لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


د مېموریل ډی په موقع امریکایان د واشنگټن سره نژدې په د ارلنگټن په قامي هادیره کې د وژل شوو عسکرو قرانیو ته احترامات وړاندې کوي
د مېموریل ډی په موقع امریکایان د واشنگټن سره نژدې په د ارلنگټن په قامي هادیره کې د وژل شوو عسکرو قرانیو ته احترامات وړاندې کوي

نن د ګل یا دوشنبې په ورځ په ټوله امریکا کې د مېموریل ډې تر نامه لاندې عمومي رخصتي ده.

اکثره امریکایان کار او ښونځي ته نه ځي، په خپلو کې سره راټولیږي، مېلې او سفرونه کوي.

مېموریل ډې د هرې مې میاشتې د وروستۍ دوشنبې په ورځ وي او دا ورځ د هغه چا په یاد او درناوي لمانځل کیږي چې د امریکا د تاریځ په اوږدو کې یې په پوځ کې د خدمت پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

د امریکا کانګرس دغه ورځ په ۱۹۷۱ کال کې د ملي رخصتي په نامه اعلان کړې ده.

-------------------

د جنوبي کوریا ولسمشر د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، د شمالي کوریا رهبر کېم جان اون اوس هم له ډانلډ ټرمپ سره د خپلې هغې حیرانونکې سرمشریزې په اړه ژمن دی چې په کې به په بشپړه توګه د کوریا د بې وسلې کېدو په اړه خبرې وشي.

د دواړو کوریاو مشرانو د خالي یا شنبې په ورځ د تېرې یوې میاشتې راهیسې د دوهم ځل لپاره سره ولیدل او یو بل ته یې کلکې غاړې ورکړې او په خولو باندې یې موسکا خپره وه.

مون وویل، ده د شمالي کوریا له رهبر څخه وغوښتل چې په خپله دې نېغ په نېغه د جون د ۱۲ نېټې د سرمشریزې په اړه له امریکا سره خبرې وکړي.
-------------------

په نیوزیلنډ کې به د یوې مکروبي یا بکټېریل ناروغۍ د مخنیوي او له منځه وړلو په موخه تر یو لکو زیاتې غواګانې حلالې کړای شي.

ددغه هېواد د مالدارۍ چارواکي وايي، دا کار ددې لپاره کوي چې د سارویو په فارمونو کې د مایکوپلازما بویس په نامه د یو مکروب مخنیوي وکړي.

دغه بکټریا انسانانو ته ضرر نه رسوي خو په فارمونو کې د تولیداتو د ځنډ سبب کیدای شي.

نیوزیلنډ په نړۍ کې تر ټولو زیات د شېدو او د شېدو د تولیداتو صادرونکی هېواد دی.

--------------------

یو جګ پوړی افغان پلاوی د یکشنبې په ورځ ګاونډي پاکستان ته تللی او له پاکستاني چارواکو سره یې د امنیت او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې خبرې کړیدي.

په افغان پلاوي کې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت مشر ګډون لري چې مشري یې د هېواد د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر کوي.

افغان پلاوي د پاکستان له پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره تر لیده کاتو مخکې ددغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره خبرې کړیدي.

د پاکستان د پوځ په یو بیان کې راغلي دي چې دواړو خواوو په دې موافقه وکړه چې په افغانستان او پاکستان کې به د ترهګرو لخوا د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې اړین ګامونه پورته کوي.

--------------

په پاکستان کې د بشري حقونو کمیسیون (اچ ار سي پي) په بلوچستان صوبه کې له بشري حقونو څخه د تیریو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

د یادې ادارې ویاند د یکشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، په ۲۰۱۷ کال کې لږ تر لږه په بلوچستان کې لږ تر لږه ۹۰ ځپل شوي او وهل شوي مړي موندل شوي.

ده وړاندې وویل، په دغه صوبه کې ۵۴۵ نور کسان له عدالتونو پرته وژل شویدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG