لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متنظمین: په اسلام اباد کې مېرمنو د نړیوالې ورځ لاریون اجازت حکومت لا نه دی راکړی


په کال ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې د عورت مارچ په لاريونو د تندروه خلکو د تشدد پېښې هم مخې ته راغلي او سږ کال هم د جمعيت علما اسلام (ف) اسلام اباد مشر عبدالمجيد هزاروي په ډي چوک کې يوې غونډې ته د وېنا په وخت ويلي چې که چېرې دا مارچ کيږي نو دوی به يې په زور مخه نيسي
په کال ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې د عورت مارچ په لاريونو د تندروه خلکو د تشدد پېښې هم مخې ته راغلي او سږ کال هم د جمعيت علما اسلام (ف) اسلام اباد مشر عبدالمجيد هزاروي په ډي چوک کې يوې غونډې ته د وېنا په وخت ويلي چې که چېرې دا مارچ کيږي نو دوی به يې په زور مخه نيسي

د مارچ اتمه نېټه په ټوله نړۍ کې د ښځو د عالمي ورځې په توګه نمانځلی کيږي او د دې ورځ په مناسبت پاکستان کې هم هر کال د عورت مارچ د عنوان دلاندې لاريونونه او مظاهرې کېږي چې شرکت کونکي پکې د ښځو د خپلواکۍ، د حقوقونو او د تحفظ دپاره غږونه پورته کوي.

په اسلام اباد کې هم په دې لړ کې دستورې کېږي خو سږ کال د عورت مارچ د اسلام اباد منتظمينو وېنا ده چې تر اوسه ورته حکومت د لاريون اېن او سي يا اجازت نامه نه ده وکړې.

په اسلام اباد کې د عورت مارچ منتظمین وايي که څه هم یې د حکومت نه اجازت لا نه دی ترلاسه کړی خو پرامنه لاريون او مظاهره به کوي.

د انساني حقونو وزیرې شیرین مزاري د عورت مارچ دفاع کړې او ویلي دي چې د مېرمنو د نړیوالې ورځ په مناسبت هر څوک لاریون کولی شي.

مېرمن مزاري د پاکستان سما تلویزیون سره د خپلې مرکې ځینې خبرې په ټویټر شریکې کړې او هغې پکې ویلي هېڅ څوک هم د جمهوري لاریو نه نشي منع کېدلی.

د ښځو د حقونو فعاله او د عورت مارچ اسلام اباد یوه منتظمه فرزانه باري د مظاهرې او د اجازت نامې پحقله څه وايي "مونږ ته باقاعده د چارواکو له خوا ليکلی راکړی شو چې هغوي به مونږ ته نه اېن او سي يا اجازت راکوي او نه يې هغوي څه ذمه داري اخلي."

فرزانه باري وویل د عورت مارچ راجوړونکيو په عدالت کې هم يو خواست جمع کړی دی. "مونږ به مارچ کوو او دا د رياست ذمه واري ده چې مونږ له تحفظ راکړي."

په کال ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې د عورت مارچ په لاريونو د تندروه خلکو د تشدد پېښې هم مخې ته راغلي وې او سږ کال هم د جمعيت علما اسلام (ف) اسلام اباد مشر عبدالمجيد هزاروي په ډي چوک کې يوې غونډې ته د وېنا په وخت ويلي چې که چېرې دا مارچ کيږي نو دوی به يې په زور مخه نيسي.

څه موده وړاندې د پاکستان تحريک انصاف يو مرکزي وزير نورالحق قادري هم وزيراعظم عمران خان ته د عورت مارچ پر ضد يو خط کې ويلي وو چې په عورت مارچ کې د اسلام پر ضد شعارونو او بېنرو باندې دې بندېز ولګولی شي.

د عورت مارچ يوه بله منتظمه صبا ګل خټک د عورت مارچ په ضد د خبرو په هلکه وي او ای ډيوه ته ې ووېل "ماته ښکاري چې دوي د ازادۍ په دې تورې سم نه پوهيږي ، دوي يې په ورانه واړوي."

صبا ګل خټک وویل " هسې خو چې مونږ د ملک د ازادۍ خبره کووو نو هر څوک پکې جنډا ودروي خو چې د ښځو د ازادۍ خبره کوو نو هر څوک ورته بدرد وايي."

د عورت مارچ څه منتظمينو د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډيوه سره خبرو کې د ووېل چې هغوي ته د عورت مارچ په سر دهړکې ورکړی شوي دي.

وي او ای ډيوه په دې حقله د اسلام اباد ضلعي انتظاميې او پوليسو سره د خبرو هڅه وکړه خو ځواب یې ترلاسه نه شو.

د تېر کال په شان دا ځل هم د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د عورت مارچ د پاره تيارۍ شوي دي.

د دې مارچ د راجوړونکيو تر مخه دا ځل د عورت مارچ موخه د ښځو انصاف ته لاس رسي، د تعليم عام کول او د ښځو پر ضد د تشدد د پېښو مخ نيوی دی.


  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG