لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بینک: پاکستان، افغانستان او مالدیپ د مالي بحران سره مخ کیدی شي


نړیوال بینک د اتوار په ورځ امکان څرګند کړی، د کرونا وایرس د لاسه د هندوستان په شمول د سویلي ایشیا نورو هیوادونو د اقتصادي پرمختیا کچه په تیرو څلویښتو کالو کې تر ټولو بد حال سره مخ شي.‌

د سویلي ایشیا هیوادونو اقتصادي رپورټ کې ورلډ بینک ویلي تمه ده د یو شمیر هیوادونو اقتصادي پرمختیا د ۱.۸٪ نه ۲.۸ ٪ پورې پاتې شي. شپږ میاشتې وړاندې ورلډ بینک تمه څرګنده کړې وه چې په سویلي ایشیا کې به د ترقۍ کچه شپږ اشاریه درې في صدي وي.

په دغه سیمه کې په اقتصادي توګه هندوستان تر ټولو قوي هیواد دی او د لومړي اپرېل نه پېل شوي مالي کال په اړه ګمان کیدو چې د هندوستان د ترقۍ کچه د ۱.۵ سلنه نه ۲.۸ فیصده تر منځه وي. نړیوال بینک امکان څرګند کړی وو چې د مارچ په اخیرۍ نېټه پاې ته رسیدلي مالي کال کې به د هند د پرمختیا کچه ۴.۸٪ نه تر ۵٪ پورې وي.‌

د رپورټ ترمخه د کال ۲۰۱۹م په اخیرۍ موده کې د مثبت نخښو په اساس تمه څرګندیدله چې اقتصاد به پرمختګ وکړي خو د نړیوال کړکیچ له سببه منفي اثرات سېوا شوي دي.‌

په یاد رپورټ کې د هندوستان په شمول سري لنکا، نیپال، بوټان او بنګله دیش کې هم د اقتصادي پرمختګ پریوتو امکان څرګند شوې.‌

د اپریل د میاشتې په ۷مه نیټه د هیوادونو په کچه د رامخې ته شوي معلوماتو ترمخه نړیوال بینک امکان څرګند کړی پاکستان، افغانستان او مالدیپ د مالي بحران سره مخ کیدی شي.

نړیوال بنک زیاتوي د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د پورته کړل شوي ګامونو په وجه په سویلي ایشیا کې د رسد لړۍ ماته شوې، خو زیاتوي بیا هم د نړۍ په کچه په دې سیمه کې حالت ښه دی.

په سویلي ایشیا کې د ۱۳۰۰۰ نه زیاتې د کرونا وایرس پیښې رپورټ شوي.‌

د هندوستان لخوا په هیواد کې د لاک ډاون پرځای کولو له سببه ۱.۳ بیلینه خلک بې روزګاره شوي،‌ واړه او غټ کاروبارونه اغیزمن شوي او ‌ډیرو خلکو د ښارونو نه کلو ته کډې کړي دي.

رپورټ کې خبردارې ورکړل شوی که چرې په قامي کچه لاک ډاون او وسنی حالت تر ډیره وخته دوام ولري نو امکان دې د ټولې سیمې اقتصاد د فشار سره مخ شي.

بینک په سیمه ایزو هیوادونو غږ کړی،‌ په لنډه موده کې د اقتصادي ستونزو کمولو په خاطر دې د بې روزګاره مزدورانو د مرستو لپاره مالي ګامونه پورته کړي. او د دې ترڅنګ دې د کاروبارونو او د خلکو مالي ستونزو لپاره هم ګامونه پورته کړي.

هندوستان د لاک ډاون له وجې د ملینونو بې وسه خلکو سره د مالي مرستو لپاره تراوسه د ۳۰ بیلینه ډالرو د مرستو پېکج (امداد) اعلان کړی.‌ د پاکستان حکومت د ۶ بیلینه ډالرو مالي مرستې اعلان کړي.‌

د ورلډ بینک یو چارواکي هارټ ویګشیفر ویلي د سویلي ایشیا د حکومتونو لپاره پکار ده چې د وایرس د مخنیوی او د خلکو خونديتوب خپل لومړیتوب وګرځوي.‌ په خاصه توګه هغه بې وسه او بې وزله خلک چې د بدو اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG