لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا امریکا به هغه حقانیان هم په هدف کړي چې نومونه یې د مطلوبو ترهګرو په فهرست کې دي؟


د افغانستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل ترمخه د اېمن الظواري د وژل کېدو وروسته د حقاني ډلې یو شمېر مشران په جنوب مغربي افغانستان کې پټ شوي دي
د افغانستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل ترمخه د اېمن الظواري د وژل کېدو وروسته د حقاني ډلې یو شمېر مشران په جنوب مغربي افغانستان کې پټ شوي دي

د وي او ای په یو رپورټ کې وېل شوي چې د طالبانو د حکومت داخله وزیر سراج الدین حقاني دې الزاماتو ته څه ځواب نه دی وېلی چې د القاعده مشر اېمن الظواهري په کابل کې د هغه په تحفظ کې اوسېدو او دا هفته د امریکايي ډرون حمله کې د الظواهري د وژل کېدو نه پس حقاني د ګڼې ګوڼې په ځای کې نه دی لیدل شوی. امریکې سراج الدین حقاني د مطلوبو ترهګرو په فهرست کې شامل کړی او د هغه په سر یې د 10 مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی.

د رپورټ ترمخه د طالبانو د کابېنې 42 کلن وزیر سراج الدین د کورنۍ ځینې نور کسان چې د حقاني ډلې غړي دي د ترهګرو په فهرست کې دي. د هغه یو تره خلیل حقاني چې د طالبانو په کابینه کې هم شامل دی، نوم یې په امریکايي فهرست کې شامل دی. د خلیل حقاني او د سراج الدین حقاني کشر ورور عزیز حقاني په نیولو کې د مرستې په لړ کې امریکې د پېنځه پېنځه مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی.

د سراج الدین حقاني یو مرستیال یحیا حقاني امریکې په 2014 کې نړیوال ترهګر ټاکلی دی خو په سر یې څه انعام نه دی اعلان شوی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه حقانیان په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د یو شمېر حملو په تنظیمولو او سر ته رسولو کې مطلوب دي.

په سراج الدین حقاني الزام دی چې د کال 2008 د جنورۍ په 14 نېټه د کابل په سرینا هوټل د حملې سازش یې تیار کړی و. په دغه حمله کې د یو امریکايي په شمول شپږ کسان وژل شوي دي. هم د دغه کال د مارچ په میاشت کې د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ سراج الدین حقاني "سپېشلي ډېزېګنېټېډ ګلوبل ټېررېسټ" یا په خصوصي ټاکل شوی نړیوال ترهګر وبللو.

د کال 2008 د فېبرورۍ په میاشت کې خلیل حقاني هم د سراج الدین حقاني په شان وټاکل شو. په نورو فعالیتونو کې د ککړتیا ترڅنګ په خلیل حقاني دا الزام هم دی چې القاعده ته یې د وسله والو، وسلو او مالي وسایلو انتظام کولو.

په کابل د طالبانو نه د واکمنېدو نه مخکې حقانیان پټ و او د سراج او خلیل تصویران هم چا نه وو لیدلي. د وي او ای رپورټ وايي اوس دواړه د کېمرو مخې ته ښکاره کېږي او ځانونه د کابل ازدونکي ګڼي.

د افغانستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل ترمخه د اېمن الظواري د وژل کېدو وروسته د حقاني ډلې یو شمېر مشران په جنوب مغربي افغانستان کې پټ شوي دي.

نبیل وي او ای ته ویلي د اګست د میاشت په لومړۍ نېټه د طالبانو داخله وزارت په ټوېټر ځینې وډیو شریکې کړي چې ښښي د پکتیا ولایت په کليوالو علاقو کې خلک د سراج الدین حقاني هرکلی کوي. نبیل وویل په الظواهري د حملې وروسته سراج الدین حقاني او د هغه خپلوان په داخله وزارت کې نه لیدل کېږي. طالبانو ویلي په کابل کې د الظواهري د موجودګۍ په اړه یې څه معلومات نه لرل.

امریکايي مامورین د طالبانو دغه دریځ نه مني.

د خبریالانو دې پوښتنې ته چې ایا طالبان خبر وو چې الظواهري په کابل کې دی، د وایټ هاوس ترجمان جان کربي وویل د حقاني ډلې مشرانو ته معلومه وه.

کربي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل که د اعتماد وړ معلومات ترلاسه شي چې په افغانستان یا بل ځای کې ترهګر فعالیت کوي نو د امریکانو او د خپل د تحفظ دپاره به صدر د ګام اخیستل کېدو امر کوي.

وي او ای د وایټ هاوس او د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قامي سلامتیا شورا نه پوښتنه وکړه چې ایا حقانیان د ترهګرۍ ضد د عملیاتو په هدفونو کې شامل دي نو وایت هاوس وویل جان کربي چې کومې خبرې کړي د دې نه اضافه نور څه نشي وېلی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه نبیل چې د امریکايي استخباراتي ادارو سره نژدې همکاري کړې ده، وویل حقانیان د امریکايي هدفونو په فهرست کې شاملېدلی شي.

نبیل وویل طالبانو او د نورو ډلو سره د حقانیانو ژورو تعلقاتو ته په کتنه دا ممکنه ده چې امریکا به حقانیان هم په هدف کړي او سراج الدین حقاني به څه استثنا و نه لري.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم په تېر یو کال کې امریکې طالبان نه دي په هدف کړي خو په 2016 کې امریکايي ډرون د طالبانو مشر ملا اختر منصور د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وویشتلو.

د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د امنیت او جهاد په اړه څېړنه کونکی رېکارډو وېل وي او ای ته وايي فکر نه کوي چې په لنډ وخت کې به امریکا د طالبانو مشران په نخښه کړي.

امریکايي مامورین وايي په کابل کې الظواهري مېلمه کولو دلارې طالبانو امریکې سره د دې معاهدې خلاف ورزي کړې چې د افغانستان په خاوره به وسله والو ته پناه نه ورکوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG