لاس رسیدونکی لینک

 
وایټ هاوس: د کابل هوايي اډې نه پروازونه بیا شروع شوي
تازه خبر

وایټ هاوس: د کابل هوايي اډې نه پروازونه بیا شروع شوي


د امریکايي پوځ په هوايي جهاز کې په سلګونو کسان د کابل نه بهر منتقل کولی شي
د امریکايي پوځ په هوايي جهاز کې په سلګونو کسان د کابل نه بهر منتقل کولی شي

د کابل حامد کرزي انټرنېشنل ایرپورټ خلاص دی او هلته جهازونه کښېناستلی او اوچتېدلی شي. دا خبره وایټ هاوس د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وکړه.

د وایټ هاوس د بیان ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ امریکايي پوځي جهازونو امریکايي شهریانو او سفارتي عملې د راوېستلو په غرض حرکت کولو.

وایټ هاوس وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د ۷۰۰ نه زیات کسان د کابل نه راویستل شوو چې پکې ۱۵۰ امریکايي شهریان وو.

د بیان ترمخه د کابل د هوايي ډګر د تحفظ دپاره ۳۵۰۰ عسکر پرځای شوي دي.

د کابل هوايي اډې څخه د جهازونو پروازونه د نهې، سه شنبې، په ورځ بیان شروع شوي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د نېټو غیرپوځي نماینده په ټوېټر یو تصویر شریک چې پکې د کابل په هوايي ډګر د امریکې یو شمېر پوځي الوتکې ولاړې لیدل کېږي.

د نېټو نماینده وویل یو شمېر جهازونه یې په اډه د کښېناستلو او د اوچتیېدول په مهال لیدل.

امریکايي پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ د کابل په هوايي اډه د دوو کسانو د وژل کېدو تصدیق وکړو. د پېنټګان ترجمان وویل په دوو بېلا بېلو پېښو کې دوو کسانو د خلکو په ګڼه ګوڼه ډزې وکړې خو دواړه کسان امریکايي ځواکونو وویشتل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG