لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مورنۍ ژبې ورځ: "په پردو ژبو کې تعليم نۀ منو"


 International Mother Language Day
International Mother Language Day
د مورنۍ ژبې تحریک که پخوانی پاکستان پر منځ ویشلی خو اوسني پاکستان تر اوسه په هیواد کې د پاتې قامونو ژبې د اردو تر سوري لاندې ساتلي. په اوسني پاکستان کې مورنۍ ژبې پښتو، سندي، بلوڅي او ان تر دې چې د واکمن پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو مقابله کولې نه شي. دغه ټولې ژبې د اردو په مقابله کې د بقا په جګړه کې اخته دي.
د ۱۹۵۲م په شان، یو ځل بیا په پاتې پاکستان کې د وړو صوبو قامونه پښتانه، سندېان، بلوڅان او سرایکایان په خپلو پلارنو ټاټوبو کې په مورنۍ ژبه کې تعلیم غواړي. دا غږ او غوښتنه هر کال په یویشتمه فرورۍ د لاریونونو، احتجاجونو او غونډو په شکل کې په کویټه، پیښور، ټهټه، ملتان او نورو ښارونو کې پورته کیږي. د پښتنو په سورت کې هر ځل د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځ لمانځلو په وخت شاعران واېي:
واېي اغیار چې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
په پخواني پاکستان کې بنګالیانو د خپلې مورنۍ ژبې سره مینه په دغه ټکو کې نه ده کړې. خو د ژبې سره د مینې لپاره يې یو شمېر ځوانانو په ۱۹۵۲م کې د پاکستان د پوځ ټوپک او توپې ته ورقرباني کړي وو. دوي په هندوستان کې د ځان لپاره د هیواد خوب چې په کومه ژبه کې لیدلی وو. نو هغه يې اخرکار په ۱۹۷۱م کې ریښتیا کړو.
څښکال د مورنۍ ژبې په نړیواله ورځ پاکستان کې پښتنو په ۲۱مه فرورۍ په پیښور کې لاریونونه ویستي او غونډې يې کړي. په یو لاریون کې ماشومانو نرې وهلې. "په پردۍ ژبه کې تعليم نۀ منو"
دغو ماشومانو له خپل لوري ليکلي يو بيان کې وئيلي "مونږ پښتانۀ ماشومان د خپلو واکمنانو څخه غوښتنه کوو چې د نړۍ د ټولو پرمخ تللو هيوادونو په څير بايد مونږ ته هم تعليم په خپله مورنۍ ژبه کې راکړل شي".هغوئ وئيلي پښتون قام بې ژبې نه دى بلکې د نړۍ د نورو قامونو په څير خپله ژبه لري اؤ په خپله ژبه کې زده کړې کول زمونږ بنيادي حق دى. د ماشومانو لاریون د ډاکټر خان تحریک تر سوري لاندې شوی.
د ډاکټر خان تحريک مرکزي چيرمئين عابد منير وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره په خبرو کې وويل ماشوم چې څومره په ښه طريقه پخپله مورنۍ ژبه کې زده کړې کولى شي دومره يې په پردۍ ژبه نۀ شي کولى خو ډير د افسوس مقام دى چې د ملگرو ملتونو د پريکړې برخلاف پاکستان کې ماشومانو ته زده کړې په پردۍ ژبه کې ورکول کيږي.
هغه وويل مونږ د نورو ژبو د زده کولو خلاف نۀ يو خو بايد پښتنو بچو ته تعليم د هغوئ په مورنۍ ژبه کې ورکړل شي.
نوميالي قام پرست سياست دان او دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي مشر افضل خان لاله دمورنو ژبو دنړيوالې ورځې په مناسبت ډيوه ريډيو سره پخپلو ځانگړو خبرو کې وئيلي هرڅو که دا وخت دافغانستان او خيبرپښتونخوا دننه په دې وروستيو کې په حکومتي کچ دپښتو ژبې او کلتور دپراختيا دپاره ځينې گامونه اخستل شوي خو ترڅو چې دغو هلو ځلو ته قامي ملاتړ نۀ وي ترلاسه شوى نو ددغو هڅو زړۀ پورې نتيجه نۀ شي برڅيره کيدى.خان لاله وويل د1893ء څخه راپديخوا که هر څو په دې منطقه کې پښتانۀ شته خو پښتون قام وجود نۀ لري.
هغه وويل په دې کې شک نشته چې شاعران، اديبان او ليکوال دخپل لوري دپښتو ژبې او کلتور دپراختيا لپاره زړۀ پورې هڅې کوي خو ترڅو چې دپښتنو قامي وحدت نۀ وي جوړ شوى ترهغې قامي قدرونه وده نۀ شي موندلى.
افضل خان لاله زياته کړه نن دنړۍ نه ديو شمير وړو قامونو ژبې ځکه په ډيرې تندۍ سره ورکيږي چې ددغو ژبو پشا قامونه وجود نۀ لري.
که مونږ په ماضي نظر واچوؤ نو دخدائي خدمتگارو په وخت کې هم پښتو په سکولونو کې لازمي وه.
خو دخدا ئي خدمتگارو ددور څخه راپديخوا چې پښتو ددفتر او مکتب څخه بهر شوې نو دهغې يو عمده علت دا دى چې ددغې ژبې پشا قام هاغه شان ملاتړلى ولاړ نۀ دى پاتې شوى لکه څنگه چې پکار ؤ.
دپښتو ژبې يو بل دانشور او دگڼو کتابونو مصنف ډاکټر ميا سهُيل انشاء وويل په مرکزي ايشياء کې پښتانۀ تر ټولو ستر قام دى خو تر دې مهاله پښتو ژبې هاغه مقام نۀ دى موندلى کوم چې يې حق جوړيږي.
ډاکټر انشاء په دغه لړ کې سياست دانان ، اولس او ليکوالان پخپل خپل ځايې ذمه وار وگرځول او وې وئيل که چرې ټول په شريکه دژبې او کلتور دودې دپاره کار وکړي نو په دې کې هيڅ شک نشته چې پښتو به دمرکزي ايشياء تر ټولو څرگنده ژبه ثابته شي.
د جمعې په ورځ په پيښور کې د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت بيلابيلې غونډې اؤ لاريونونه شوي دي. ترټوله لويه دستوره د پيښور په ارکائيوز هال کې د پوهه فاونډيشن په تابيا شوې ده چې پکې په گڼ شمير شاعرانو،اديبانو، ليکوالانو، فنکارانو، دتعليم ماهرانو د ژوند د بيلابيلو څانگو سره تعلق لرونکو کسانو په گڼ شمير کې برخه اخستې اؤ د مورنۍ ژبې په اهميت يې رڼا اچولې ده.
دغه دستورې ته پروفيسر شاهجهان ، ډاکټر يارمحمد مغموم، پروفيسر اسير منگل، شفيق گگياڼي، اياز مندوخيل، ميا افتخار حسين گڼو نورو شخصياتو پخپله وينا کې د پاکستان د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پښتو بايد د خيبرپښتونخوا تعليمي اؤ دفتري ژبه وگرځوي.
مقررينو پخپله ويناگانو کې په دې خبره د افسوس څرگندونه وکړه چې د علمي اؤ سائنسي اصولو برعکس خيبرپښتونخوا کې ماشومانو ته تعليم د هغوئ د مورنۍ ژبې پځايې په پردو ژبو کې ورکول کيږي چې له دې امله ماشومان د زده کړو په وخت د ذهني کشمکش سره مخ وي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG