لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د چین صدر ژې جنپېنگ
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د چین صدر ژې جنپېنگ

ټاکل شوېده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د بالکان د هېوادونو مشران به د نهې یا سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې سره کښیني او د امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ او کلتور پر مسلو به سره خبرې وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي، ټرمپ او د استونیا، لېتویا او لېتوانیا مشران به د ناټو د دفاعي لګښتونو د ژمنو په اړه جوړه شوې غونډه کې په لاسته راوړنو هم خبرې وکړي.

ټرمپ په وار وار د ناټو په غړو هېوادونو باندې نیوکه کړیدي چې په مناسبه توګه له دغه اتحاد سره مرسته نه کوي.

په ۲۰۱۴ کال کې له کرایمیا څخه د روسیې له وتلو وروسته استونیا، لیتویا او لیتوانیا د پام وړ پرمختګ کړی.

------------------

د سوریې حکومت د یکشنبې په ورځ د دمشق شمال ته د یاغیانو تر ولکې لاندې د قلمون په سیمه باندې څو ځله هوايي بریدونه کړیدي.

دغه هوايي بریدونه په داسې حال کې شویدي چې د دغو ښارونو لپاره د سیمیزو شوراګانو، د سوریې د حکومتي استازو او په سوریه کې د روسیې لخوا د پخلاینې د مرکز د استازو ترمنځ خبرې روانې دي.

د عبدالله عبدالکریم په نامه د سوریې یو خبریال امریکا غږ ته وویل، چې یاغیان او د سیمې شوراګانې غواړي د سیمې خلک باید په خپلو کورنو کې پاتې شي ترڅو د سترو ویجاړیو مخه ونیول شي.

په دغو لیدنو کط د روسیې او د سوریې د حکومت استازو له یاغیانو څخه غوښتي دي چې خپلې وسلې دې د سوریې حکومت ته وسپاري او له سیمې دې ووځي او که داسې و نه کړي نو ورسره به جګړه کیږي.

ګډ پلاوي یاغیانو ته تر چهارشنبې پورې وخت ورکړی چې ددې غوښتنې ځواب ورکړي.

---------------

د جرمني څارنوالانو له یوې سیمیزې محکمې څخه غوښتي دي چې د کټلونیا پخواني بیلتون غوښتونکي جلا وطني مشر کارلیس پویجډیمانټ دې خوشې کړای شي.

په نوموړي باندې په هسپانیه کې د بغاوت او د یوې خپلواکې ټولپوښتنې (ریفرینډم) د تنظیمولو تورونه دي.

پویجډیمانټ لومړی له رایو وروسته له هسپانیې څخه بیلجیم ته وتښتېده خو دی په جرمني کې د مارچ د ۲۵ نېټې راوروسته د نیول کېدو وروسته بندي شویدی.

پویجډیمانټ په زندان کې د یوې مرکې پرمهال ویلي چې مونږ غواړو د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړو ایا دا جرم دی؟ مونږ د رایو لپاره بکسونه کېښودل ایا دا جرم دی؟ مونږ د خلکو لخوا وټاکل شو نو د چارواکو مشکل څه دی؟

ده زیاته کړه چې د هسپانیې چارواکي سیاسي ستونزې ولې د سیاسي لارو نه حلوي.

-------------------

د فرانسې د رېل کارکونکو د نهې یا سې شنبې په ورځ د حکومتي پلان شویو اصلاحاتو پرضد د کار نه کولو احتجاج کړی.

په ټول هېواد کې یواځې یو څو اورګاډي چلېدل. د اورګاډي اکثره تم ځایونه له خلکو ډک وو او په سړکونو باندې هم تر حده زیاته ګڼه ګوڼه ځکه وه چې د اورګاډو پرځای خلکو د تګ راتګ لپاره له خپلو موټرو کار اخیست.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون غواړي د دندو یا وظیفو تضمین ختم کړي او نویو کارکونکو ته ځینې ګټې (بېنېفیټس) له منځه یوسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG