ټاکل شوېده چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډنالډ ټرمپ به نن په سپینه مانۍ کې د خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان کوربه وي.
تمه ده دواړې غاړې به د سوریې د شخړې په اړه په ځانګړې توګه په سوریه کې د امریکا لخوا د کوردي یاغیانو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړي.
امریکا په سوریه کې دالقاعده د ځپلو په برخه کې له کردي ځواک سره مرسته کوي او له داعش څخه د رقې ښار د بیرته نیول په برخه کې د هغوي ملاتړ کوي.
ترکیه بیا دغه کردي ځواک ته په ترکیه کې د کردستان د کارګر ګوند سره د اړیکو د درلودلو له امله ترهګر وايي.
---------
د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د سوداګرۍ د نوي تړون په اړه چې د کرنیزې سوداګرۍ، مالي خدماتو، پانګونې او انرژۍ په برخو کې دي بیلابیل نظرونه موجود دي.
ځینې یې د امریکا لپاره یو کمزوری تجارتي تړون ګڼي چې په ترڅ کې یې د چین په مارکیټ کې د ځینو بنیادي مسلو یادونه نه ده شوې خو ځینې نور یې یو پرمختګ ګڼي.
د معلوماتي ټکنالوژۍ د څانګې مشر رابړټ اټکینسن دغه تړون له دې امله ناکام بولي چې پکې د هغو پرمختللیو صنعتونو یادونه نه ده شوې چې د امریکا د اقتصاد راتلونکې ته مهم دي.
--------
د ملګروملتونو د امنیت شورا به نن د شمالي کوریا لخوا د وروستي ازمویل شوي میزایل په اړه د تړلو دروازو تر شاه یوه غونډه وکړي.
تر دې مخکې ملګروملتونو د شمالي کوریا لخوا د میزایلو دغه ازموینه غندلې وه او د نورو بندیزونو لګولو ګواښ یې کړی وه.
د امنیت شورا تیره ورځ ویلي وه دوي د شمالي کوریا ددغه وروستي اقدام پرضد د ګام پورته کولو لپاره چمتو دي.
شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ داسې یو بالستیک میزایل وه ازمایه چې د ۷۸۷ کیلومټره واټن له وهلو وروسته د جاپان په سمندر کې پرېوته.
----------
د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار اچ ار مک ماسټر او د ټرمپ د ادارې نوروغړو هغه چاپ شوی راپور رد کړ چې ګواکې ولسمشر ټرمپ روسي چارواکو ته په خپل دفتر کې ډیر محرم معلومات ښکاره کړیدي.
مک ماسټر د دوشنبې ناوخته په سپینه مانۍ کې ژورنالستانو ته وویل چې د واشنګټن پوست لخوا دغه خپور شوي راپور غلط دی.
ده وویل د خبرو اترو په هېڅ برخه کې د استخباراتي سرچینو او لارو چارو په اړه خبرې نه دي شوي او نه هم ولسمشر د داسې کوم پوځي عملیات په اړه معلومات ورکړي چې تر دې مهاله پټ وه.
--------
د پاکستان پارلمان په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په اړه قانون وړاندې کوي چې له مخې به یې تور قانون یا اف سي ار له منځه ولاړ شي او پرځای به یې د رواج اکټ په نامه نوی قانون پلی شي.
څېړونکې اندېښنې لري چې دا پوره بدلون نه بلکه یواځې د نامه بدلون دي.
د پاکستان د بشري حقونو اداره یا اچ ار سي پي وايي د رواج قانون د بنیادي انساني حقونو او د ایین سره سمون نه خوري.
-------