په سوریه کې د امریکا وروستی توغندویي برید کولای شي په شمالي کوریا باندې فشار زیات کړي تر څو له خپلو اټومي وسلو څخه لاس واخلي.
امریکا، فرانسې او برتانیې د خالي یا شنبې په ورځ د سوریې د کیمیاوي وسلو په دریو مرکزونو باندې ۱۰۵ توغندي توغولي دي.
دا بریدونه د سوریې د هغو کیمیاوي بریدونو په غبرګون شوي د کومو له امله چې په دوما ښار کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي وو، خو د سوریې حکومت د هر ډول کیمیاوي وسلو کارول رد کړیدي.
دغه ګډ پوځي بریدونه په داسې حال کې ترسره شول چې د امریکا او د شمالي کوریا حکومتونه د مې په وروستیو او یا د جون په لومړیو کې د یوې سرمشریزې لپاره چمتوالی نیسي.
تمه ده په دغو خبرو کې به د امنیتي تضمینونو په بدل کې شمالي کوریا دې ته وهڅول شي چې له خپل اټومي پروګرام څخه په شا شي.
--------------
د ملګروملتونو د امنیت شورا د مالي په شمال کې د ملګروملتونو په پوځي کمپ باندې د شنبې د ورځې مرګونی برید په سختو ټکو غندلی دی.
په دغه برید کې د ملګروملتونو یو سوله ساتی سرتیری وژل شوی او د اوو فرانسوي سرتیرو په ګډون ګڼ نور ژوبل شویدي.
اسوسیټېډ پرس خبر ورکوي چې په یاد برید کې ۱۵ برید کونکي په ځوابیه ډزو کې وژل شویدي.
د امنیت شورا د اتوار یا یکشنبې په ورځ په یو بیان کې له مالي څخه غوښتي دي چې د برید په اړه دې ژورې پلټنې وکړي او او عاملین یې د قانون منګلو ته وسپارل شي.
------------------
هغه امریکايي عیسوي مذهبي مشر چې په ترکیه کې په ۲۰۱۶ کال کې نیول شوی و نن د ګل یا دوشنبې په ورځ محاکمه کیږي او ښايي تر ۳۵ کالو بند باندې محکوم شي.
په انډریو بړنسن باندې تور دی چې بې له دې چې د ترهګرو ډلو غړی وي د هغوی لپاره یې جرمونه ترسره کړیدي.
نوموړی یو کال مخکې په ترکیه کې د یاغي کردي ترهګرې ډلې او د جلاوطني فتح الله ګولن له پلویانو سره د اړیکو درلودلو له امله نیول شویدی.
په فتح الله ګولن باندې په ترکیه کې د ترهګر ټاپه وهل شوې چې دا مهال په امریکا کې اوسیږي.
بړنسن په ده باندې ټول لګول شوي تورونه رد کړیدي.
امریکا له ترکیې څخه په وار وار د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کړېده.
------------
په خوست کې د ډیورنډ پر کرښه د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له جګړې وروسته د شوي اوربند له مخې به د پاکستانیو پوځیانو پنځه مړي او په جګړه کې یو نیول شوی سرتیری پاکستان ته سپارل کیږي.
د خوست والي حکم خان حبیبي وې،او،اې ډیوې سره په خبرو کې ویلي، د کرښې دواړوغاړوته د میشتو قومونو په منځګړیتوب د اوربند غوښتنه وشوه اومونږ هم بین المرزي قوانینو ته په درناوي سره یاده غوښتنه ومنله او جګړه پای ته رسیدلې او اوربند پلی دی.
د خوست والي ویلي، د پاکستان پوځ د خپلو سرتېرو د جسدونو او د نیول شوي پاکستاني سرتیري د ورسپارلو غوښتنه کړې.
والي وویل، د افغانستان د ملي امنیت شورا له حکم وروسته به د وژل شویو کسانو جسدونه په فرضي کرښه د دواړو هیوادونو د بیرغونو لاندې د بین المرزي قوانینو په رڼا کې هغوی ته سپارل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي، په کورمه ایجنسۍ کې د پاکستان په سرحدي ځواکونو د افغانستان له لوري حمله شوې چې له امله یې دوه تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
-----------
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون (اچ ار سي پي) ویلي، په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي خو د لږکیو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شویدي.
یادې ادارې د خپل ۲۰۱۷ کال د راپور د وړاندې کولو پرمهال ویلي، دوی اوس هم په پاکستان کې په غېر عدالتي وژنو او په زوره د خلکو د ورکېدو په پېښو ژورې اندېښنې لري.
اېچ ار سي پي زیاته کړې ده کمېشن ته د رپوټ شویو ۸۶۸ ورکو شویو کسانو په پېښو کې د ۵۵۵ قضيې هوارې شوي خو دغه شمېره نوره هم لوړه ده.