د وایټ هاوس ترجمان د جمعې په ورځ وویل په غزه کې د ډز بندۍ دپاره په قاهره کې کېدونکو مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی. بلخوا په غزه کې د اسرایلي ځواکونو او د حماس وسله والو سخت جنګ دوام لري.
د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان جان کربي خبریالانو ته وویل په قاهره کې خبرې "مثبت" وې او د حماس په شمولو ټولو فریقېنو ته پکاره ده چې مجوزه معاهده د عملي کېدو په لړ کې همکاري وکړي.
کربي وویل د مصر په سرښار قاهره کې مذاکرات د جمعې په ورځ هم دوامداره وو او د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر بېل برنز او د منځني ختیځ دپاره د امریکې استازي برېټ مېګرک په خبرو اترو کې د امریکې نمایندګي کوي.
هم د جمعې په ورځ، د کربي د خبرو نه مخکې، د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر وویل د ډز بندۍ خبرو دپاره د هېواد پلاوی قاهره ته رسېدلی دی. د سولې په مذاکراتو کې اسرایل، امریکا، مصر او قطر شریک دي خو حماس په کې نه دی شامل.
حماس ویلي وو د دې هفتې په خبرو کې به برخه نه اخلي او دا ځکه چې د "پل معاهده" یا اختلافات د ختمولو په اړه مجوزه تجویز کې مرکچیانو د اسرایل اضافي غوښتنې شامل کړي چې د حماس دپاره د منلو نه دي.
کربي د جمعې په ورځ وویل د اعتراض باوجود پکار ده چې حماس په خبرو کې شريک وی چې د مجوزه تړون په تفصیلاتو خبرې وشوي. هغه وویل مذاکرات به د دې هفتې تر اخېره دوام لري.
کربي دا خبره هم وکړه چې امریکا ګمان کوي چې ایران په تهران کې د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه د قتل په سر د اسرایل خلاف جوابي حملې ته اوس هم تیار دی. په هنینه د تېرې میاشت د قاتلانه حملې الزام ایران په اسرایل لګوي خو اسرایل د دې خبرې ن تردید او نه یې هم تاید کړی دی.
کربي وویل امریکې د ایران څارنه کوي.
هم د جمعې په ورځ د امریکې د دفاع وزارت د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن او د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلانټ د زیارت، پجشنبې، په ورځ د لبنان په پوله د اسرایل او حزب وسله والې ډلې ترمنځ د ډزو په تبادله، د ایران لخوا کشیدګي د زیاتېدو د خطر او حزب الله په شمول په منځني ختیځ کې د ایران حمایت یافته نورو ډلو په اړه خبرې اترې وکړې.
په غزه کې د جمعې په ورځ د اسرایل او د حماس وسله والو جنګ دوامداره و. د اېسوسي اېټېډ پرېس په یو وډیو کې د ټېنکونو د ګوله بارۍ او د ټوپکو د ډزو اوازونه اورېدل کېږي او د غزه لارې کوڅې خالي پرتې دي.
هم د جمعې په ورځ اسرایلي پوځ یو وډیو جاري کړه چې په جبوبي لبنان کې د وسله والو په یوه ډله حمله ښيي.
په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
د غزه د صحت وزارت وايي په سیمه کې جنګ دلاسه د ۴۰۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي د غزه په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو ترمخه، د غزه د دوه اشاریه درې مېلین د ابادۍ دریمه برخه د جنګ دلاسه بې کوره شوي ده او د سیمې ټوله ابادي د قحط د خطر سره مخامخ ده.
Forum