لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بنک وايي چې راتلونکو درېو کالو کې به پاکستان کې د اقتصادي ترقی رفتار کمزوری وي


د کراچۍ سټاک اېکسچیج یا د ونډو بازار
د کراچۍ سټاک اېکسچیج یا د ونډو بازار

د نړیوال بنک تازه رپورټ کې اټکل شوی چې د پاکستان اقتصاد به په راتلونکو دوو کلنو کې د جنوبي اېشیا د گاونډي هېوادونو لکه افغانستان او سري لنکا نه ټیټ وي.

په دی رپورټ کې ویل شوي د پاکستان د اقتصاد وده به د روان کال ٢٠١٩ م د ٣.٣ کچې نه په راتلونکي کال ٢٠٢٠ م کې 2.4 ته غورزیږي. او زیاتوي چې په کال ٢٠٢١ کې به دغه وده بیا3.0 ته خېژي.

د ورلډ بنک په رپورټ کې د راتلونکو دوو کلنو لپاره اټکل شوې اقتصادي وده د تېر کال ٢٠١٨ م د 5.5 رېکارډ شوې ودې نه ډېره ټیټه ښودل شوې ده.

ورلډ بنک په یولسم اکتوبر د سویلي اېشیا د اتو هېوادونو د څلور کالو د اقتصادي ودې اخستي شوي جاج وروسته خپل رپورټ شائع کړی دی.

په دغه رپورټ کې د کال ٢٠١٨ سره په موازنه کې د کال ٢٠١٩ نه تر کال ٢٠٢١ پورې د اقتصادې ودې اټکل شوی دی.

په رپورټ کې د ویلي شوي دي چې په راتلونکو دوه کلنو ٢٠٢٠ او ٢٠٢١ کې به د پاکستان اقتصادي وده د سویلي اېشیا د هېوادونو افغانستان، هند ، بنگله دېش، مالدېپ، سري لنکا، نیپال او بوټان په مقابله کې کمزوری وي.

څېړونکي وايي چې په هېواد کې اقتصادي وده ځکه کمزورې ده چې موجوده حکومت په هېواد کې سختې معاشي پالیسی نافذ کړي دي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت دریځ دی چې هېواد د اقتصادي نظام کې بنیادي کمزورۍ دي او د لرې کولو لپاره یې اقتصادي اصلاحات پېل کړې دي او نوي پالیسي د هغې برخه ده.

د کمزوری اقتصادي ودې وجې

په اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې د اقتصادي چارو استاد پروفېسر معراج الحق د نړیوال بنک په رپورټ خپله څېړنه کې ویلي دي چې د پاکستان حکومت په هېواد کې د مانېټري ، اېکسچېنج رېټ او ټېکس سختې پالېسی په ځای کړي دي چې له وجې یې د سرمایه کار و صلاحیت او د ولس قوت خرید یا د اخستلو صلاحیت کمزوری شوې دی.

پروفېسر معراج الحق وايي د اقتصاد لپاره په حکومتي پالیسو کې نېمگرتیاوې څه داسې په گوته کوي.

کمزورې مانېټري پالېسي

اقتصاد پوه معراج الحق وايي چې د مانېټري یا څارنې د پالېسی ترمخه حکومت گرانی او ارزاني راوستې او د شیانو بیعې یې لوړې کړي. دی زیاتوي حکومت په هېواد دننه د سرمایه کارو لپاره په قرضونو باندې د سود شرح 14 فیصده ته رسولی ده چې له وجې یې سرمایه کاري ودرېدلی ده. ددغه پالېسی راتلو وروسته یوشمېر کاروبارونه او صنعتونه بند شوي او بې روزگاري شوې.

غېر حقیقت پسندانه ټېکس پالیسي

پروفېسر معراج الحق وايي چې حکومت د روان مالي کال لپاره د د پنځه زره او پنځه سوه ارب روپو غېر حقیقت پسندانه هدف اېښودی. باېد په هېواد کې خپلو حالاتو ته وکتلی شي او بیا د ټېکس راغونډولو هدف وټاکلی شي.

معراج الحق وايي چې په هېواد کې د ټېکس راغونډولو اداره اېف بي ار دټېکس راغونډولو صلاحیت کمزوری دی او د روان کال جولايي، اگست او ستمبر درېو میاشتو لپاره ټاکل شوي ١٢٠٠ اربه روپو ټېکس کې ١٠٠ اربه روپن کمې راغونډی کړي دي.

دې زیاتوي دا ځکه چې په هېواد کې ډیمانډ یعني د اولس غوښته کمه شوې چې له وجې یې سپلايي یا رسد هم کم شوی دی ځکه چې د خلکو د اخستو قوت کم شي نو د رسر ورسره پخپله کم شي.

اېکسچېنج رېټ پالیسي

پروفېسر معراج الحق وايي چې په تېر یو کال کې د ډالر په مقابل کې د روپی قیمت ډېر وغورېدلی دی او ددی له وجې که یو خوا د بهر هېوادونو نه په راوړلو شیانو باندې ټېکس زیات شو ورسره گراني هم راغلی ده. ددې ترڅنگ اخستل شوي قرضونه هم وختل ځکه چې دغه قرضې په ډالرو کې ورکړی کېږي.

څېړونکي وايي چې د اقتصاد موجوده ستختې پالېسی بنیادي وجې هغه شرطونه دي کوم چې د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف لخوا د 600 اربه ډالره د قرض سره تړلي شوي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG