لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


Families gather on the beaches of Alexandria, Egypt, on July 25, 2021. (Hamada Elrasam/VOA)
Families gather on the beaches of Alexandria, Egypt, on July 25, 2021. (Hamada Elrasam/VOA)

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې ان له ملګروملتونو څخه وغوښتل چې د شمالي کوریا لخوا د پنیړي په نامه د یو اټومي مرکز د بندېدو چارې دې له نږدې وڅاري.

د مون ویاند د سې شنبې په ورځ وویل، ولسمشر دغه هیله د ټیلیفون له لیارې د ملګروملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوټیریس سره د خبرو پرمهال کړېده.

د شمالي کوریا رهبر کېم جان اون ژمنه کړې چې دغه مرکز به د مې د میاشتې تر وروستیو پورې وتړي.

د جنوبي کوریا چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، کېم پلان لري چې ددغه مرکز د تړلو پر وخت د جنوبي کوریا او امریکا ژورنالستانو ته هم بلنه ورکړي.

--------------------------

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له اروپا، کاناډا او مکسیکو څخه د فولادو یا سټیلو په واردولو باندې د لوړو ټکسونو لګولو لړۍ یو میاشت نوره هم ځنډولې ده.

دې ته ورته چې په چین، جاپان او روسیې باندې د لوړو ټکسونو د ځنډولو کومه لنډمهاله نېټه ټاکل شوې وه هغه نن د سې شنبې په ورځ پوره کیږي خو سپینه ماڼۍ وايي چې دوی تړون ته د رسېدو لپاره یوه بله میاشت هم ورکوي.

اروپايي ټولنې د سې شنبې یا نهې په ورځ د یو بیان په خپرولو سره په دې لنډمهاله چلند باندې نیوکې کړیدي او ویلي یې دي چې اروپا لیواله ده چې په دې مسلې خبرې وکړي خو تر ګواښ لاندې خبرې نه کوي.

---------------

د امریکا او مکسیکو ګډې پولې ته څېرمه د هغو ۱۵۰ کسانو جوپه رسېدلې چې تر یوې میاشتې زیات یې په بسونو، اورګاډي او پلی مزل او سفر کړی تر څو په امریکا کې پنا واخلي.

د امریکا په پوله د کډوالۍ چارواکي وايي، په هغې ودانۍ کې چې په پوله د پناه غوښتونکو لپاره جوړه شوېده او په کې ۳۰۰ کسان ځایږي له پناه غوښتونکو ډکه شوېده.
د ګل یا دوشنبې په ورځ د اتو پناه غوښتونکو یوه ډله امریکا ته پرېښودل شوېده.

---------------

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څېړونکي ادارې یا سیګار ویلي، په ۲۰۱۷ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر کابو ۱۱ فیصده کم شویدی.

سېګار دغه خبره په خپل هغه نوي راپور کې کړې ده چې د نهې یا سې شنبې په ورځ خپور شوی دی.

د سيګار په راپور کې ویل شویدي چې تېرې جنورۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو ټول شمېر ۲۹۶۴۰۰ تنو ته رسېده په داسې حال کې چې د ۳۳۴۰۰۰ سرتیرو د ساتلو اجازه لري.

د سیګار په راپور کې دا هم ویل شویدي چې تېر کال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د ۲۰۱۶ کال په پرتله نهه فیصده کموالی راغلی.

سیګار دا هم ویلي دي چې ۷۳ فیصده افغانان او ۴۰۷ ولسوالۍ د افغان حکومت تر واک لاندې ګڼل کیږي.

-------------

د امریکا ددفاع وزیر جېم ماټیس د کابل د دوشنبې د ورځې د خونړیو چاودنو وروسته وویل، دغه بریدونه هغه چا ترسره کړي چې په ټاکنو کې یې نشي ګټلای او په سیاسي او پوځي ډګرونو کې یې ماته خوړلې.

د کابل د تېرې ورځې په دوو غبرګونو ځان وژونکو بریدنو کې د نهو ژورنالستانو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي وو.

ددغه برید پړه داعش وسلوالې ترهګرې ډلې په غاړه اخیستې وه.

ښاغلي متیس وویل، په افغانستان کې یاغیان او سخت دریځه د انتخاباتو په درشل کې ددې ډول بریدونو په ترسره کولو سره هڅه کوي چې افغانان په انتخاباتو کې له گډون نه منع کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG