لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان کرکټ لوبډله څنګه د ورلډ کپ سیمي فاېنل ته وتلی شي؟


اشفاق مومند

د کرکټ نړیوال کپ په درجه بندۍ کې څلور لومړۍ لوبډلې د سیمې فائنل مرحلې ته اوځي کومه چې به د جولايي میاشتې په ۹مه نیټه شورو کیږي.

دا مهال د نړیوال کپ شوو لوبو کې اسټریلیا په ۱۴ پوائنټونو سره اول، هندوستان په ۱۱ پوائنټونو دوئم او نیوزي لینډ په ۱۱ پوئنټونو سره په درئم ځاې دي. د څلورم پوزیشن لپاره به د برطانيې او پاکستان نه یوه وړاندې ځي.

د دغې لپاره به برطانیې ته د نیوزي لینډ پرضد لوبه چې د روانې میاشتې په درېمه به کیږي ګټل وي د کومې سره چې به د دويپوائنټونه ۱۲ شي او که چرې برطانیه دغه سیالي بايلي نو ددوي به په درجه بندۍ کې په ۱۰ پوائنټونو د لومړۍ مرحلې نه پاتې کیږي.

دغسې پاکستان ته به د جولايي میاشتې په ۵مه نیټه د بنګلادیش پرضد لوبه ګټل وي د کومې سره چې به په درجه بندئ د پاکستان پوائنټونه ۱۱ کیږي. که چرې دغه لوبه پاکستان باېلي نو برطانيه به سیمي فاېنل ته ووځي.

د سیمي فاېنل په دغه مرحله کې بنګله دېش هم شامل دی. د بنګله دېش دوه لوبې پاتې دي او که چرې خپلې دواړه لوبې ګټي نو بیا به په پواېنټ ټېبل د پاکستان نه مخکې کیږي.

د روان نړیوال کپ په راروانو څو لوبو کې به د سیمي فاېنل د لوبډلو فیصله کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG