخستي وؤ کوم چې عمران خان ته دسعودي شاهي کورنۍ په تحفه کې ورکړي وؤ.

دپاکستان دقانون له مخې کومې تحفې چې دهیواد چارواکو ته ورکول کیږي هغه د دولتي توشه خانې ملکیت وي اؤ بیا یې دغلته نه چارواکي‌ په یوه ټاکل شوې ارېانه بیعه ترلاسه کولی شي.

دجیو ټي وي په پروګرام کې دعوه شوې ده چې عمران خان ته دسعودي لخوا ورکړل شوې قیمتي تحفې هغه دپاکستاني روپو په حساب په یو ارب اؤ‌ اویا کروړه روپۍ پلورلي دي خو قامي خزانې ته یې یوازې دوه کروړه روپۍ ورکړي .

سوداګر عمر فاروق دټي وي په دې پروګرام کې دسعودي شاهي کورنۍ لخوا عمران خان ته تحفه کې ورکړل شوی هغه قیمتي ساعت، قلم،ګوتمه اؤ بټنې هم خلکو ته ښودلي دي چې وایي فراح ګوګي یې دخرڅون لپاره پینځه میلیونه ډالره غوښتنه کړې وه خو هغه ترې په دوه میلینه ډالر اخستي .

په سوشل مېډیا د خرڅ شوي ساعت خپور شوو عکسونو کې ليدل کېږي چې د ګهړۍ په مخ د خانه کعبې او د مسلمانانو د سپېځلي جومات ‘مسجد حرام’ منارې نقشونه پراته دي.

ښاغلی ظهور وایي دغه ساعت دا مهال په 12 میلیونه ډالر پلورل کیدای شي خو نوموړي تاجر دعمران خان دښځې دملګرې فراح ګوګي نه دیاد ساعت اؤ نورو سامانونو داخستو په اړه هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.

عمران خان د چهارشنبې په ورځ دسوداګر عمرفاروق دعوه دروغ بللې ده اؤ ویلي یې دي چې هغه دغه ساعت یا ګهړۍ په اسلام اباد کې پلورلې ده اؤ ددې ثبوت هم لري.

عمران خان دتوشه خانې نه داخستل شوؤ دې قیمتي توکیو په قضیه کې سږکال داکتوبر په 21مه نیټه دپاکستان دالیکشن کمیشن لخوا نااهله ګرځول شوی دی خو عمران خان وایي چې یاد توکي یې دقانوني لارې په پیسو دتوشه خانې نه اخستي اؤ بیا یې پلورلي دي.

پخپل یو ټویټ کې عمران خان اعلان کړی دی چې په جیو ټي وي ،شاهزیب خانزاده اؤ په یاد سوداګر په پاکستان،برتانیه اؤ متحده عرب اماراتو کې مقدمې کوي.

عمران وایي په هغه بې بنیاده تورونه لګول شوي اؤ په دې اړه ده خپلو وکیلانو سره هم خبرې کړې دي.

دجیو ټي وي نطاق شاه زیب خانزاده بیا ویلي چې هغه دنړۍ هرې محکمې ته مخ کیدو ته تیار دی.

پخپلو څرګندونو کې شاه زیب خانزاده ویلي چې په عمران خان کوم تورونه لګیدلي دي هغې ته باید نوموړی ځواب ووایي.

دعمران خان څرګندونو ته خپل غبرګون کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په ټویټر لیکلي "چا چې نورو ته غل ویلو هغه پخپله دپاکستان تر ټولو ستر غل وختلو"

مریم نواز په عمران خان غږ کړی چې" اخوا دیخوا خبرې مه کوه، رسیدونه راوباسه ،ساعت چې دې په چا پلورلی نوم یې وښایه اؤ پیسې چې دې څنګه پاکستان ته راغوښتې وې هغه په ډاګه کړه"

خو بل لوري ته بیا عمران خان دګوند پاکستان تحریک انصاف یو بل مرکزي مشر فواد چوهدري ویلي چې عمران خان دقانوني لارې دتوشه خانې نه ساعت په بیعه اخستی اؤ پلورلی یې دی خو وایي په نواز شریف اؤ زرداري د20،20 اربو روپو ثابت شوي دغبن کیسونه دي.

یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې فواد چوهدري ویلي په عمران خان د دریوؤ کروړو روپو د فایدي تور لګول شوی هرڅو که عمران خان دغه تحقه دقانوني لارې اخستې ده خو بیا هم پوښتنه پکار ده ځکه چې یوازې تحریک انصاف ګوند دغبن پرضد په بیانیه ولاړ دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG