لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د کرونا وایرس د خپرېدو مرکز جوړیدلی شي، د ډبلیو اېچ او خبرداری


صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ یوه حکمنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې د کرونا خلاف حفاظتي الات ‌ذخیره کول جرم وي
صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ یوه حکمنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې د کرونا خلاف حفاظتي الات ‌ذخیره کول جرم وي

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن یا ډبلیو اېچ او د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل امکان شته چې امریکا زر د کرونا وایرس د خپرېدو مرکز جوړ شي.

د ډبلیو اېچ او ترجمانې مارګرېټ هېرېس په جنېوا، سوېټرزلېنډ، کې یوې خبري غونډې ته وویل د امریکې په اړه د کرونا د خپرېدو اټکل په ملک کې د وایرس د زیاتېدونکو کېسونو په بنیاد کېدلی شي.

مارګرېټ هېرېس وویل "مونږ په امریکا کې (د کرونا) په کېسونو په پراخه کچه چټکتیا وینوو. نو ځکه (امریکا) ګنجایش لري."

د ډبلیو اېچ او ترجمانې زیاته کړه چې په امریکا کې لا دا وخت دغه صورتحال نه دی خو "امریکا ګنجایش لري" د کرونا د خپرېدو مرکز جوړ شي.

مېرمن هېرس وویل په امریکا کې د کرونا وبا خوره شوي ده او په شدت کې یې اضافه کیږي.

د ډبلیو اېچ او د شمیرو ترمخه دا وخت په امریکا کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر ۴۲۰۰۰ دی خو ماهرین ګڼي چې ممکنه ده دا شمېره زیاته وي.

ترجمانې وویل به تېرو ۲۴ ګنټو د کرونا ۸۵ فيصد نوي کېسونه په امریکا او یورپ کې رپورټ شوي دي او په دغو کېسونو کې ۴۰ فیصد په امریکا کې دي.

په امریکا کې د هېواد د ټولې ابادۍ دریمه برخه خلکو د ریاستونو د ګورنرانو په امر په کورونو کې د پاتې کېدو وویل شوي دي. او صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ یوه حکمنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې د کرونا خلاف حفاظتي الات ‌ذخیره کول جرم وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG