سپینې ماڼۍ د شورو- چارشنبې په ورځ وویل، د صدر جوبایډن انتظامیه په دې اړه کار کوي چې د اسرایل له خوا د رفح پولې تر بندولو وروسته په غزه کې د ایسارو امریکایي ډاکټرانو ډله را وباسي.
انټرسیپټ خبري ادارې درې ورځې مخکې خبر ورکړی وو چې څه باندې 20 امریکايي ډاکټران او طبي کارکوونکي په غزه کې بند پاتې دي.
له هغه وروسته د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د روانې اونۍ په پیل کې وویل، حکومت خبر وو چې امریکایي ډاکټران له غزې پټۍ نه شي وتلای.
په امریکا کې د فلسطیني امریکایانو طبي تنظیم (پي اې ایم اې) د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ وویل، د 10 امریکایانو په ګډون د دوی د 19 روغتیایي ماهرینو ټیم ته له غزې څخه د وتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
دغه تنظیم وایي طبي ماهرین او ډاکټران یې د غزې خان یونس سیمې ته د دوو اوونۍ په کار پسې تللي وو او هلته یې په یورپي روغتون کې خلکو ته طبي خدمات وړاندې کول.
د اسرایل د می پر اوومه نېټه د غزې پټۍ او مصر تر منځ د رفح ښار سرحدي پوله ونیوله او وروسته یې له دې کبله بنده کړه چې په دې سیمه کې د حماس خلاف خپل ټاکلي عملیات پیل کړي.
د پولې بندېدو نه یواځې د عامو خلکو تګ راتګ اغېزمن کړی بلکې له دې لارې غزې پټۍ ته د تېلو په ګډون د نورو خوراکي مرستو ورتګ یې هم له خنډ سره مخ کړی دی.
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو سیکرټره کېرین ژان پېر د چارشنبې- شورو په ورځ د خبري غونډې په مهال وویل، "موږ دا مسئله له نیژدې څارو او پر دې کار کوو چې اغېزمن امریکایان له غزې را وباسو".
کېرین ژان پېر وایي امریکا به د خپلو ډاکټرانو او طبي عملې د را ایستلو په لړ کې له اسرایلي چارواکو سره مخامخ خبرې کوي.
د صدر بایډن انتظامیه له تېرو څو اوونیو راهیسې پرله پسې اسرایل ته خبرداری ورکوي چې په رفح ښار کې له مځکنیو پراخو عملیاتو ډډه وکړي.
خو ژان پېر وایي سپینه ماڼۍ د دې پروا نه کوي چې هلته څه پېښېږي خو د امریکایي ډاکټرانو د را ایستلو لپاره هڅې یې روانې دي، "موږ غواړو هغوی را وباسو، موږ د هغوی را ایستلو ته اړتیا لرو او دا له بل هیڅ شي سره کار نه لري".
اسرایلي ځواکونو د شورو- چارشنبې په ورځ هم د رفح په ګډون د غزې په نورو برخو کې د وسلوالو خلاف جګړه روانه ساتلې وه.
د تېر کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرایل د حماس تر بریدونو وروسته چې اسرایلي ځواکونو د حماس خلاف په غزې پټۍ کې جوابي بریدونه پیل کړي، له هغه راهیسې د دې سیمې روغتیایي نظام ټول تباه شوی دی.
په اسرایلي بریدونو کې د غزې د مشهور الشفا روغتون په ګډون ګڼ شمېر نور هسپتالونه تباه شوي او په دغو بریدونو کې له عامو خلکو سره سره ګڼ شمېر روغتیاي کارکوونکي هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.
Forum