لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ښځو د حقونو فعالان وایي د جمهوریت د پیاوړتیا لپاره ښځو ته مساوي فرصتونه ورکول ضروري دي


د ښځو د حقونو فعالان وایي پاکستان کې د یو پیاوړی جمهوریت دپاره مهمه ده چې د پارلېمان سره سره د ملک په سیاسي ادارو کې هم ښځو ته مساوي موقعي او برخه ورکړل شي.

د پاکستان تقریباً نيمايي ابادي په ښځو مشتمله ده خو ښځینه سياست مدارې او فعالاني وایي د هېواد په جمهوري او سیاسي نظام کې ښځو ته د هغوي د حق برابر برخه نه ورکول کېږي.

په پاکستان کې په وروستيو عمومي انتخاباتو کې نزدې شپږ کروړه ښځې د ووټرانو په توګه رجسټرډ وي چې خپل د ووټ ورکولو حق يي کارولي شو، سياسي ګوندونو ددغو رایو ترلاسه کولو دپاره ټول تر پینځوؤ زرو زیات اميدواران ودرولي وؤ خو ښځینه امیدوارانې پکې بیا یوازې دريوؤ سوو ته نزدې وې۔

څيړونکي وایي پاکستان کې ښځو ته داسې موقعې نه دي برابر کړل شوې چې هغوي په خلاص مټ په جهموري عمل کې برخه واخلي.

د پېښور پوهنتون د سياسیاستو د مطالعې د څانګې مشره شاهده امان وي او ای ډیوه ته وایي حکومت ته په ښځو کې د هغوي د سیاسي حقونو په اړه پوهاوی پېدا کول پکار دي.

"حکومت ته پکار ده چې ښځو کې پوهاوی پيدا کړی چې د هغوي سياسي حقونه څومره ضروري دي، د پوهاوي نه علاوه تعليم هم بنيادي حق دی هغه هم له پامه غورځول کیږي ،ټولو ته معلومه ده چې په د ښځو اؤ سړو تعلیمي کچې ته وګورو نو د ښځو کچه ډیره ټیټه ده ".

خېبر پښتونخوا کې سياسي فعالاني وايي که چيرته سياسي ګوندونه زیاتو ښځو ته په عمومي څوکیو ټکټونه ورکړي نو بيا امکان لري چې ښځې په لويه شميره کې خپلې راي ورکولو دپاره د انتخاباتو په ورځ له کورونو را ووځي۔

د پاکستان د انتخاباتو د قانون يا پولیټکل پارټي ايکټ ترمخه په ځانګړو څوکیو د حتمي لسټونو ورکولو غوڅ واک د پارټۍ مشر سره وي او د قانون ترمخه د ګوند د چئيرمين دغه اختيار چرته هم نه شي چيلنج کيدای۔

په سياسي چارو نظر لرونکي پوهان وایي په عمومي توګه ليدل کيږي چې هغه ښځې بيا بيا پارليمان ته راځي چې د ګوند مشرانو ته نزدي ، په مالي توګه مضبوطي او يا د با اثره کورنیو سره تعلق لري۔

پښتني سياست مداري وایي د ښځو د ستونزو نه زنانه په ښه ډول خبر دي او هم دوي کولی شي چې د دغه ټولني دپاره اړینه قانون سازي وکړي۔

د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ ښځینه غړې صوبیه شاهد د ښځو په اړه غوره قانون سازي یا د هغوي د ستونزو د هواري تابیا ښځې په ښه توګه کولی شي.

ډیوه سره خبرو کې هغې وویل"زه خو دا وايم چې پارلمينټ کې د ښځو ډير اهميت ځکه دی چې پاکستان کې 52 فيصدي ابادي د ښځو ده نو چيرته چې د ښځو مسايل دي يا د ښځو قانون سازي ده نو هغه هم ښځې په ښه توګه محسوسولی او هم يې کولي شي سړو ته د هغي احساس نه وي"

د نړۍ د زياتره هېوادونو پارلېمان کې د ښځو برخه عموماً 22 فيصدي وي خو څېړونکي وایي پاکستان کې دا شمېره يوازي دوه فيصدي پوري ده۔

د څېړونکو په اند جهوري عمل کې د ښځو د برخې باوري کولو دپاره مهمه ده چې زنانه په معاشي او سماجي توګه مضبوطي وي اؤ ددې لپاره به حکومتونو له داسي پاليسۍ جوړول وي چې ښځو ته د کار روزګار زمينه برابر شي۔

د پېښور پوهنتون د سياسیاستو د مطالعې د څانکي مشره شاهده امان ډیوه ته وایي، پاکستان کې ښځو سره زیاتره مالیاتي سرچینې نه وي نو له دې امله هغوي زیاته خپلواکي یا ازادي هم نه لري.

"زمونږ د ښځو سره اکانامک ذریعې نشته نو نتيجتاً هغوي انډپنډنس نلري چې نه شي کولی اليکشن کې په خپله ودريږي يا ووټ ورکړي".

پاکستان کې د اليکشن د قانون ترمخه په هر سياسي پارټۍ لازمه ده چې د ټولو اميدوارانو پنځه فيصدي ټکتونه ښځو ته ورکړي خو څيړونکي وايي سياسي ګوندونو په هغه حلقو ښځو ته د عمومي څوکیو ټکټونه ورکړي چرته چې يې د ګټي امکان سيوا نه ؤ.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG