لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت نړيوال پروګرام پاکستان او افغانستان کې د پوليو وايرس خطرې په ګوته کړي


په نړۍ کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو12 پېښې مخې ته راغلي 12 ماشومانو يې وهلي او دا ټولې پېښې په پاکستان او افغانستان کې معلومې شوي دي.

د صحت د نړيوال پروګرام ترمخه شپږ پېښې په پاکستان او شپږ په افغانستان کې معلومې شوي دي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې درې پېښې د خېبرپښتونخوا په بنو او يوه په اورکزو کې رپورټ شوې ده. او دوه پېښې په کراچۍ کې معلومې شوي دي.

په کال 2022م کې پاکستان کې د پوليو 22 پېښې رپورټ شوې او ټولې په خېبرپښتونخوا (شمالي وزيرستان، لکي مروت او جنوبي وزيرستان) کې رپورټ شوې وې.

د صحت د نړيوال پروګرام ترمخه "پاکستان که څه هم د خېبرپښتونخوا په جنوبي برخو کې د 160,000 نه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شوي خو بيا هم چېلنجونه موجود دي".

"سياسي بې ثباتي يا ګډوډی، په ځینو سيمو کې ناامني، د کار کوونکو سره د پوليسو د ګرځېدو ضرورت، د پوليو ويکسينو يا څاڅکو نه بايکاټ او په ځينو ځايونو کې یې په بدل کې نورې غوښتنې کيږي".

د دې ترڅنګ ویل شوي، پاکستان کې د پوليو د مخنيوي يا څاڅکو ورکولو"پروګرام کې اوس هم په په ګڼ شمېر کې ماشومان د دې نه محرومه پاتې کيږي".

د صحت نړیوال پروګرام زياته کړې، د پاکستان نه افغانستان ته په لويه کچه د خلکو ستنولو په افغانستان کې بشري چېلنجونه نور سېوا کړي دي.

ويل شوي، د ستمبر راهسې د نومبر د نيمايۍ پورې خواوشا درې لکه خلک افغانستان ته ستانه شوي او دا شمېره د 17 لکو پورې ښودل کيږي چې بیرته به ستنيږي.

ویل شوي، "په دومره لويه کچه د خلکو اوړېدل يا نقل وحرکت په پوله او دواړو ملکونو کې د پوليو وايرس خورېدو خطره سېوا کوي".

د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.

د اعلان شوې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او پاکستان وايي، د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.

درې ورځې وړاندې د پاکستان سرکاري خبري ادارې (رېډيو پاکستان) په وېب پاڼه پرون د ورکړی شوو شمېرو ترمخه، تراوسه پورې ټول څلور لکه 43,376 افغانان بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د صحت نړيوالې ادارې ویلي، په افغانستان کې د اګست د میاشتې نه وروسته د پوليو پېښه مخې ته نه ده راغلې خو دغه وايرس د پاکستان په لګېدلې پوله پرتې صوبې ننګرهار پورې رسېدلې او سږ کال په افغانستان کې د پوليو شپږ پېښې رپورټ شوي او شږ واړه په ننګرهار کې مخې ته راغلي دي.

د ادارې ترمخه "د افغانستان په ختيځو علاقو او د پاکستان د خېبرپښتونخوا په جنوبي برخو کې د پوليو وايرس معلومېدل په شا تګ په ګوته کوي، دا پروګرام ښه کمپاين عملي کوي د تېر په مقابله کې ډېرو ماشومانو ته رسايي کیږي خو بايد چې دغه معيار نور لوړ او دوامداره وساتل شي".

د صحت نړيوال پروګرام د اګست په مياشت کې ورکړی بيان بيا تکرار کړی چې "په افغانستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ته جټکه لګېدل پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ته خطره سېوا کوي ځکه چې د ابادۍ زيات تګ راتګ کيږي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG