لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 امریکې د کم امدن ملکونو ته د کرونا وېړیا وېکسین ورکول ګړندي کړي


وايټ‌ هاوس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ اعلان وکړو چې د مرکزي اېشیا هېواد تاجکستان ته یې د فاېزر کمپنۍ کرونا وایرس مخنیوي لپاره درې لکه درې لکه وېکسین ورکړي
وايټ‌ هاوس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ اعلان وکړو چې د مرکزي اېشیا هېواد تاجکستان ته یې د فاېزر کمپنۍ کرونا وایرس مخنیوي لپاره درې لکه درې لکه وېکسین ورکړي

د نړۍ د کم آمدن ملکونو ته د کرونا واېرس مخنیوي لپاره وېړیا وېکسین ورکولو دپاره امریکې خپل کوششونه ګړندې کړي دي.

وايټ‌ هاوس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ اعلان وکړو چې د مرکزي اېشیا هېواد تاجکستان ته یې د فاېزر کمپنۍ کرونا وایرس مخنیوي لپاره درې لکه درې لکه وېکسین ورکړي.

د وایټ هاوس یو چارواکي وي او ای ته وېلي دغه وېکسین د زیارت یا پنجشنبې په ورځ‌ تاجکستان ته لېږل شوي دي.

د دې نه یوه ورځ‌ وړاندې واېټ هاوس اعلان کړی وو چې امریکې د نړۍ لږ تر لږه ۱۱۲ ملکونو ته ۴۰۰ ملینه وېکسین رسولي.‌

د امریکې صدر جو باېډن د صحت چارو لپاره مشر صلاح کار ډاکټر اېنتني پاوچي وي او ای سره په یو ځانګړې مرکه کې وېلي کرونا واېرس ته ماتې ورکولو لپاره د نړۍ ملکونو ته وېکسین رسول د امریکايي‌ تګلارې برخه ده.‌

نوموړي‌ وېلي،”دا ډېره ضروري‌ ده. د نړیوالې وبا مخنیوی په نړیوال حل او نړیوال کوششونو سره کېدی شي. ددې له کبله امریکا د کم امدنۍ ملکونو ته وېکسین ورکولو لپاره په خپلو وعدو کلکه ولاړه ده او دا سر ته رسوي. “

تاجکستان ته د امریکې لخوا د وېکسین تازه خوراکونو ورکولو سره به دغه هېواد په مجموعي‌ توګه با ندې د فاېز کمپنۍ جوړ ۲۹۹،۵۲۰ وېکسین ترلاسه کړي.‌ نړۍ کې د برابرۍ په بنیاد د کرونا وېکسین یقیني‌کولو لپاره جوړ پروګرام،‌ کووېکس د لارې دغه وېکسین ورکړل شوي.‌

ناقدین وايي‌ که څه هم امریکې د کرونا واېرس مخنیوي‌ لپاره د نړۍ د هر یو ملک نه زیاتې مرستې کړې،‌ خو بیا هم د نړۍ مالداره ملکونه د کرونا واېرس مخنیوي لپاره د غریب ملکونو سره د مرستو کولو زیات وس طاقت لري.

ځنې ملکونه او ادارې په نړیواله کچه د هغه تړون لپاره کوششونه کوي چې د کرونا واېرس مخنیوي وېکسین جوړوونکو کمپنو پېټنټ یا حق ختم کړي چې د دوایانو نورې کمپنۍ د وړاندې شوي طبي تحقیق په بنیاد وېکسین جوړ کړي.‌

نړیوالې مرستندویه ادارې وايي‌ د دوایانو جوړوونکو نورو کمپنو ته د کرونا واېرس مخنیوي وېکسین تیارولو اجازت ورکول ددغه واېرس د مخنیوي لپاره ډېر مهم دي.‌

د نړیوالې مرستندویه ادارې اکسفام امریکا یو چارواکی رابي سلورمېن وايي‌ امرېکې له د نړۍ کم او منځني‌ آمدن ملکونو دې غوښتنې ته ځواب ورکولو مشري پکار ده چې هغوي د غربي ‌ملکونو د تحقیق په بنیاد د خپلو خلکو لپاره پخپله وېکسین تیار کړي.

د کرونا واېرس مخنیوي لپاره د امریکايي وېکسین ترلاسه کوونکو ملکونو په فهرست کې تاجکستان خپلو خلکو ته د وېکسین ورکولو کمپاېن کې په تېزۍ سره مخ په وړاندې روان دی. د صحت نړیوالې ادارې ترمخه د روان کال شروع کېدو په وخت د ۱۰ ملینه ابادۍ په دغه هېواد کې ۶.۹ ملین خلکو ته د کرونا واېرس مخنیوي وېکسین ورکړی شوي.‌

تاجکستان کې تراوسه پورې په ۱۷،۶۰۰ کسانو کې د کرونا واېرس پخلی شوی او ۱۲۵ کسان ددې د لاسه مړه شوي دي.‌


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG