لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


د ایران ستر مذهبي مشر په خپل هېواد کې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو په اړه وویل، چې د ایران دوښمنان هڅه کوي د پیسو، وسلو، سیاستونو او امنیتي خدماتو په وړاندې کولو سره ددغه هېواد روانه ناکراري زیاته کړي
د ایران ستر مذهبي مشر په خپل هېواد کې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو په اړه وویل، چې د ایران دوښمنان هڅه کوي د پیسو، وسلو، سیاستونو او امنیتي خدماتو په وړاندې کولو سره ددغه هېواد روانه ناکراري زیاته کړي

د ایران ستر مذهبي مشر په خپل هېواد کې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو په اړه وویل، چې د ایران دوښمنان هڅه کوي د پیسو، وسلو، سیاستونو او امنیتي خدماتو په وړاندې کولو سره ددغه هېواد روانه ناکراري زیاته کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوي په ایران کې د مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه اندېښنه لري او هیله یې څرګنده کړه چې د ایران په چارو کې به بهرنۍ لاسوهنه بنده شي.

د ایران د دولتي رسنۍ د راپور له مخې د تیرې شپې په لایونونو کې نهه کسان وژل شوي او د لاریونونو له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر له شلو څخه اوړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وروسته له هاغې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته ټیلیفون وکړ کله چې ټرمپ د لاریون کونکو په پلوي ټویټونه وکړل.

روسیې ویلي لایونونه د ایران کورنۍ مسله ده او پدې کې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه د منلو وړ نه ده.
------------------

د نایجیریا پوځ وايي، تر ۷۰۰ زیات کسان پدغه هېواد کې د مسلمانې ترهګرې ډلې بوکو حرام له بند څخه تښتېدلي دي.

د پوځ ویاند تیموتي انتیغا وویل، چې تښتېدلو کسانو دا مهال د نایجیریا په شمال ختیځ کې په یوه پوځي مرکز کې ځای ورکړل شوی.

تیموتی دا وه نه ویل چې دغه کسان په څومره وخت کې تښتېدلي دي او د پوځ دغه ادعا په خپلواکه توګه هم تر اوسه پورې نه ده تایید شوې.

پوځ په یو خپور شوي بیان کې ویلي دي چې په تښتېدلو کسانو کې ماشومان، ښځې او سړي هم شامل دي.

بوکو حرام ډلې په نایجریا کې د تېرو اتو کلونو په موده کې تر شلو زرو زیات کسان وژلي دي.

------------------

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د بنګو یا مروانا خرڅول او څکول قانوني ګرځول شویدي.

کلیفورنیا د امریکا د ۵۰ ایالتونو څخه د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په ګډون شپږم ایالت شو چې د بنګو خرڅول او څکول په کې قانوني شول.

پنځه نور ایالتونه کولوراډو، واشنګټن، اوریګان، الاسکا او نواډا دي چې بنګ یا مروانا په کې قانوني ګرځول شویدي.

په کلیفورنیا کې ۳۹ میلیونه اوسېدونکي دي چې له دې سره اوس له هرو پنځو یو امریکايي په داسې یوه ځای کې اوسېږي چې بنګ په کې قانوني دي.

په کلیفورنیا کې هم له ۲۱ کلن څخه پورته کسان کولای شي په قانوني توګه د بنګو شپږ بوټي وکري او یا له ځانه سره یو اونس وګرځوي او په پنځو نورو ایالاتونو کې هم په همدې توګه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG