لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېمې او نړۍ ځېنې مهم خبرونه


ځینو حکومتونو خپل د موبایل انټرنیټ خدمات بند کړي، ځینو په ژوندۍ په بڼه د ویډیو ګانو شریکول او ځینو بیا حکومت پلوي ډیجټلي پوځونه جوړ کړي.
ځینو حکومتونو خپل د موبایل انټرنیټ خدمات بند کړي، ځینو په ژوندۍ په بڼه د ویډیو ګانو شریکول او ځینو بیا حکومت پلوي ډیجټلي پوځونه جوړ کړي.

ځینو حکومتونو خپل د موبایل انټرنیټ خدمات بند کړي، ځینو په ژوندۍ په بڼه د ویډیو ګانو شریکول او ځینو بیا حکومت پلوي ډیجټلي پوځونه جوړ کړي.

دغه خبرې د فریډم هاوس په نامه یوې نړیوالې ادارې چې په نړۍ کې ډیموکراسي او ازادي څاري، په خپل یوه نوي راپور کې کړیدي.

په راپور کې چین د انټرنیټ د ازادۍ په برخه کې د پخوا په څېر ډیر خراب هېواد دی او سوریه او ایتوپیا بیا ورپسې دي.

راپور وړاندې لیکي چې په یوکراین، مصر او ترکیه کې د انټرنیټ ازادي تر پخوا ډیره خرابه شویده.

------

امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اسیا د ۱۸ هېوادونو له پلان شوې سرمشریزې څخه وتلی او له ټاکل شوي وخت څخه نیم ساعت مخکې په خپلې الوتکه کې له فلپین څخه وتلی دی.

په سرمشریزه کې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د ټرمپ پر ځای ناست دی.

له دې سره ټرمپ د جنوبي اسیا له هېوادونو څخه خپل ۱۲ ورځنی سفر پداسې حال کې پای ته رسولی چې کومه نوې پالیسې یې نه ده اعلان کړې او یواځې دومره ویلي دي چې سفر یې بریالی وه.

-------

ایران د یکشنبې د ورځې د زلزلې د قربانیانو په یاد نن د سې شنبې په ورځ ویر او ماتم کوي.

د ایران د دولتي خبري رسنۍ د راپور له مخې پدغې زلزله کې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان مړه او ۷۰۰۰ نور ژوبل شویدي.

ددغې زلزلې ځواک د ریختر په کچه اوه عشاریه درې ښودل شوی.

ټاکل شویده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني به د عراق پولې ته څېرمه دغې زلزله ځپلې سیمې ته ولاړ شي.

---------

د میانمار پوځ دغه هېواد ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن د ممکنه سفر څخه دمخه ویلي دي چې داسې هیڅ شواهد نشته چې ګواکې سرتیرو یې د روهینګا د مسلمانانو په بشري حقونو تیری کړی دی.

د بشر د حقونو نړیوالو ادارو د میانمار د پوځ دغه څرګندونې ژر رد کړیدي.

نیویارک میشتې د بشر د حقونو د څار ډلې په یوه راپور کې ویلي وه چې د میانمار یا برما پوځ د روهینګا د مسلمانانو په ډلیزو وژنو، جنسي تیریو، لوټولو او د هغوی د کورونو په ویجاړولو کې لاس درلود.

په برما کې د پوځ لخوا د روهینګا د مسلمانو په وړاندې د تاوتریخوالي له امله کابو شپږ لکه کسان ګاونډي بنګدیش ته کډه شویدي.

--------------------

د پاکستان د پوځ یو لوړ رتبه چارواکي خبرداری ورکړی چې د افغانستان بې ثباتي نوره هم زیاتېدای شي که پدغه جګړه ځپلي هېواد کې داسې نورو هېوادونو ته د عملیاتو ځآی ورکړل شي چې ورسره پوله او سرحد نه لري.

د پاکستان د ګډو ځواکونو مشر جنرال زبیر محمود حیات په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د موجوده بې ثباتي ګڼ شمیر دلایل دي.

افغان مشرانو په وار وار ویلي دي چې خپله خاوره به د پاکستان په ګډون د بل هیڅ هېواد پرضد کارولو ته پرې نه ږدي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG