لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسیلاب ځپلو عارضي کیمپونو کې میرمنې دخپلو مخصوصو بیماریو په وخت مشکلاتو سره مخ کیږي


عایشه وايي چې د ښځو دمخصوصو بيماریو په وخت پکار راتلونکی کوم سامان يې ځان سره راوړی ؤ هغه ختم شوی، خو اوس په کېمپ کې موجود د يو غېر دولتي تنظيم لخوا دغه څيزونه ويړيا ورکړل کيږي
عایشه وايي چې د ښځو دمخصوصو بيماریو په وخت پکار راتلونکی کوم سامان يې ځان سره راوړی ؤ هغه ختم شوی، خو اوس په کېمپ کې موجود د يو غېر دولتي تنظيم لخوا دغه څيزونه ويړيا ورکړل کيږي

عایشه بي بي چې پخپله هم د سېلابونو له امله بې کوره شوې او د چارسدې دسیلاب ځپلو په يو عارضي کېمپ کې دا مهال په خیمه کې ژوند کوي، دلته خيمه په خيمه ګرځي او ښځو ته د حیض يا ماهوارۍ په اړه معلومات ورکوي.

عایشه بي بي وايي په يو روغتون کې يې څه وخت د پاره دماشومانو د زیږون په وارډ کې کار کړی دی، کله چې سېلاب راغلی او کور يې پريښودو نو د نور قيمتي سامان په ځائ یې هغه سامان دځان سره راواخستو چې د ښځو د ماهوارۍ په وخت کې په کار راځي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "ما ځان سره پېډونه راواخستل ، زه پوهېدم چې ښځو ته به دا مسله راځي او کوم انتظام به نه لري، يو ورځ په کېمپ کې واش روم ته لاړم يوه ښځه مې ډيره تکليف کې وليده، بيا مې ورته د ضرورت څيزونه راوړل، اوس هم ډيرې داسې ښځې دې چي د بيمارۍ په وخت د کور غړو ته حال نه وايي او په ځان تکليف تيروي "

عایشه بي بي وايي په کېمپونو کې ګڼ شمېر ښځې داسې دې چې د ماهوارۍ یا حیض په حالت کې دي.

"ډيرې ښځې د بيمارۍ په حالت کې دي، اکثر ښځې خپلې لوپټې وشلوي او استمالوي يې، ځنې ښځې کپړې هم نه لري او بيا خيمه کې دننه ناستې وي بهر نه وځي"

روبينه بي بي هم سيلاب کې بې کوره شوې او خيمه کې اوسيږي، وايي ځان سره یې د خپل مخصوصه بيماريو د پاره څه نه وؤ راخستې، چې بيماري پري راله نو د ډير تکليف سره مخ وه.

"هيڅ راسره نه وؤ چې بيماري مې راغله درد راباندې راغلی او ډير تکليف سره مخ وم"

عایشه وايي چې د ښځو دمخصوصو بيماریو په وخت پکار راتلونکی کوم سامان يې ځان سره راوړی ؤ هغه ختم شوی، خو اوس په کېمپ کې موجود د يو غېر دولتي تنظيم لخوا دغه څيزونه ويړيا ورکړل کيږي.

هغه وایي د غېر دولتي تنظيم ايس ار ايس پي خپل کارکوونکي هم ګرځي ، ښځو ته پوهاوی ورکوي او د ماهوارۍ د ضرورت څيزونه ورته ورکوي، او چې چا ته ضرورت وي عایشه هم دغه سامان هغوي ته رسوي۔

د ايس ار ايس پي يوه کارکوونکې فرحت ناز وايي که ښځې چرته د حيض د بيمارۍ په وخت د صفایۍ خيال ونه ساتي نو د ډيرو نورو بيمارو سوب ګرځېدی شي۔

"دې نه انفېکشن جوړيږي چې د صفایۍ خيال ونه ساتل شي، دلته هرې ښځې ته د سېنټري پېډ ضرورت دی، ځکه چې دوي سره هيڅ نه دې موجود"

حکومتي شمېرې ښايې په پاکستان کې د سېلابونو له امله نزدې ۳۳ ميليونه خلک اغېزمن شوي دي.

دې کې نزدې پينځه ميلينه په عارضي کېمپونو کې اوسيږي، په کېمپونو کې د اوسيدونکو کې زيات شمېر د ښځو او ماشومانو هم دی.

دې کېمپونو ته د حکومتي چارواکو او خیراتي ادارو لخوا دخوراکي توکو امداد ډير راځي خو په دې کې د ښځو دمخصوصو ناروغیو د پاره کوم څيزونه نه وي موجود او د ښځو د حقونو د پاره کارکوونکي وايي چې دضرورت دنورو څيزونو ترڅنګ پکار ده چې د ښځو د بيماريو سامان هم په امدادي څيزونو کې شامل کړی شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG