د 1991 راهسې په بنګله دېش د دوو ښځینه وزیراعظمانو شیخ حسینه او خالده ضیا حکومتونه کړي دې خو د هېواد په سیاسيت کې د ښځو نمایندګي اوس هم د نیشت برابر ده.
د بنګله دېش په سیاسي مېدان کې د ښځو د کم شرکت اندازه د دې نه هم کېدلی شي چې د جنورۍ په اوومه نېټه د هېواد په عامو انتخاباتو کې، د الېکشن کمېشن ترمخه، د 1891 امېدوارانو څخه 92 ښځینه امیدوارانې دي چې د پارلېمنټ د 300 چوکو دپاره مقابلې ته راوتي دي. په انتخاباتو کې د ښځینه امېدوارانو دا سرح 4.86 فیصد ده.
د کال 2018 په انتخاباتو کې د ښځینه اميدوارانو شرح 3.67 فیصد وه.
ښځینه سیاسي فعالانې او سیاسي څېړونکي ګڼي چې د بنګله دېش په سیاست کې د ښځو د کمي لوی اسباب د ښځو د تعلیم ټیټه شرح، کم مسیاسي طاقت، کم مالي وسایل، سماجي او مذهبي تعصب او نرواکه معاشره ده چې په سیاست کې د ښځو د زیاتې ونډې لاره نېسي.
د بنګله دېش په سیاست کې زیاتره هغه ښځې مخکې دي چې کورنۍ یې د سیاست سره اوږد تړون لري او هم د دې له امله پېژندې څېرې بیا بیا په انتخاباتو کې شرکت کوي.
په اینده انتخاباتو کې عوامي لیګ پارټۍ 20 ښځینه امیدوارانو ودرولي دي چې 17 په کې د موجوده پارلېمنټ غړي وې، باقې درې ښځینه امېدوارانې د تېرو پارلېمنټونو غړي وې.
د بنګله دېش الېکشن کمېشن سیاسي ګوندونو ته هدایات جاري کړي چې د امیدوارانو دریمه برخه دې ښځینه امیدوارانې وي خو د عوامي لیګ، بنګله دېش نېشنلسټ پارټي او د جتیا پارټۍ په شان لویو ګوندونو د کمېشن دغه شرط نه دی پوره کړی.
"د دې مطلب دا دی چې سیاسي پارټۍ د ښځو دپاره دوستانه ماحول نه لري او په سیاست کې ښځې نه غواړي،" د جهانګیرنګر یونېورسټۍ د حکومت او د سیاسیاتو د څانګې استاذ شمس العالم وي او ای ته وویل.
د بنګله دېش ایین تقاضا کوي چې ښځو دپاره دې په پارلېمنټکې چوکۍ مخصوص کړی شي. د دې برمخه پکار ده چې په قانون ساز ادارو کې ښځې 50 فیصد چوکۍ ولري.
Forum