لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عیسایانو ایسټر اختر د کرونا وایرس تر تور سیوري لاندې ولمانځل شو


د کاټولیکو عیسایانو مذهبي مشر پوپ فرانسیس د ایسټر خطبه دننه په چرچ کې وویله
د کاټولیکو عیسایانو مذهبي مشر پوپ فرانسیس د ایسټر خطبه دننه په چرچ کې وویله

د نړۍ عیسایانو د اتوار/یکشنبې په ورځ خپل مذهبي اختر (ایسټر) په داسې حال کې ولمانځه چې د معمول خلاف عبادت ځایونو ته نه و تللي، دا ځل پخپلو کورونو کې و، او پادریانو د ایسټر په اړه په تشو چرچونو کې خپلې خـُطبې او دعاګانې ویلې.

ایسټر د عیسایانو هغه مذهبي اختر دی چې د دوی په باور، په دې ورځ عیسی پیغمبر د قتلېدو نه درې ورځې پس، بېرته راژوندی شوی او له خپله قبره راپاڅېدلی دی. عیسایان دا ورځ په خاصو دستورو، دعاګانو، جشنونو او مېلو باندې لمانځي.

خو سږ کال د کرونا وایرس عالمي وبا، د نړۍ اکثریت ملکونه داسې حال ته راوستي چې په لویو مذهبي غونډو یې هم د دې مرض د خورېدو له ویرې، پابندۍ لګولې دي.

د عیسایانو د سږ کال ایسټر توپیر، د واټیکان په سېنټ پیټرز میدان کې هم له ورایه معلوم و. نور کلونه به هلته لسګونه زره کسان د ایسټر په ورځ راغونډیده چې د کاټولیکانو د پوپ دعاګانې او خطبه واوري، خو دا ځل هغه میدان هم تش و او یوازې پولیس پکې لیدل کېدل.

د کاټولیکانو مذهبي مشر، پوپ فرانسېس د ایسټر اختر خاص مذهبي دستورې او دعاګانې، دننه په چرچ کې وکړې.

پوپ فرانسېس پخپلې خطبې کې د کروناوایرس عالمي وبا په وړاندې د نړېوال پیوستون یا اتحاد غوښتنه وکړه، او د نړۍ له سیاسي مشرانو یې وغوښتل چې میلینونه بې روزګاره شوي کسانو ته دې مرستې وکړي او هغو ته دې امید ورکړي.

په زیاترو یورپي ملکونو کې پولیسو لارو کوڅو باندې چېک پواینټونه جوړ کړي و او چرچونه یې هم تړلي و، نو عقیدتي عیسایانو ته فقط یوه لاره پاته وه او هغه دا چې په کور کې کیني او د ایسټر دعاګانې او مذهبي دستورې، د ټلیويژن او یا انټرنېټ له لارې وګوري.

په امریکا کې د ریاستي یا ځایي پابندیو سره سره، ځیني پادریانو پخپلو چرچونو کې د خلکو په شتون سره د ایسټر اختر ولمانځه او دستورې یې جوړې کړلې، خو دا دستورې یې بهر په آزاده فضا کې وې.

د امریکا نایب صدر مایک پېنس په دې هفته کې وویل چې هغه به د ایسټر په اتوار، له خپله کوره د انټرنېټ له طریقه د چرچ په دستوره کې برخه واخلي. هغه پر مذهبي مشرانو غږ وکړ چې د کرونا وایرس د خورېدو د مخنیوي دپاره دې، پخپلو دستورو کې د ټولنیزې فاصلې په اړه هغه هدایات په پام کې وساتي کوم چې د امریکا د امراضو د کنټرول مرکز جاري کړي دي.

د پاکستان په لاهور ښار کې یو پادري په خالي چرچ کې، د ایسټر مذهبي دعاګانې په آنلاین ډول عیسایانو ته لولي
د پاکستان په لاهور ښار کې یو پادري په خالي چرچ کې، د ایسټر مذهبي دعاګانې په آنلاین ډول عیسایانو ته لولي

د امریکا د پنځوسو ریاستونو نه، په نهه دېرشو ریاستونو کې خلکو ته امر شوی چې پخپلو کورونو کې دې پاته شي، او په دې نهه دېرشو کې بیا، ۱۲ داسې ریاستونه شته چې د مذهبي دستورو او جماعتونو دپاره یې د راټولېدو اجازت ورکړی دی.

د مثال په توګه، نیومکسیکو او فلوریډا هغه ریاستونه دي چې د چرچ، سیناګاګ، مسجد، مندر په شان عبادت ځایونو کې یې د عبادت کوونکو راټولېدل په "ضروري کارونو" کې شمېرلي او پر هغو یې پابندۍ ندي لګولي.

مګر په نورو ریاستونو کې بیا په عبادت ځایونو کې د خلکو په راټولېدو هم د کرونا وایرس له ویرې پابندۍ لګېدلي دي.

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ او ښځه یې، مېلانیا ټرمپ، د ایسټر په مناسبت خپل لنډ پیغام کې د هغو ډاکټرانو او نرسانو او امدادي کارکوونکو ستاینه او مننه وکړه کوم چې د کرونا وایرس د بیمارانو مرسته کوي.

په نړۍ کې له یو میلین او اته لاکهو زیات کسان تر دې مهاله په کرونا وایرس بیمار شوي چې په دې کې بیا له یو لاکهو څوارلس زرو زیات کسان مړه شوي دي. په دې کې د بل هر ملک په نسبت، د امریکا د ناروغانو او مړیو شمېره اوچته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG