فعالان وايي بلوچستان کې د غېرت په نامه د ښځو وژنې او د کورني تاو تریخوالي پېښې زیاتې شوي
د ښځو د حقونو او مدني فعالان وايي بلوچستان صوبه کې د غېرت په نامه د ښځو د وژنو او کورني تشدد پېښې زیاتې شوي او په مطبوعاتو یې غږ کړی چې په دغې اړه د پوهاوي راوستو لپاره دې خپل رول ولوبوي. په دې اړه نور حال حمید سمسور وړاندې کوي.