د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن په افغانستان، غزه او اوکراین کې په بحرانونو کې د ښکېلو مېلینونو خلکو د طبي ضرورتونو دپاره د مرستندویه ملکونو او ادارو نه د 1.5 بېلین ډالرو مالي امداد غوښتنه کړې ده.
د ورلډ هېلت ارګنایزېشن، ډبلیو اېچ او، مشر ټېډروس اېدونیم ګېبريېسس وویل غواړي چې سږ کال 87 مېلین خلکو ته ژوند بچ کونکی انساني امداد ورسوي.
هغه وویل دغه هدف ترلاسه کولو دپاره په بيړني ډول د 1.5 بېلین ډالرو مالي امداد ته ضرورت لري.
ټېډروس وویل د اندازې ترمخه سږ کال د مقبوضه فلسطینيعلاقو، اوکراین، هېټي او سوډان په شمول د دنیا په یو شمېر سیمو کې 166 مېلین خلک طبي امداد ته ضرورت لري.
په موجوده وخت کې په غزه کې په بېړني ډول د طبي امداد ضرورت د ټولو نه زیات دی. په غزه کې اسرایل د حماس وسله والې ډلې خلاف پوځي عملیات شروع کړي دي او د ملګرو ملتونو چارواکی په سیمه کې د انساني بحران په اړه خبرداری کوي.
ډبلیو اېچ وویل په غزه کې د بېړني طبي امداد دپاره په اینده دریو نه تر شپږو میاشتو پورې 219 مېلین ډالرو ته ضرورت لري. ادارې وویل د امداد انحصار په غزه کې په اینده حالاتو هم دی.
ډبلیو اېچ او وویل د کوېډ وایرس او په افغانستان کې حالات د صحت دوه داسې بېړنۍ مسلې دي چې زیاتې مالي مرستې ته اړتیا لري. ادارې وویل په افغانستان کې 23.7 مېلین خلک صفا اوبو او د صفای نظام ته په بیړني ډول ضرورت لري.
ټېډروس وویل په نړیواله کچه د هېضې مرض بیا شروع کېدل د تشویش وړ خبره ده او د مخنیوي دپاره یې 50 مېلین ډالرو ضرورت دی.
هغه زیاته کړه چې په اوکراین کې د بېړني طبي امداد دپاره ډبلیو اېچ او 77 مېلین ډالرو ته اړتیا لري.
Forum