لاس رسیدونکی لینک

 
اسټریلیا پاکستان ته د ورلډ کپ په مېچ کې ماتې ورکړه
تازه خبر

اسټریلیا پاکستان ته د ورلډ کپ په مېچ کې ماتې ورکړه


بېټسمېن ډېوډ وارنر د اسټریلیا په مجموعي ٣٠٧ رنز کې ١٠٧ رنز وکړل. په ډېوډ وارنر د بال ټېمپرنگ په سره د ١٢ مېچونو پابندي لگول شوې وه او د پابندۍ وروسته یې دا لومړۍ سنچري وه
بېټسمېن ډېوډ وارنر د اسټریلیا په مجموعي ٣٠٧ رنز کې ١٠٧ رنز وکړل. په ډېوډ وارنر د بال ټېمپرنگ په سره د ١٢ مېچونو پابندي لگول شوې وه او د پابندۍ وروسته یې دا لومړۍ سنچري وه

د انگلېنډ په ټاټن مېدان د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ورلډ کپ په ١٧ مقابله کې اسټریلیا پاکستان ته په ۴١ رنز ماتې ورکړه.

بېټسمېن ډېوډ وارنر د اسټریلیا په مجموعي ٣٠٧ رنز کې ١٠٧ رنز وکړل.

په ډېوډ وارنر د بال ټېمپرنگ په سره د ١٢ مېچونو پابندي لگول شوې وه او د پابندۍ وروسته یې دا لومړۍ سنچري وه.

د پاکستان په بالنگ کې محمد عامر پنځه وکټې واخیستې.

د ټاس گټلو وروسته، پاکستان اسټریلیا ته بېټنگ ورکړو.

اسټریلیا په ۴٩ اوورونو کې ٣٠٧ رنز وکړل.

د دې په ځواب کې پاکستان په ۴٥ اوورونو کې په ٢٦٦ رنز ټول ټېم اوټ شو.

په یوه موقع په ١٣٦ رنز د پاکستان یوازې دوه لوبغاړي اوټ شوي وو خو د دې وروسته یې د وکټو غورځیدو لړۍ پېل شوه.

په یو وخت کې وهاب ریاض او سرفراز احمد ښه شاټونه وهل او د مېچ توله د پاکستان په حق کې ښکاریده.

په دغه پړاو وهاب ریاض په ٣٩ بالونو ۴٥ رنز کړي وو او د پاکستان مجموعي سکور د اووه وکټو په نقصان ٢٦۴ رنز و. خو میچل سټارک بیا بالنگ شروع کړو او ریاض د هغه په بال وکټ کیپر کیچ اوټ کړو.

پاکستان ته په ماتې ورکولو اسټریلیا د ورلډ کپ په څلورو مقابلو کې درې مېچونه وگټل.

پاکستان یوازې د ورلډ کپ کوربه انگلېنډ ته ماتې ورکړی او په څلورو مقابلو کې یې دوه بېللي دي.

پاکستان به د ورلډ کپ بله مقابله د روایتي حریف هندوستان سره کوي. دغه مېچ په مانچسټر کې د جون په ١٦ کېدونکی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG