لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خوراک نړیوالې ادارې د کال ۲۰۲۰ د سولې نړیواله جایزه وګټله


WFP
WFP

د خوراک نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېف پي د کال ۲۰۲۰ د سولې نړیواله جایزه (نوبل پیس پراېز) ګټلی دی. ادارې ته دغه جایزه په نړۍ کې د لوږې خطر او خوراکي کمی پوره کولو لپاره د کوښښونو په سر ورکړل شوی.

په ناروی کې د نوبل کمېټۍ مشرې بېرټ رېس اېنډرسن ویلي، د خوراک نړیواله ادارې ته دغه جایزه ٫٫ په نړۍ کې د لوګې مخه نیولو، او په جنګ ځپلو سیمو کې د اغیزمنو خلکو ته د ژوند اسانتیاوي پېدا کولو، اوپه جنګونو او لانجو کې لوګه د جنګي وسلې په توګه کارونکي قوتونو د مخه نیولو لپاره هڅو په سر ورکړل شوې.٬٬

د سولې دغه نړیواله جایزه روانه اونۍ ورکړل شوې شپږمه نوبل جایزه ده. هره یوه جایزه کې ۱.۱ میلینه ډالره نغدې او د سرو زرو یو میډل هم ورکړل کیږي.‌

په ادبیاتو یا لټریچر کې د نوبل انعام د امریکا یوې شاعرې لوېس ګلوک ته ورکړل شوی. د نوبل جایزې ورکونکې کمېټۍ د ګلوک د شاعرې په اړه ویلي ٫٫ د شاعرۍ غوره والی یې هغه شاعرانه غږ دی چې ډیر په ښکلا انساني وجود افاقي کوي.‌

په کیمیا/ کمېسټرۍ کې د نوبل جایزه دووه ساېنس دانانو ته په جین کې د ترمیم کولو په سر ورکړل شوې.

د نهې یا / سه شنبې په ورځ درې ساېنس پوهانو ته د بلېک هول سره تړلي کشفونو په سر د فرېکس جایزه ورکړل شوېږ‌

د ۲۰۲۰ کال د نوبل جایزه په فیزیالوجۍ او طب کې د امریکا ساینس پوهانو هاروي الټر، چارلېس رایز او د برتانیې مایکل هفمن ته د هیپټایټېس سي وایرس د پېژندنې په برخه کې ورکړل شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG