لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ولې په هرقیمت مرکز کې اقتدار ترلاسه کولو پسې نښتې دی؟


ېړونکي وايي په هېواد کې د پوځي قيادت بدلېدو سره ګمان دی چې د هېواد سياسي ماحول هم لږ شان بدلون واخلي او دا به کتلی شي چې ايا وروسته هم عمران خان په اوسنۍ سياسي بيانيه ولاړ پاتې کېږي او که نه؟
ېړونکي وايي په هېواد کې د پوځي قيادت بدلېدو سره ګمان دی چې د هېواد سياسي ماحول هم لږ شان بدلون واخلي او دا به کتلی شي چې ايا وروسته هم عمران خان په اوسنۍ سياسي بيانيه ولاړ پاتې کېږي او که نه؟

څېړونکي وايي چې د پاکستان تحريک انصاف مشر او د هېواد پخوانی وزير اعظم عمران خان ځکه په مرکز کې دخپل حکومت جوړولو لپاره هڅې کوي چې د هغه سياست د صوبې په کچه هغه هومره وده نه شي کولی څنګه چې دنوروسياسي ګوندونو سیاستونو کړې ده۔

دوی وايي د عمران خان لخوا د اسټېبلشمنټ خلاف او په ځینو وختونو کې د هغې په حق کې خبرې کول دا څرګندوي چې نوموړی د اسټېبلشمنټ نه اوس هم دا تمه لري چې په مرکز کې به يو ځل بيا په دروند اکثريت سره دده حکومت جوړولو کې مرسته وکړي۔

په هېواد کې د پنجاب او پښتونخوا ايالاتونه او د ازاد جمو کشمېر او د ګلګت بلتستان انتظامي حکومتونه دا وخت د تحريک انصاف په لاس کې دي خو څېړونکي وايي چې که دومره ايالتي حکومتونه د نورو غټو ګوندونو په برخه رسیدلي وؤ نو هغوئ به دومره زړه بدي نه وؤ.

دوی وايي د تحريک انصاف ګوند دمشر عمران خان د مرکزي حکومت نه بغېر د زړه تنګيدو ترشا ګڼ علتونه دي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې ښوونکي ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه سره خبرو کې وایي ښکاره خبره ده چې عمران خان د پنجاب وزيراعلا نه شي جوړېدلی او نه جوړېدل غواړي "او نه بيا د هغه خانداني سياست ته يې فايده رسي څنګه چې آصف علي زرداري ته (په صوبه کې) حکومت ترلاسه شي نو هغوی ته مهم څيزونه په لاسو ورشي کوم چې د پاکستان په سياست کې ورته زياته فايده ورسوي او دغه شان دا نور خلک هم دي"

نوموړي دا هم وويل چې عمران خان ته به هله فايده رسي چې د پاکستان په مرکزي سياست اؤ طاقت کې یې برخه وي.

د پيښو پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر سيد عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي " يو اسټېبلشمنټ چې ده (عمران خان) سره ملګرې وي نو دی په دریوؤ کې دوه برخې اکثريت اخستی شي خو چونکې اسټېبلشمنټ سره يې تعلق خراب دی نو دی يو طرف ته خو په اسټېبلشمنټ بريدونه کوي دړکې ورکوي او بل طرف ته اسټېبلشمنټ ته دا هم وايي چې زه ستاسو خلاف نه يم خو ما يو ځل بيا په اقتدار کې راولئ زمونږه به دا وارې تعلق ښه يي"

نوموړي ډيوه سره په خبرو کې دا هم وويل چې د عمران خان په ذهن کې چې د جمهوريت يا د ولس کوم تصور دی هغه داسې تصور نه دی کوم چې ولس په ذهنونو کې د پارلېمان له اړخه د حکومت کولو تصور دی۔

پخواني او غټ سياسي ګوندونه د عمران خان وروستنۍ سياسي بيانيه په هېواد کې جمهوريت لپاره په زیان بولي۔

په دې حقله د ډاکټر خورشيد خان وېنا وه " نو اوس ډير خلک دا ويره څرګندوي چې که مونږ د ادارو د تسلط نه خلاص شو خو په مونږ به د عمران خان تسلط يا منافلي راشي ځکه چې هغه به دومره طاقت واخلي څنګه چې په ترکي کې خلک اردوان يادوي"

هغه وايي له دې امله دغه سياسي خلک دا سوچ کوي چې د عمران خان په دې کوششونو کې فاشسټ رجحان دی "مطلب دا دی چې عمران خان به راځي او پارټي به يې هم د ده په لاسو کې وي"

څېړونکي وايي په هېواد کې د پوځي قيادت بدلېدو سره ګمان دی چې د هېواد سياسي ماحول هم لږ شان بدلون واخلي او دا به کتلی شي چې ايا وروسته هم عمران خان په اوسنۍ سياسي بيانيه ولاړ پاتې کېږي او که نه؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG