لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جلال اباد کې د طالبانو او داعش وسله والو جګړه شوې ده


د وي او ای اشنا څانګې د عیني شاهدینو له قوله ویلي د جلال اباد په لومړۍ حوزه کې د دواړو وسله والو ډلو ترمنځ نښتې د ګل، دوشنبې، په شپه شروع شوې او د نهې، سه شنبې، تر سحر پورې یې دوام درلود
د وي او ای اشنا څانګې د عیني شاهدینو له قوله ویلي د جلال اباد په لومړۍ حوزه کې د دواړو وسله والو ډلو ترمنځ نښتې د ګل، دوشنبې، په شپه شروع شوې او د نهې، سه شنبې، تر سحر پورې یې دوام درلود

د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکزي ښار جلال اباد کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ سخته جګړه شوي ده.

د وي او ای اشنا څانګې د عیني شاهدینو له قوله ویلي د جلال اباد په لومړۍ حوزه کې د دواړو وسله والو ډلو ترمنځ نښتې د ګل، دوشنبې، په شپه شروع شوې او د نهې، سه شنبې، تر سحر پورې یې دوام درلود.

عېني شاهدینو وویل په جګړه کې دواړو خواو درنه وسله استعمال کړه.

په ننګرهار کې د امنیت مسول د طالبانو چارواکي مولوي ظاهر مبارز خبریالانو ته وویل طالبانو په جلال اباد کې د قاري عطاالرحمان نومې په کور عملیات کول چې هلته د وسله والو سره جګړه شروع شوه.

په نښتو کې د دریو کسانو د وژل کېدو رپورټه مخې ته راغلي دي.

مبارز وویل قاري عطا الرحمان او دوه طالب وسله وال زخمیان شوي دي.

بلخوا په کابل کې د سړک په غاړه د بم چاودېدو له امله لږ تر لږه پېنځه کسان زخمیان شوي دي چې پکې د طالبانو د امنیت مسولین هم شامل دي.

په کابل طالبانو د واکمنېدو نه پس داعش په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو حملو ذمه واري منلې ده او څېړونکي وايي د داعش مخه نیول طالبانو دپاره لوی مشکل دی.

ای اېف پي ويلي په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس داعش په ننګرهار، کندز، کندهار او کابل کې فعالا پاتې شوی. تېره میاشت داعش په کندهار کې د شیعه مسلمانو په یو جومات د حملې ذمه واري واخیستله. د کندهار په حمله کې د ای اېف پي ترمخه لږ تر لږه 60 کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG