لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیرښېګړې اداره ورلډ سنټرل کیچن: غزه کې مو د اسرایل په بمبارۍ کې اووه کارمندان وژل شوي


د ورلډ سنټرل کیچن په نوم نړیواله مرستندویه اداره وایي د اسرایل جنګي جهازونو په بمبارۍ کې د دوی اووه کسان وژل شوي او له دغې پېښې وروسته یې خپل امدادي کارونه بند کړي دي. امریکا، یورپي اتحاد او ملګرو ملتونو پر دې پېښه خفګان ښکاره کړی دی.

یاده اداره زیاتوي د غزې په دارالبلاع سیمه کې يې یو ګودام ته سل ټنه د خوراکي توکو وړلو کار سر ته رسولی او کله چې د دوی کارمندان د مخحفظانو په قافله کې واپس کېدل نو ورباندې بمباري وشوه.

ورلډ سنټرل کیچن یا نړیوال مرکزي پخلنځی وایي له اسرایلي پوځ سره په همکارۍ يې دغه د مرستې کار تر سره کاوه او د هغې باوجود هم د دوی کارمندان په هدف کړی شول.

مرستندویه اداره زیاتوي چې په وژل شوو کارمندانو کې یو فلسطینی، نور د اسټرېلیا، پولېنډ، برتانيې او یو کېنېډايي امریکايي شامل دي.

د فلسطین ریډکریسنټ سوسایټي وايي دوی د دغو اوو وژل شوو کارمندانو مړي د څو ساعتو سختې خوارۍ وروسته د ملبې نه راویستلي او روغتون ته رسول شوي چې په سوېلي غزه کې د رفح په لار د سیمې نه ویستلو ته تیار کړی شي.

د ورلډ سنټرل کیچن ستر مشر ایرین ګور دغه یو ناقابل معافي برید بللی او ویلي یې دي، "دا په ورلډ سنټرل کیچن باندې تش یوه حمله نه ده، دا په داسې سیمه کې چرته چې د خوراک انتهايي حاجت دی او خوراک د وسلې په توګه کارول کیږي هلته د بشري مرستو په ادارو یوه حمله ده".

د یادې ادارې بنسټ ایښودونکي هوزې اندریس په ټولنیزه رسنیو ویلي د اسرایل دفاعي عسکرو لخوا په غزه کې په حمله کې د دوي خویندو او وروڼو په وژنه انتهايي خفه دی او زړه يې مات شوی دی.

ښاغلي اندریس زیاته کړه د اسرایل حکومت ته پکار دي چې دا بې توپیره وژنې بندې کړي او د بشري مرستو محدودول بند کړي. اندریس ویلي:

"د عام خلکو او د مرستندویه کارکوونکو وژنه بنده کړي او خوراک د وسلې په توګه کارول بند کړي. نور دې بې ګناه خلک ونه وژل شي. سوله زمونږ د ګډ انسانیت څخه پیل کیږي او دا دې هم اوس شورو شي".

کله چې د اسرایلي ځواکونو لخوا په زمکنیو لارو ټرکونه ودرول شو نو د ورلډ سنټرل کیچن ادارې د سمندري لارې غزه ته مرستې رسول شورو کړل چرته چې خلکو ته د خوراک انتهايي زیات حاجت دی.

د اسرایلي پوځ ویاند ایډمرل ډینیل هګاري ویلي، د نهې- سه شنبې په ورځ یې د یادې مرستندویه ادارې د بنسټ ایښودونکي سره په ټیلیفون خبرې کړي او په یاده پیښه يې ورته د اسرایلي پوځ لخوا غمرازي څرګنده کړې ده.

هګاري زیاته کړې اسرایل په لویه کچه د پیښې معاینه کوي چې وګوري څه شوي او څنګه شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ستر مشر مارټین ګریفېتس ویلي، دی په دغه حمله انتهايي غصه دی او وايي چې ددې ګام د ذمه وارو هیڅ ډول دفاع نه شي کېدلی.

د اسټریلیا وزیراعظم انټني البنیز په پېښه کې د وژل شوو اسټریلوي وګړي مرګ تایید کړی او ویلي یې دي چې حکومت يې تمه لري ددې پېښې پوره پوښتنه کیږي.

دی زیاتوي "دا یو بشري غمیزه ده کومه چې بیخي له سره شوې نه وای، دا بیخي ناقابل قبول ده".

د پولېنډ خارجه وزیر راډوسلا سېکورسکي په ټولنیزه رسنیو ویلي، ده په پولینډ کې د اسرایل سفیر په بیړنۍ توګه رابللی او ددې پیښې وضاحت يې ترې غوښتی.

د وایټ هاوس د قامي سلامتیا کونسل ویاندې ویلي په دې خونړي برید باندې د امریکا زړه مات شوی او سخته په تکلیف شوې ده.

د برتانيې خارجه وزیر ډیویډ کېمرون ویلي حکومت يې په پیښه کې د برتانوي وګړي د وژنې په تاییدولو باندې کار کوي.

ده په یو جاري کړل شوي بیان کې ویلي دا هغه خلک وو چې خوړو ته انتهايي حاجتمندو خلکو ته د خوراک رسولو کارونه یې کول.

ښاغلي کېمرون ویلي د بشري مرستو کارکوونکو ته تحفظ ورکول مهمه ده او باید دوی ددې جوګه وي چې خپل کارونه ترسره کړي.

د یورپي اتحاد مشر هم د برید غندنه کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG