لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوم سیاسي ګوند به د پاکستان نوی حکومت جوړ کړی شي؟



خبریال رېحان شېخ وايي صورتحال تر اوسه پورې واضحه نه دې، د 37 نه زياتو د قامى اسمبلۍ نتيجې ودرول شوي دي او که چېرې د دغو حلقو نتيجې بدلې شي او ازاد امیدواران يې واخلي نو ورسره به ټول صورتحال بدل شى نو ځکه دا وېل مشکل دي چې کومه پارټي به په مرکز کې حکومت جوړ کړي
خبریال رېحان شېخ وايي صورتحال تر اوسه پورې واضحه نه دې، د 37 نه زياتو د قامى اسمبلۍ نتيجې ودرول شوي دي او که چېرې د دغو حلقو نتيجې بدلې شي او ازاد امیدواران يې واخلي نو ورسره به ټول صورتحال بدل شى نو ځکه دا وېل مشکل دي چې کومه پارټي به په مرکز کې حکومت جوړ کړي

د پاکستان دوو لویو ګوندونو پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پيبلز پارټۍ په وفاق کې د ایتلافي حکومت جوړولو دپاره رسمي مذاکرات شروع کړي دي او مسلم لیګ (ن) ویلي چې د قومي اسمبلۍ شپږو نو منتخب ازادو غړو په ګوند کې د شمولیت اعلان کړی دی.

په مسلم لیګ کې شامېلېدونکو د اسمبلۍ نو منتخب شوو غړو کې وسیم قادر هم دی چې د تحریک انصاف په حمایت يې لاهور نه د قامي اسمبلې چوکې ګټلې اؤ بل تن راجه خرم نواز دی چې د کال دوه زره اتلسم په انتخاباتو کې يې د تحریک انصاف په ټيکېټ کامیاب شوی و.

د فرورۍ د اتمې په انتخاباتو کې یوې پارټۍ هم واضحه اکثریت نه دی ترلاسه کړی.

د پاکستان د الېکشن کمېشن د غېر حتمي ابتدايي نتیجو ترمخه د فرورۍ په اتمه شويو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ په 266 چوکو ازادو اميدورانو 101، پاکستان مسلم ليګ (ن) 75 او پاکستان پيپلز ګوند 54 سيټونه ترلاسه کړي دي۔

شمېرې ښيي چې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په 113 چوکو ترسره شويو ټاکنو کې ازاد اميدوران په 90، جميعت علما اسلام په 7، پاکستان مسلم ليګ په 5، پاکستان پيپلز ګوند په 4، جماعت اسلامي په 3 او عوامي نېشنل ګوند په يوې چوکۍ کامياب شوې دي.

پاکستان مسلم (ن) ويلى په مرکز کي حکومت جوړولو په لړ کې ویلي د پاکستان پيپلز ګوند، متحده قومى مومنټ او جمعيت علما اسلام (ف) سره یې خبرې دوام لري او د وزير اعظم د چوکۍ لپاره به د متفقه اميدوار اعلان اتحاديانو سره په مشاورت کوي.

مطبوعات د خپلو سرچينو له قوله وايي پاکستان مسلم ليګ (ن) پاکستان پيپلز ګوند ته د پاکستان د صدر، چېیر مين سېنېټ او د قامي اسمبلۍ د سپيکر د چوکيو وړانديز کړی دی خو غواړي چې د وزير اعظم چوکۍ د ځان سره اوساتى.

د پيپلز ګوند مشزانو ويلي د مسلم لیګ په تجویزونو به د ګل په ورځ د ګوند د سنټرل ايګزيکټيو کميټۍ په غونډه کي مشاورت کوي.

خبریال رېحان شېخ وايي صورتحال تر اوسه پورې واضحه نه دې، د 37 نه زياتو د قامى اسمبلۍ نتيجې ودرول شوي دي او که چېرې د دغو حلقو نتيجې بدلې شي او ازاد امیدواران يې واخلي نو ورسره به ټول صورتحال بدل شى نو ځکه دا وېل مشکل دي چې کومه پارټي به په مرکز کې حکومت جوړ کړي.

سياسى مبصرين وايي په ښکاره خو د پى ټى ايي حمايت يافته د قومي اسمبلۍ د نو منتخب غړو چوکۍ زياتې دي او په مرکز کي د حکومت جوړولودعوه یې هم کړې ده خو بل لور ته د مسلم ليګ (ن) او د پيپلز ګوند مشرانو په ډيرو نقطو اتفاق شوی او ښکاري چې د خپل پخواني واکمن اتحاد پي ډي ايم په طرز اتحادي حکومت جوړ کړي.

ایا ازاد منتخب شوي د اسمبلۍ غړي به په حکومتي اتحاد کې د شاملېدو دپار د فشار او د اقتدار لالچ مسترد کړی شي او خپل ګوند سره به وفادار پاتې شي؟

په دې اړه خبریال ممتاز خان وايي"ځما په خيال دنهمې مۍ دپيښې ورسته چې کوم خلک د پى ټي ايي سره ولاړ وو هغه به اوس هم ولاړ وي."

ممتاز خان دا امکان نه ردوي چې په کمه شمېره کې ځینې غړي د پي ټي ايي نه جدا کېدلی شي. د هغه په قول د پي ټي يي مشر ګوهر على خان ويلي دي چې کوم خلک په مشکل وخت کي "موږ سره ٶ هغه به اوس هم مونږ سره وي."

څيړونکي وايي دا وخت پاکستان پيپلز ګوند چي په قامى اسمبلۍ کي يې 54 چوکۍ ترلاسه کړي په سیاسي توګه ښه راکړه ورکړه کولی شي او د ګوند چؽير مين اصف على زردارى ته سياسى جادوګر هم وؽل کيږي خو د ګوند داطلاعاتو سېکرېټري فيصل کريم کونډي د ګل، دوشنبې، په ورځ مطبوعاتو ته ويلي ګوند یې نه غواړي چې د پى ډي ايم په شان د حکومت برخه جوړ شي ځکه چې داسې کولو سره به يې د ګوند ساک متاثره شي او غوره به دا وي چې پارټي يې د حزب اختلاف په توګه په پارلېمنټ کې يو موثره کردار ادا کړي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG