لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنیا کې ماشومانو څورب والي وبايي شکل اختیار کړی دی


 د زیات وزن له امله ماشومان د ژوند په وروستۍ برخه کې د یو شمیر ناروغو سره مخ کیدې شي چې پکې د زړه دورې، شوگر یا د شکر ناروغې او د سرطان رنځ هم شامل دې
د زیات وزن له امله ماشومان د ژوند په وروستۍ برخه کې د یو شمیر ناروغو سره مخ کیدې شي چې پکې د زړه دورې، شوگر یا د شکر ناروغې او د سرطان رنځ هم شامل دې

د نړۍ په کچه شوي یوه تازه څیړنه ښايي په دنیا کې د ماشومانو څورب والي وبايي شکل اختیار کړی دی او په تیرو ۴٠ کلونو کې په دې کې ١٠ چنده اضافه شوي ده.

د صحت نړیوالې اداره ډبلیو ایچ او او د لندن امپیریل کالج په گرده نړۍ کې د ١٣٠ ملینه خلکو د قد آو وزن تجزیه کړی او د وجود حجم یا باډي ماس انډیکس یې معلوم کړی او نتیجې یې ډیرې واضحه وې.

د کال ١٩٧٥ راهسې یوازې په دریو لسیزو کې په ماشومانو کې غټوالی ١٠ چنده زیات شوی دی.

دا یوه نړي واله مسله ده خو پدې لړ کې زیات بدلون د شرقي اسیا، مینځني ختیځ، شمالي افریقا او لاطینی امریکا د منځني امدن په هیوادونو کې مخې ته راغلې. د امپیریل کالج اف لندن غړی ماجد ایزاتي وايي هغه ځایونه چرته چې څو لسیزې وړاندې د زیات وزن د ماشومانو شمیره ډیره کمه وه هلته ډیر زر د څربو ماشومانو په شمیر کې زیاتوالې راغلی دی.

په شته منو هیوادونو کې په ماشومانو کې د زیات څوربوالي کچه په ځای ولاړه ده یعنې په دې کې نه اضافه او نه هم کمی شوی. او بیا امریکا کې په ماشومانو کې د غټوالي کچه ډیره اوچته ده.

تحقیق کونکو ویلی چې په گرده نړۍ کې د خوراک جوړونکو کمپنو لخوا تشهیر او پدې لړ کې جوړ شوو پالیسو له امله په غټوالي کې زیاتوالې مخې ته راغلی.

د زیات وزن له امله ماشومان د ژوند په وروستۍ برخه کې د یو شمیر ناروغو سره مخ کیدې شي چې پکې د زړه دورې، شوگر یا د شکر ناروغې او د سرطان رنځ هم شامل دې.

تحقیق کونکو په پالیسې سازانوغږ کړی چې د غریبو کورنیو لپاره په کور او سکول کې ماشومانو ته د صحت مند او غذایت نه ډک خوراک یقیني لارې چارې ولټوي او ددې ترڅنگ دې په غیر صحت مند خوراک باندې د ټیکسونو شرح سیوا کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG