لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د خېبرپښتونخوا نه لانګ مارچ ولې کوي؟


څيړونکي وايي عمران خان د هر سياسي کمپاين پېل د خېبر پښتونخوا نه ځکه کوي چې هغه دلته د مذهب کارډ کاروي په دغه نعره او د صوبې په وسايلو کارولو زيات خلک راټولولی شي، خو په خېبرپښتونخوا صوبه کې د واکمنه تحریک انصاف ګوند غړي وايي دوی ټول انتظامات په خپلو پېسو کوي، خلک دلته د عمران خان د بيانيې ملاتړ کوي ځکه عمران خان په خپله د دلته نه د لانګ مارچ مشري کوي.

صوبايي وزیر شوکت یوسفزی د عمران خان دفاع کوي چې خپلې سیاسي هلې ځلې د خېبرپښتونخوا نه شروع کوي، او وي او ای ډیوه ته وایي دا صوبه د هغه "قلعه ده" ځکه چې عمران خان تر ټولو زیات ملاتړ په خېبرپښتونخوا کې لري.

عمران خان د بې باورۍ د تحريک د لارې د حکومت نه لرې کېدو پس لومړۍ جلسه په پېښور کړې او اوس يې چې پرون د اتوار په ورځ اسلام اباد ته د کوم لانګ مارچ اعلان کړی ويلي يې دي، په خپله به د خېبرپښتونخوا نه اسلام باد ته د لانګ مارچ مشري کوي.

څيړونکی او خبريال رفعت اورکزی وايي،دا ښکاره خبره ده چې عمران خان د لانګ مارچ پېل د پنجاب نه کولی نو د هلته صوبايي حکومت به ورته خنډان جوړول،او په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت دی نو دلته ورته خنډان نه شي جوړېدی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، دا خبره هم په پام کې ساتل دي چې دلته پي ټي ايي ګوند د نهو کالو نه زياته موده په واک کې پاتې شوه او په عامو کې مشهوره هم ده، د دې ترڅنګ د دې سيمي خلک د عمران خان د مذهبي او امريکه مخالفه کارډ کارولو له امله هم د تحريک انصاف جلسو کې زياته برخه اخلي.

"دوی چې کوم مارچونه کوي هغوي له نومونه داسې ورکوي چې لکه ازادي مارچ،يا د غلامۍ نه د ازادۍ مارچ، يا اسلامي نومونه ورته کيدي، پرون هم عمران خان ويلي چې دا سياست نه دی دا جهاد دی او حقيقي جهاد دی نو هغه د دې خلکو په نبض/نفسياتو پوهه دی".

څيړونکي وايي يو علت دا هم دی چې په پېښور کې موجود د اسټېبلشمنټ طاقتوره ملاتړ هم ورته ترلاسه دی، د دې ترڅنګ په صوبه کې يې د ګوند حکومت دی د خلکو راويستو دپاره د صوبې د حکومت وسايل په کار راوستلی شي.

خبريال عزيز بونیری وايي، وړاندې هم صوبايي حکومت د عمران خان په جلسو کې د صوبايي حکومت وسايل کارولي دي او په دې کې به هم کارول کيږي.

"دا ښکاره خبره ده چې سرکاري ګاډي او هيلي کاپټر استعماليږي، او بله خبره دا هم په ډاګه ده چې د طاقتوره قوتونو موجودګي هم پېښور کې ده نو ځکه د دې لانګ مارچ پېل د خېبر پښتو نخوا نه کوي".

په دې اړه چط عمران خان د خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت وسایل استعمالوي، شوکت یوسفزی وايي پکار نه ده چې د عمران خان پېښور ته په راتګ څوک تکلیف ولري. "خپل زمونږ چې کوم پروېنشل ليډرز دي هغۍ ورسره دي دا د هغه قلعه ده د ټولو نه غټ سپورټ چې دی هغه د پښتونخوا دی."

څيړونکي وايي عمران خان ته په اسلام اباد کي د اسټېبلشمنټ مرسته اوس هغسې نه ده ترلاسه کومه چې په وړاندينيو دهرنو او احتجاجونو کې وه، اوس ورته د پېښورنه ملاتړ ترلاسه دی.

د پاکستان پوځ وخت په وخت ويلي چې پوځ دې د سياست نه لرې وساتل شي.

تېره میاشت د پاکستان پوځ ویلي وو، په وروستيو کې په ملک کې د پاکستان وسله وال پوځ او مشرانو، روانو سياسي خبرو ته راکاږلو هڅې روانې دي، سياسي مشرتابه، صحافيان، څيړونکي او په ټولنيزو رسنيو پرې خبرې روانې دي.

دغه بيان هغه وخت مخې ته راغلی وو چې د عمران خان پرضد د بې باورۍ تحريک جمع کړی شوی وو.

خو د عمران خان د حکومت د مخالفه ګوندونو اتحاد (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ) لخوا چې به کله هم د عمران خان د حکومت پرضد لاريونونه او جلسې کېدې په ښکاره به پکې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د هغه د وخت د ايي اېس ايي مشر جنرل فېض حميد څوک چې دا وخت د پېښور کور کمانډر دی، نومونه په ښکاره اخستل کېده.

او پخواني وزيراعظم نوازشريف په خپله ويلي وو جنرل باجوه او جنرل فېض حميد هغه د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی وو. پوځ وخت په وخت دغه تورونه رد کړي دي.

د نواز شريف د حکومت ختمېدو وروسته د عمران خان ګوند (پاکستان تحریک انصاف) د کال 2018م انتخابات ګټلي او هغه وزیراعظم جوړ شوی وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG