لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

 مولانا سمیع الحق چا وژلی؟

د پاکستان یو مشهور سیاسي او مذهبي ٨١ کلن مشر مولانا سیمع الحق نن د نومبر په دریمه د خېبر پښتونخوا په اکوړي کې خاورو ته وسپارل شو، خو څېړونکي گمان کوي د مولانا د قتلولو کیسه به تر ډېرې مودې ژوندۍ وي.

د پاکستان په پوځ کې پخوا د افسر پاتې شوي سعد محمد خان خیال دی پلټنې کونکي به د مولانا په وژلو کې د کورنۍ کشالو او د هغه په سیاسي گوند او فرقه کې دننه د اختلافونو پرته د نورو هېوادونو د ککړتیا پلټنې هم کوي:

"پاکستان کې افرا تفري ده او دې منطقه کې د پاکستان مخالفين ډېر زیات دي" د ښاغلي خان په خیال مولانا په یو داسې وخت کې ووژل شو چې ددې په وجه نور هم اړی گړی جوړیدی شو.

مولانا سیمع الحق د نومبر په دویمه نیټه ماښام دپنجاب په پنډۍ سیمه کې دخپل کور دننه ځيني کسانو په چړو وهلی او وژلی وو.

د مولانا د وژلو د ورځې پورې مذهبي سخت دریزه ډلې تحریک لبیک د سپريم کورټ لخوا د اسیه بي بي د خوشي کولو د امر په ضد د تششدده ډک احتجاجونو کول. د ډلې مشرانو د هېواد ججانو، جرنیلانو او وزيراعظم ته بد رد ویل او د واک پرېښودولو غوښتنو سره سره یې د بغاوت کولو گواښونه هم کول.

خو ځيني څېړونکي ددغه تصور سره اتفاق نه کوي چې گني د مولانا وژل د پاکستان په خلاف څه سازش کیدی شي.

څیړونکی ډاکټر تقي پام نه کوي چې د مولانا په وژنه به چاته څه گټه یا تاوان ورسي:

"مولانا، نه په موجوده وخت کې د دوستانو د پاره کار امد کس وو او نه د دښمنانو د پاره دومره لوی شی وو چې چا به ورسره د ښمني غوښتله"

د ډاکټر تقي په خیال مولانا په کورنۍ لانجه کې وژل شوی دی:

"چې کوم زما معلومات دي د هغې په حساب خو څه داخلي معامله ده، په خپلو کې چرته ورانی راغلی دی"

د افغان چارو دکار پوهه خبریال رحيم الله یوسفزي په خیال په وسني وخت کې مولانا په سیاسي توگه څه خاص کردار نه لرلو:

" هغه په خپل کور کې د چاقو په گذارنو ډېر په بې رحمۍ سره وژل شوی دی او داسې ویل کېدی شي چې دا یو انتقامي قتل دی"

مولانا سمیع الحق وړومبی تن نه دی چې د وژلو ورستو یې اختلافي تصورات زیږیدلي وي، د هغه نه علاوه نور هم گڼ شمېر مذهبي، سیاسي،حکومتي، کاروباري او سماجي او شخصیات وژل شوي دي چې د وژنو په حقله یې بیلې بیلې دعوې کیږي.

سعد محمد خان وايي چې د تېرو مرگونو تاریخ ته گوري نو ورته نه ښکاري چې د مولانا د قتل سکوټ علت به اولس ته ښکاره شي:

"په پاکستان کې تفتيش سر ته نه رسي او ددې څه نتيجه نه راوځي، دا ډېره د افسوس خبره ده"

پولیسو د مولانا د زوي مولانا حامد الحق په مدعیت کې د وژنې مقدمه د نامعلومو کسانو په ضد درج کړې ده.

باوجود ددې چې د پاکستان په تاریخ کې د مهمو شخصیتونو د قتلولو دعلتونو او قتل کونکو نه اولس نه دی خبر کړی شوی خو څیړونکي وايي د څه قسمه اخري رای څخه دمخه د پولیسو د تفشيش او استخبارتي ادارو رپورټونو ته انتظار پکار دی.

See all News Updates of the Day

پښتون جرګه: پوځ، او وسله والې ډلې دې 60 ورځو کې وځي؛ په ډيورنډ پاسپورټ او ويزه نه غواړو

د پښتنو د حقونو تحریک پي ټي اېم لخوا په خیبر کې جوړې جرګې وسله والو ډلو، پوځ، طالب او داعش ته خبرداری ورکړی چې د پښتنو د سیمې نه دې په 60 ورځو کې وځي او غوښتنه یې کړې په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د 2010م نه وړاندې حالت دې بېرته پر ځای شي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين د جرګې د پرېکړې اعلان کې ووېل:
“پاکستاني پوځ او وسله وال تنظیمونه چې په بېلا بېل نومونو د داعش نه تر طالب پورې یادېږي، دې جرګې مشترکه پرېکړه وکړه چې دوه میاشتې ټایم دې ورسره چې زمونږ د خاورې نه دې وځي.”

‎منظور پښتين وويل، که چري په دې دواو مياشتو کې په دې خاوره امن خرابوونکي قوتونه د دې خاورې څخه ونه وتل، بيا به دا جرګه خپل بندوبست کوي، چې څنګه د دې خاورې نه او د دغې وطن نه مونږ هر هغه قوت ايستلی شو، چې په دې خاوره جنګ جوړوي.


په خیبر کې د دریو ورځو د بحثونو وروسته، ښاغلي پښتین د جرګې اعلان د شپې ناوخته کړی او تر اوسه د جرګې پرېکړو ته حکومتي غبرګون ښودل شوی نه دی.

جرګې یوه مهمه فیصله دا کړې ده چې په ډېورنډ کرښه باندې څومره هم د تګ راتګ او تجارت ګېټونه، لارې دي، د 1893 نه واخله تر 2010 پورې چې په کومو قوانينو باندې پښتنو افغانانو ته د تګ راتګ اجازت وو بغېر پاسپورټ ويزې، هغه به بيا بحال کيږي.

د پاکستان حکومت د افغانستان او پاکستان تر منځ په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه لازمي کړې او دا به کتلی شي چې د پښتنو دغه جرګه خپله پرېکړه څنګه عملي کوي.

د جرګې د پرېکړې په وخت په زرګونو خلک په یو لوی میدان کې ناست وو او هرې پرېکړې ته یې په ځواب کې شعارونه ورکول.

منظور پښتین جرګې ته سپارښتنه کړې وه چې د ډیورنډ کرښنه نه مني خو د 80 کسیزه جرګې په پرېکړه کې د ډيورنډ د کرښې د منلو یا نه منلو کومه خبره یاده شوې نه ده او یا کېدای شي منظور پښتین د پرېکړو د اعلان په وخت په دغه ټکي غلی پاتې شوی دی.

د ښاغلي پښتین په وینا د جرګې یوه پرېکړه دا ده چې بجلي د پښتون وطن پيدوارا دی، په قبايلي سيمو کې اعلان دا دی چې دا به مفته وي، خو د مفتې دا معنا نه ده چې بجلي به نه وي، او د پښتونخوا په نورو سيمو کې دوی د 60 زياتې روپۍ په يو يونټ اخلي، جرګې متفقه فيصله وکړه، چې د نن ورځې نه پس به هيڅوک په يو يونټ تر پينځو روپو زيات بل نه ورکوي.

‎منظور پښتين وویل، جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتنو په منځ کې د قبيلو د يو بل ترمنځ شخړې دي، يا په دې وطن باندې د فرقو په بنياد باندې کوم جنګونه دي، د هغو د حل کولو د پاره جرګې خپله يوه جرګه جوړه کړه، هغه به ټولو ضلعو ته ځي خصوصي به کورمې ضلعې ته ځي، هلته او په ټولو ضلعو کې به د جنګ بندۍ پرېکړې کوي.

ښاغلي پښتین ووېل چې جرګې دا فیصله هم کړې چې وردي یا بغیر وردي تن که د کوم پښتنون نه پیسې غواړي نو ټول قام به د دغه ډول “بهته خورۍ” يعني په زور د چا نه د پیسو اخستلو، پر ضد ودرېږي.

د جرګې په پرېکړو کې په پاکستان کې د چین د پنګو په اړه کومه خبره شوې نده او نه هم سیمه ایز سیاست کې د امریکا د رول لوبولو یا نه لوبولو غوښتنه شوې ده.

د پاکستان حکومت د پي ټي اېم په غوښتنه د قامي جرګې د جوړولو نه وړاندې، په شپږم اکتوبر پي ټي اېم یو غېر قانوني تنظیم وبالو. د تېرې شورو/سهه شنبې په ورځ په خیبر کې پولیسو د جرګې میدان ته په ورغلو کې ډزې هم کړې وې.

پي ټي اېم وايي پولیسو په ډزو د تنظیم څلور کسان وژلي او نهه نور یې ژوبل کړي دي.

حکومت د یادې پېښې وروسته، پي ټي اېم ته د جرګې په کولو مجبور شوی وو. د بشري حقونو ډلو د حکومت دغه ګام غندلی وو.

پېښور ته نزدې، په خیبر کې د جرګې له امله، د تېرو څو ورځو راسې، د جرګې د ځای شاو خوا سیمو کې انټرنټ یا تړل شوی وو او یا ډېر ضعیف وو.

د انټرنټ د نشتوالي له امله، وي او ای ډيوه هم د جرګې د میدان نه نېغ په نېغه خبرونه ورکولای نه شو.

پښتون قامي جرګه: پوځ، طالب او داعش دې 60 ورځو کې د پښتنو له خاورې وځي، که نا، بندوبست به یې وکړي

د پښتون قامي جرګې پرېکړې اعلان شوې
د پښتون قامي جرګې پرېکړې اعلان شوې

د پښتنو د حقونو تحریک پي ټي اېم لخوا په خېبر کې جوړې جرګې وسله والو ډلو، پوځ، طالب او داعش ته خبرداری ورکړو، چې د پښتنو د سیمې نه دې په 60 ورځو کې وځي، او غوښتنه یې وکړه، په ډېورنډ کرښه دې د تګ راتګ لپاره د 2010م نه وړاندې حالت بېرته پر ځای شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين د پښتون قامي جرګې په درېمه شپه ناوخته د جرګې پرېکړې اعلان کړې.

منظور پښتين وويل، ، جرګې پرېکړه وکړه، "چې چونکې په دې خاوره نوره هیڅ بدامني، نور هیڅ جنګ نشته خو پاکستاني پوځ او وسله وال تنظیمونه چې په بېلا بيل نومونو د طالب نه تر داعش پورې ياديږي، دې جرګې مشترکه پرېکړه وکړه، چې دوه مياشتې وخت دی ورسره، زمونږ د خاورې نه دې وځي".

منظور پښتين وويل، "که چري په دې دوه مياشتو کې په دې خاوره امن خرابوونکي قوتونه د دې خاورې څخه ونه وتل، بيا به دا جرګه خپل بندوبست کوي، چې څنګه د دې خاورې نه او د دغې وطن نه مونږ هر هغه قوت ايستلی شو، چې په دې خاوره جنګ جوړوي".

نوموړي زياته کړه، "دې جرګې پرېکړه وکړه، چې بجلي د پښتون وطن پيدوارا دی، په قبايلي سيمو کې اعلان دا دی، چې دا به مفته وي، خو د مفتې دا معنا نه ده چې بجلي به نه وي، او د پښتونخوا په نورو سيمو کې دوی د 60 زياتې روپۍ په يو يونټ اخلي، جرګې متفقه فيصله وکړه، چې د نن ورځې نه پس به هيڅوک په يو يونټ تر پينځو روپو زيات بل نه ورکوي".

پښتين وويل، "جرګې پرېکړه وکړه، چې په ډېورنډ لاين باندې څومره هم د تګ راتګ او تجارت ګېټونه، لارې دي، د 1893 نه واخله تر 2010 پورې چې په کومو قوانينو باندې پښتنو افغانانو ته د تګ راتګ اجازت وو ، بغېر پاسپورټ ويزې، هغه به بيا بحال کيږي".

منظور پښتين وویل، "جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتنو په منځ کې د قبيلو د يو بل ترمنځ شخړې دي، يا په دې وطن باندې د فرقو په بنياد باندې کوم جنګونه دي د هغو د حل کولو دپاره جرګې خپله يوه جرګه جوړه کړه، هغه به ټولو ضلعو ته ځي خصوصي به کورمې ضلعې ته ځي، هلته او په ټولو ضلعو کې به د جنګ بندۍ پرېکړې کوي".

نوموړي زياته کړه، "جرګې فيصله وکړه، چې نن ورځ نه پس وردي او بغېر وردي، يو پښتون به هیچا ته يوه روپۍ بهته خوري، قلنګ نه ورکوي، او که چري چاته د قلنګ کال، ټيليفون کېدو، يا په زور یې اخستله، دا قام ملت به ټول د هغه سره ولاړ وي".

جرګې ته د منظور پښتين وړاندیز: د پښتونخوا نه دې پوځ او طالبان ووځي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پښتون جرګې د رسمي پرېکړو د اعلانولو نه وړاندې د خپل تنظيم لخوا لس غټې نقطې د جرګې ذمه وارانو ته د منظورولو د پاره وړاندې کړي دي.

تر اوسه – د دې رپوټ تر جوړېدو - جرګې څه فیصله نده کړې، او دا هم لا نده معلومه چې جرګه به د منظور پښتین دغه وړاندیزونه – ټول یا ځیني – ومني او که نه.

د پي ټي اېم يو غړي سليم زيب افريدي په خپله ايکس پاڼه د منظور پښتين د وينا ويډيو او د هغه دغه وړانديزونه په ليکلي بڼه خواره کړي.

د کالعدم ګرځول شوي پي ټي اېم مشر منظور پښتین په وړاندیزونو کې دا لاندې ټکي شامل دي:

۱-پاکستاني پوځ او "ګوډ اينډ بيډ" طالبان (ښه او بد طالب) دواړه دې د پښتنې خاورې نه په دوه مياشتې کې دننه دننه ووځي.

۲-دا جرګه دې پرېکړه وکړي چې مونږ په تورخم او چمن خپل تجارت د انګرېز د دور په شان وکړو او مونږ هيڅ قسمه دروازه او بندېزونه نه منو.

۳-دا جرګه دې د افغان حکومت نه خواست وکړي چې ښځو ته د تعليم کولو اجازه ورکړي.

۴- دا جرګه دې د يوې داسې غټې جرګې اعلان وکړي چې چرته هم د پښتنو قبيلو ترمنځ د زمکو شخړې دي چې هغه په روايتي طريقه هوارې کړي.

۵-دا جرګه دې پرېکړه وکړي که د نن نه وروستو کوم پښتون هم د بجلۍ د يو يونټ بيعه د پينځه روپۍ نه سېوا ورکړه هغه تن به د پښتنو غدار وي او هغه به پښتون نه حسابيږي.

۶-دا قامي جرګه دې يوه کميټي جوړه کړي چې د دوکۍ سنځاوۍ نه تر چتراله او تر کوهستانه پلټنې وکړي چې کومې شتمنۍ د قام په ګټه دي هغه دې خپلواکه کړي او چې کوم د زيان دي هغه دې بند کړي. ټول قام به ورپسې ودريږي.

۷-دا جرګه دې پرېکړه وکړي چې د نن نه وروستو به څوک هم نه پوځ، نه طالب او نه کوم بل تن ته قلنګ ورکوي.

۸-په بيلا بيلو سيمو کې خلک د انګرېز په طور طريقه جرګې کوي نو دا جرګه دې د مرکزي جرګې اعلان وکړي چې د هغې نه پرته به د پښتنو بيا بله جرګه نه وي.

۹-دا جرګه دې يو ملي لښکر جوړ کړي چې د هرې ولسوالۍ نه پکې دېرش زره تنه وي چې ټول به دوه سوه او څلور څلوېښت زره ۲۴۴۰۰۰ نفوس ولري.

۱۰-دا جرګه دې پوځ، آی اېس آی، اېم آی او د ښه او بد طالبانو ادارې ترهګرې وګرځوي او دوی دې ترهګر ومنل شي.

په کورمه کې قبيلوي جګړه په دويمه ورځ هم روانه وه، د نورې مرګ ژوبلې انديښنه 

فائل فوټو
فائل فوټو

د پښتونخوا صوبې په کورمه ضلع کې چې د ډزو په نتيجه کې کوم شپاړس تنه چې په کې ښځې او ماشومان هم دي، وژل شوي د هغې په غبرګون کې د ځايي قبيلو ترمنځ دوه اړخيزه تاوتريخوالی زيات شوی او ځايي خلک وايي د نورې مرګ ژوبلې انديښنې پيدا شوي.

د خبري ادارې اې اېف پي ترمخه د بره کورمې په کؤنج عليزۍ کې په ګاډي ډزې شوي چې پکې سواره خلک په نخښه شوي او د درېو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون پکې نزدې شپاړس تنه وژلي شوي.

يو سرکاري چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبري ادارې ته ويلي په پېښه کې کم نه کم څوارلس تنه وژل شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم دي. د چارواکي په وينا د ايف سي قواوو په جوابي ډزو کې دوه بريدګر هم وژلی شوي دي او د هغو پېژندګلو هم شوې ده.

د ځايي خلکو په وينا د پېښې وروستو حالات غمژن دي او تاوتريخوالی سېوا شوی چې له کبله يې د پېښور او پاړه چينار ترمنځ لويه لار بنده شوې ده. د طوري او بنګښ قبيلو مشرانو د حالاتو قابو کولو په خاطر ګډه جرګه ټاکلې چې په سيمه کې امن راولي.

کورمه د پښتونخوا په هغو سيمو کې ده چرته چې د شيعه او سني مسلمانانو ترمنځ مسلکي جګړې هم وخت په وخت شوي او ډېر ځاني او مالي زيانونه دواړو خواو ته اوړېدلي دي.

د صدې او پاړه چينار ښارګوټو ترمنځ د بالش خېل په سيمه کې د بجلۍ سپلاي لاين په ډزو ويشتل شوی چې په نتيجه کې يې د بره کورمې او پاړه چينار بجلي بنده شوې ده.

دا خبرد وي او اې اردو ویب سایټ نه اخېستل شوی دی

کراچۍ: د توندروۍ ضد سیند رواداري مارچ ګډون وال پوليسو ټکولي او نيولي

سیند رواداري مارچ
سیند رواداري مارچ

د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې مدني فعالو د توندروۍ ضد، سيند رواداري په نوم مارچ يا لاريون او احتجاج کړی، خو وايي پوليسو په دوی اوښکې بهيونکی ګېس ويشی، په ډنډو یې وهلي او نيولي يې دي.

فعالې او د رواداري مارچ راجوړونکې سيندو نواز ګانګرو وي او اې ډيوه ته وويل، دوی په سيند صوبه کې د انتهاپسندۍ يا توندروۍ ضد په کراچۍ کې پرامنه مارچ اعلان کړی وو، خو پوليسو د دوی غړي په ډنډو ووهل، اوښکې بهيونکی ګېس یې پرې وويشتو، او وی یې نيول.

هغې دعوه کړه د 100 نه زیات فعال یې نيول شوي دي، خو پولیس په سمدستي توګه دغه دعوې ته ځواب نه دی ویلی.

خو پوليس وايي، د 144 مادې د سرغړونې په سر کسان نیول شوي دي.

دا احتجاج په داسې وخت کې اعلان شوی چې تېره میاشت د سيند صوبې په میرپور خاص سيمه کې ډاکټر شهناز نومې تن د مذهب د سپکاوي په تور نيولو او وروسته د پوليسو په لاس د وژنې پېښه شوې وه.

سيند نواز ګانګرو وويل، دوی په سيند صوبه کې د توندورۍ پرضد دا مارچ اعلان کړی او د احتجاج په توګه یې درې غوښتنې کولې، چې د ډاکټر شانواز په وژنه کې نومول شوي کسان دې ونيول شي، د پېښې عدالتي پلټنې دې وشي او د سيمې نه د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړی اميرشاه د پارلیمان د څوکۍ څخه لرې کړل شي.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د سيند رواداري مارچ د غړو په نيولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د سيند صوبې حکومت منلې، د عمرکوټ سره تعلق لرونکی ډاکټر شهنواز کهنبر چې د مذهب د سپکاوي تور پرې لګول شوی، پوليسو په جعلي مقابله کې وژلی وو.

وروسته د وژل شوي ډاکټر د کورنۍ په مدعيت کې د تورنو پوليسو او ځينې ځايي علماو پرضد مقدمه درج کړل شوې وه.

په کراچۍ کې د سيند روادارۍ په نوم امن مارچ غړي په داسې حال کې په ډنډو وهل شوي، اوښکې بهيونکی ګېس پرې ورول شوی او نيول شوي، چې نن د تحریک لبېک په نوم مذهبي ګوند احتجاجي مارچ اعلان کړی وو.

د کراچۍ پوليس مشر [اډيشنل آی جي] جاوېد اوډهو مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، په ښار کې د 13م نه تر 17م ستمبر پورې 144 ماده لګول شوې، حساسه سیمه او تين تلوار علاقه کې په جلسو جلوسونو او لاريونونو بنديز دی، د پينځو نه زیاتو کسانو پرضد به پوليس کارروايي کوي او دغه کسان ځکه نيول شوي دي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG