لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ريپبلیکن پارټۍ دوو سېنټرانو غوښتلې د امریکايي پوځ مشر دې استعفا ورکړي، وایټ هاوس د جنرل مېلي دفاع کړې


په دې تصویر کې پخوانی صدر ټرمپ د جنرل مېلي او د نورو پوځي کمانډرانو سره ناست لیدل کیږي
په دې تصویر کې پخوانی صدر ټرمپ د جنرل مېلي او د نورو پوځي کمانډرانو سره ناست لیدل کیږي

د امریکې د ګډو ځواکونو د کمېټۍ مشر جنرل مارک مېلي په اړه د واشنګټن پوسټ خبریالانو باب وډورډ او رابرټ کوسټه په نوي کتاب کې د معلوماتو افشا کېدلو وروسته د ريپبلېکن پارټۍ دوو سېنټرانو د جنرل مېلي د استفعا غوښتنه کړې خو وایټ هاوس د هغه دفاع کړي ده.

د "پېرېل" یا خطر نومې کتاب ترمخه جنرل مېلي پوځي کمانډرانو ته ویلي وو که چېرې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت په اخیري ورځو کې ورته د حملې امر وکړي نو د هغه (جنرل مېلي) نه به یې اجازت اخلي. په کتاب کې وېل شوي چې جنرل مېلي دوه ځله چین ته ډاډ ورکړی و چې امریکا پې حمله نه کوي.

د فلورېډا ریاست نه د ريپبلېکن پارټۍ سېنېټر مارکو روبیو
د فلورېډا ریاست نه د ريپبلېکن پارټۍ سېنېټر مارکو روبیو

د وي او ای وايي د امریکې د ايين دلاندې صدر د مسلح ځواکونو تر ټولو لوې کمانډر وي او سوېلین حکومت په پوځي قیادت واک اختیار لري.

د پېرېل کتاب ترمخه جنرل مېلي ګڼل چې د تېر کال په نومبر کې د صدارت د دویمې دورې دپاره انتخاب کې د ماتې وروسته ټرمپ په ذهني توګه کمزوری شوی دی نو جنرل مېلي د جنورۍ په میاشت کې پوځي کمانډران راوغوښتل او ورته یې وویل چې په بل ملک د صدر ټرمپ د حملې امر عملي کولو نه وړاندې به د هغه (جنرل مېلي) سره مشوره کوي.

د وي او ای رپورټ وايي جنرل مېلي د کتاب په دغه خبره اعتراض نه دی کړی.

د ډانلډ ټرمپ د تګ او د صدر جوبایډن وایټ هاوس ته د راتګ نه پس هم جنرل مېلي په خپله چوکۍ ناست دی خو د وي او ای رپورټ وايي د ښاغلي ټرمپ د ریپبلېکن پارټۍ ځینې غړي په کتاب کې د چاپ شویو واقعاتو په سر د جنرل مېلي د مستعفي کېدو غوښتنه کوي. پېرېل به اینده هفته په رسمي ډول شایع کېږي.

جېن ساکي
جېن ساکي

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي جنرل مېلي هېڅ داسې نه کړي چې په پوځ د سوېلین حکومت د اختیار اصول خلاف ورزي و بلل شي. هغې وویل صدر بایډن د جنرل مېلي د وطن سره په مینه، د هغه په قیادت او ايين سره د هغه په وفادارۍ مکمل اعتماد لري.

د ریپبلېکن پارټۍ سېنېټر مارکو روبیو چې اکثر په صدر بایډن تنقید کوي د جنرل مېلي د استعفا غوښتنه کوي وايي جنرل مېلي په فعالا ډول کوښښونه کول چې د امریکې د مسلح ځواکونو مشر یا کمانډر اېن چیف کمزوری کړي. هغه وویل د مېلي دغه ګام د غدارۍ برابر دی.

بایډن ته یو لیک کې سېنېټر روبیو ویلي جنرل مېلي خپل د "بې پرواهۍ" چلند ته دا جواز جوړولو چې د پوځي کمانډر فېصله به د سوېلین کمانډر نه زیاته باثباته وي. هغه ووېل دا یو خطرناک مثال دی او په پوځ د سوېلین حکومت د واک اختیار پخوانی روایت ختمولی شي.

د ټېکسس ریاست نه د ریپبلېکن پارټۍ سېنېټر ټېډ کروز
د ټېکسس ریاست نه د ریپبلېکن پارټۍ سېنېټر ټېډ کروز

د ريپبلېکن پارټۍ بل سنېټر ټېډ کروز د پېرل څرګندونې د هغه په قول د "ژور تشویش" وړ بللې دي.

د جنرل مېلي ترجمان کرنل ډېوډ بټلر وویل په کتاب کې چې د جنرل مېلي د کومو ګامونو ذکر شوی دا د هغه د عمومي کار برخه ده چې پکې د نورو ملکونو همکارانو سره صلاح مشوره هم ده او په دغو ملکونو کې روس او چین هم شامل دي.

کرنل ډېوډ په خپل بیان کې وویل جنرل مېلي د آيين او په پوځ د سوېلین اختیار دلاندې خپله دنده ترسره کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG