لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمي او نړۍ ځینې مهم خبرونه


د امریکې خارجه وزیر په قاهره کې د مصر همنصب سامع شکري سره د لیده کاته په مهال
د امریکې خارجه وزیر په قاهره کې د مصر همنصب سامع شکري سره د لیده کاته په مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د دوشنبې په ورځ وویل، له شمالي کوریا سره د هغوي د اټومي او بالسټیک میزایلو پرسر هر ډول خبرې هغه وخت امکان لري کله چې شمالي کوریا خبرو ته چمتوالی وښيي.

ټیلرسن له مصر څخه د لیدنې پرمهال وویل:

لکه څنګه چې مونږ څو ځله وړاندې هم ویلي دي دا په رښتیا هم شمالي کوریا پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي چې کله له مونږ سره خبرو ته کښېني.

ټیلرسن زیاته کړه شمالي کوریا پدې پوهیږي چې د خبرو میز ته باید څه راوړي.

-------------

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو د یکشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د سوریې دننه ایراني او سوریايي ځواکونو ته سخت ځواب ورکړی.

اسرایلو دا هم ویلي چې دوی راتلونکو بریدونو او جګړې ته تیار دي.

د شنبې د ورځې بریدونه وروسته له هاغې وشول کله چې د سوریې دفاعي ځواکونو یوه اسرایلۍ اف ۱۶ ډوله الوتکه رانسکوره کړه.

له ۱۹۸۲ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې اسرایل په جګړه کې یوه الوتکه له لاسه ورکوي.

-----------------

د برتانیې حکومت خیریه ادارو ته خبرداری ورکړی چې کچېرې د خپلو کارکونکو لخوا د جنسي بد چلند پلټنې و نه کړي نو مرستې به پرې بندې شي.

دغه خبرداری وروسته له هاغې شوی چې د یکشنبې په ورځ ددغه هېواد د یوې سترې خیریه ادارې اکسفم د یوه کارکونکي جنسي قضیه رسوا شوه.

خبر زیاتوي چې اکسفم په دې کې پاتې راغلی چې د خپل هغه لوړ پوړي چارواکي په اړه معلومات ورکړي چاچې به په ۲۰۱۱ کې په هیټې کې جینکۍ د مستۍ لپاره د شپې ناستو ته راغوښتې چې ځینې به یې کم عمره هم وې.

دا پداسې حال کې چې هیټې یوې سختې زلزلې ځپلې و چې په کې تر دوه لکو زیات کسان مړه، درې لکه ټپیان او یو نیم میلیون نور بې کوره شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG