لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قیدي ښځې - ماشومان هم د میندو سره په قید کې وي


د پاکستان په جېلونو یا بندي خانو کې قیدي ښځې د قانون نه د ناخبرۍ او د بې وسۍ له امله کله کله د خپل ټاکل شوي وخت نه زیاته موده د تورو تمبو شاته تېروي. په دغو کې ځني داسی ښځې قېدیانی هم شته چې په جېل کې د بې گناه ماشوم سره کلونه او یا میاشتی تېروي.

د پېښور په جیل کې سړو سره بندي یوه مور د ۱۲ کلنې لور سره د تېرو څو کالو راهسی بندي ده.

د هغی وکیله وايي چې د یادی قيدي ښځې لور د لومړي خاوند نه ده او نه غواړي چې خپله ۱۲ کلنه لور دویم خاوند ته پریږدي، وکیله وايي هغه مجبوره ده چې لور ځان سره په جیل کې وساتي. د ماشومی پلار مړ شوی دی.

دا ښځه او د دې په شان نوری قیدي ښځی د یو شمیرنفسیاتي مسلو لکه ډپریشن، اعصابي دباو سره سره قانوني مشکلاتو سره هم مخ دي.

ښځې کورټ ته راشي خو وکیل نه پېژني

په خیبر پښتونخوا کې د بندي زنانو د قانوني مرستو لپاره جوړی یوي غیر دولتي ادارې سره کار کونکې یوه میرمن امنه رفیق ډیوه ریډیو ته واېي د بندي ښځو قانوني مرستې کول د ریاست ذمه واري وي خو د بده مرغه په پاکستان کې ریاست د جیل بهر خپله ذمه واري لا تر اوسه نه ده ترسره کړی. ډیری قیدي ښځې داسی دي چې غریبی وي او یا جېل ته راتلو وروستو ورسره کورنۍ تعلق ختم کړی وي نو داسی ښځو قیدیانو لپاره د قانوني امداد هېڅ انتظام نه وي.

د هغي لپاره کوم وکیل نه وي چې د هغي کیس وکړي. اکثره ښځی ډیر وړو جرمونو له وجې جېل ته راغلی وي خو بیا ډېر وخت په جېلونو کې صرف له دې امله بندي وي چې وکیل نه شي کوی. او په حکومتي کچه باندی هم دوي لپاره کوم وکیل یا قانوني امداد نشته.

مېرمن امنهواېي ځنې غیر دولتي اداری یا این جي اوز او د بشري حقونو کمیشن د خپلې خوا نه کوششونه کوي چې د دغو ښځو قانوني مرستې اوکړي. د جیل نه د راوتو لپاره ورته لار اسانه کړي او که د چا ضمانت کیږي چې هغه اوکړي خو دا ادارې یواځې دا کار نه شي کولی.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه دا وختې په ګرد پاکستان کې ۲۰۰۰ ښځې او ماشومان په جیلونو کې قید دي چرته چې دوي تهبنیادي اسانتیاوې هم نه وي ترلاسه. او د میندو د وړو وړو جرمونو سزا ګانې ورسره ماشومان هم تیروي.

د ټول پاکستان په شمول په صوبه خیبر پښتونخوا کې هم په جیلونو کې بندیان د بنیادي انساني حقونو د کمۍ او په جیلونو کې یو شمیر نفسیاتي مسلو سره سره قانوني مشکلات هم لري.

د خیبر پښتنونخوا د جیلونو د محکمې لخوا ډیوه ریډیو ته ورکړی شوو معلوماتو تر مخه په ګرده صوبه کې دا وختې ۱۸۸ ښځې په لویو او وړو جرمونو کې په بندي خانو کې قید دي. او په دغو کې یواځې ۶۳ زنانو ته په بیلا بیلو جرمونو کې سزا ګانې ورکړی شوي. په سزا شوو زنانو بندیانو کې لویه شمیره بیا د مردان په جیل کې ده او دا وختې دغلته بندي ۶۲ زنانو کې ۲۱ داسې دي چې ورته سزا اورول شوی ده.

ښځې په کومو جرمونو کې نیول شوي دي؟

په خیبر پښتونخوا کې د بندي زنانو د قانوني مرستو لپاره جوړی غیر دولتي ادارې سره کار کونکې میرمن امنه ډیوه ریډیو ته واېي په جیلونو کې زیات تره زنانه په وړو وړو جرمونو کې نیول شوي. د میرمن امنه تر مخه د قیدي زنانو لوي شمیر د منشیاتو یا نشۍ توکو د قاچاق یا سمګلنګ په جرم کې نیول شوي. او ځنې نوری بیا په ذاتي دشمنو، د خوښې ودونو ، اغوا برای تاوان یا برامته کولو او نورو لویو جرمونو کې نیول شوي.

په خیبر پښتونخوا کې دا وختې په جیلونو کې بندي 151 داسې زنانه قیدیانې دي چې په وړو وړو جرمونو کې نیول شوي خو د قانوني مرستو نه لرلو له وجې نه راوتې شي او نه ورته سزا ګانې ورکړی شوي. د پېښور په سنټرل جیل کې بیا د دغه شان زنانو شمیره د 29 او د مردان په سنټرل جیل کې 39 ده چې بغیرد سزا ورکولو په جیلونو کې دي او د قانوني او مالي مشکلاتو له وجې دوي خپلې قضېی یا کیسونه نه شي کولې او نه ېې د ضمانت یا خلاصي لپارڅوک څه کوششونه کوي .

د غیر دولتي ادارس لاس سره کار کونکې میرمن امنه واېي په پاکستان کې د منشیاتو یا نشۍ توکو په قاچاق کې د عدالت لخوا د 3 کالو نه تر 7و کالو کم نه کم سزا کیدی شي او د دغې جرم لویه سزا بیا عمر قید ده. کله کله عدالت په دغه جرم کې جرمانه هم لگوي خو زیاتې ښځې بیا داسې وي چې د جرمانې ورکولو توان یا وس نه لري او په جیلونو کې بندي وي. میرمن امنه په جیلونو کې د بندي ښځو په اړه واېي چې ځنې پکې داسې هم وي چې د کورني مشکلاتو له وجې داسې جرمونو ته لاس واچوي او بیا ورسره بچي هم په جیلونو کې پراته وي.

رارونه اونې به تاسو د ډیوه ریډیو نه واورۍ چې په جیلونو کې بندي ښځې او د هغوي ماشومان د کوم قسمه نفسیاتي مسلو سره مخ وي؟ او ایا په جیلونو کې دوي ته څه قسمه نفسیاتي مرستې ترلاسه وي او که نه؟

د وي او اې ډیوه قېدیانو په اړه د رپورټونو دوېم ټوک

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG