لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډ بېنک وايي د افغانستان د منجمد اثاثو نه به یو بېلین ډالر د بېړني امداد دپاره استعمالوي


د رویټرز خبري ادارې ترمخه د عالمي بېنک چارواکو د افغانستان په اړه دغه فېصله د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړه
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د عالمي بېنک چارواکو د افغانستان په اړه دغه فېصله د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړه

ورلډ بېنک ویلي فېصله یې کړې چې په افغانستان کې د تعلیم، زراعت، صحت او د فامېلونو پروګرامونو سره په بېړنۍ توګه مالي مرستې دپاره به د افغانستان د منجمد اثاثو نه د بېلین ډالرو نه زیاتې پېسې استعمالوي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د عالمي بېنک چارواکو د افغانستان په اړه دغه فېصله د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړه. رویټرز وايي د منصوبې ترمخه دغه مجوزه امداد به طالبانو ته نه ورکړی کېږي او د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو او د نړیوالو امدادي ادارو دلارې به تقسیمولی شي او د افغانستان په موجوده بشري بحران او اقتصادي کړکېچ کې مرسته وکړي.

ورلډ بېنک په خپل بیان کې وویل د ادارې مالي امداد به د ضرورتمندو افغانانو تحفظ وکړي، بنیادي خدمات به برابر کړي، انساني سرمایه به محفوظه کړي، اقتصادي او سماجي خدمات به مهیا کړي او په اینده کې به د بشري امداد ضرورت کم کړي. رویټرز وايي تېر کال د اګست په میاشت کې په کابل طالبانو د واکمنېدو نه پس د افغانستان ریکنسټرکشن ټرسټ فنډ نومې پنګه منجمد کړی شوه.

امریکې هم د افغانستان د مرکزي بېنک قریباً نهه بېلین ډالر منجمد کړې او نورو خارجي ملکونو هم افغانستان سره مالي امداد وردولو چې د افغان حکومت د 70 فیصد نه زیات اخراجات یې پوره کول. رپورټ وايی افغانستان سره د مالي امداد د ودرېدو له امله هېواد د اقتصادي بدحالۍ او د پېسو د کمي سره مخامخ شو او ملګري ملتونه وايي د افغانستان د 39 مېلین ابادۍ نیمايي برخه د لوږې د خطر سره مخامخ ده.

نړیوال بېنک په خپل بیان کې وویل په لومړي ګام کې به د ای ارټي اېف پروګرام سره مرسته کوونکي ملکونه د تعلیم، صحت، زراعت او د ټولنې د زورګار په برخو کې 600 مېلین ډالرو مالیت څلورو منصوبو فېصله کوي.

د رویټرز ترمخه بېنک وویل دا خبره به یقیني کولی شي چې جینکۍ او مېرمنو نه یوازې په دې مرسته کې ونډه ولري بلکې ګټه ترې هم واخلي.

د رویټرز رپورټ وايي په تېرو دوو لسیزو کې چې د مېرمنو دپاره کوم پرمختګونه شوي دي طالبانو د واکمنېدو نه پس په شا تللي دي، چې پکې د مېرمنو په کار زورګار او د محرم نه بغیر د مېرمنو په سفر پابندۍ شاملې دي.

رویټرز وايي د اووم ټولګي نه پورته د جینکو سکولونو ته په تګ بندیز دی او طالبانو ویلي جینکو ته به دا میاشت بېرته سکول ته د تګ اجازت ورکړی شي.

یادونه: د دې رپورټ معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG