لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو ایچ او: سرطان یا کېنسر د نړۍ یوه خونړۍ ناروغي ده


د صحت نړیواله اداره وايي چې دا وخت کېنسریا سرطان په نړۍ کښې دوېمه لویه ناروغي ده چې هرکال په میلینونو خلک وژني
د صحت نړیواله اداره وايي چې دا وخت کېنسریا سرطان په نړۍ کښې دوېمه لویه ناروغي ده چې هرکال په میلینونو خلک وژني

د صحت نړیواله اداره وايي چې دا وخت کېنسریا سرطان په نړۍ کښې دوېمه لویه ناروغي ده چې هرکال په میلینونو خلک وژني.

نړیواله اداره (ډبلیو اېچ او) وايي چې ددې باوجود چې د سرطان د معلومولو او علاج په لړکښې ډېره پرمختیا شوي ده خو بیا هم دغه ناروغي هرکال نږدې نهه میلینه خلک وژني او د ١۴میلینو نورو ناروغانو اضافه کېږي.

د صحت د نړیوالې ادارې د سرطان د ناروغۍ یوتکنیکي افسر اېنډری اېل باوي وايی "چې د کېنسر ٧٠ سلنه ناروغان په غریبانو او کم ترقي یافته هېوادونو کښې موجود دي."

دې زیاتوي په دغو کې زیاتره ناروغان یا خو ډېر کم یا د منځنۍ درجې امدن لري او په دغه رنگه خلکو کښې د سرطان ناروغي په تېزۍ خوریږي.

ډبلیو اېچ او وايي چې زیاتره ناروغه خلک د ځیگر، کولمې، پړپوس، معدې او سینې د کېنسرنه مري.

د ملگرو ملتونو د صحت اداره وايي د تماکو استعمال د کېنسرد ناروغۍ ترټولوسترعلت دی او ددې ترڅنگ شراب، او غېرصحت مند خوراکونه هم لویې علتونه دي.

د ادارې رپورټ وايي ورزش او او نورې جسماني هلې ځلې د سرطان خطرې تر ډېره حده راکمولې شي.

د نړیوال صحت اداره وایي چې د سرطان د ناروغۍ مخ نېوي او خطرو راکمولو لپاره باېد غریبانانو هېوادونو کښې د کېنسر په وخت معلومولو او علاج لپاره نوې ټېکنالوجي اوکارول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG