لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بینک: پاکستان د کاروبار اسانتیاو ورکوونکو ملکونو کې ۱۰۸تم نمبر ته راغلی


نړیوال بینک وايي پاکستان په یو کال کې دننه د سوداګرۍ او کاروبارونو لپاره ښه حالات پيدا کولو کې د نړۍ د ۲۸ ملکونو نه وړاندې تلی.

د نړیوال بینک د سوداګرۍ د اسانتیاو په فهرست کې پاکستان د ۱۳۶ تم نمبر نه ۱۰۸تم نمبر ته راغلی او دغه هیواد یې د کاروبار لپاره ښه ماحول ورکوونکو د نړۍ ۱۰ ملکونو کې شمیرلی.

د زیارت په ورځ د کال ۲۰۲۰ په رپورټ کې نړیوال بینک ویلي د سوداګرۍ لپاره مجوزه اصلاحاتو عملي کولو له کبله پاکستان کې د کاروبار کولو لپاره حالات ښه شوي کوم چې به دغه هیواد ته د سرمایه کارانو په ورتلو کې مرسته وکړي.

د نړیوال بینک د رپورټ وروستو د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ټوېټر باندې ویلي د دوي د منشور یو بله وعده سرته رسېدلې. دا ځل کاروبار کې د اسانتیایو په سر پاکستان د نړیوال بینک د کاروبارونو د فهرست په تاریخ کې پاکستان ترټولو زیات ګټه ترلاسه کړې. نوموړي ویلي په تېره یو لسیزه کې د نړیوال بینک په فهرست کې د پاکستان نوم د ۵۰ ملکونو نه ښکته تلی وو خو دا چې اوس د پاکستان نوم د ۲۸ ملکونو نه پورته شوی.

د کاروبارونو لپاره په خپلو ملکونو کې اصلاحات کوونکو لس ملکونو کې هندوستان، چین، سعودي عرب، کویت، بحرین، اردن، نایجیریا، تاجکستان او ټوګو هم شامل دي. هندوستان د نړیوال بینک په دغه انډیکس کې په ۶۳تم نمبر او په سویلي ایشیا کې په اول نمبر راغلی.

د سویلي ایشیا په نورو ملکونو کې بنګله دېش په ۱۶۸تم او افغانستان په ۱۷۳ نمبر راغلی. نړیوال سرمایه کاران په یو ملک کې د څه قسم کاروبار کولو وړاندې د ورلډ بینک دغه انډیکس د یو معیار په توګه استعمالوي.

د سرمایه کارۍ لپاره د پاکستان وزیرعظم صلاحکار رزاق داود د نړیوال بینک په انډیکس کې د پاکستان مخ په وړاندې تګ د اوسني حکومت لخوا د بهرنیو سرمایه کارانو لپاره د روزګار ښه ماحول پیدا کولو یو ګام بللی.

رزاق داود ویلي د نړیوال بینک د ملک دوه ښارونو، کراچۍ او لاهور کې د کاروبار او روزګارونو د ماحول په بنیاد د پاکستان په اړه رپورټ تیار کړی. نوموړي ویلي چې د پنجاب او سند صوبو ترمنځ د زیاتې همکارۍ په اساس پاکستان د روزګارونو لپاره ښه ماحول پېدا کړی. رزاق داود زیاته کړې چې مرکزي حکومت به بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته هم د سرمایه کارۍ لپاره برابر موقعې ورکوي.

د نړیوال بینک د کراچۍ او لاهور ښارونو نه د کال ۲۰۱۸ نومبر میاشت او د کال ۲۰۱۹ جون میاشت ترمنځ شوو سروی ګانو په بنیاد د پاکستان په اړه رپورټ تیار کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG