د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر کېم جان اون سره د راتلونکې سرمشریزې څخه دمخه سینګاپور ته رسېدلی.
د امریکايي چارواکو په وینا ډانلډ ټرمپ ددغې لیدنې په اړه ډېر ډاډه ښکاري.
ټرمپ سینګاپور ته تر رسېدو مخکې ویلي وو چې هغه ددغې لیدنې لپاره یوې نامعلومې سیمې ته روان دی.
ټرمپ دا هم ویلي وو چې دی باور لري چې د شمالي کوریا رهبر به د خپلو خلکو لپاره مهم څه ترسره کړي خو دا خبرداری یې هم ورکړ چې که له کېم سره خبرې ښې پرمخ ولاړې نشي نو کېم به بیا دا چانس و نه لري.
-----------------------
یوه امریکايي اف ۱۵ ډوله جټ الوتکه د جاپان اوکيناوا ټاپو ته څېرمه د ګل یا دوشنبې په ورځ د روان روزنیز ماموریت پر وخت په سمندر کې غورځېدلې ده.
پیلوټ د فراشوت له لیارې ځان غورځولی او د بیا د جاپاني ځواکونو لخوا پورته کړای شوی دی.
د هغه یوه پښه ماته شوې ده خو نور ورغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.
د جاپان په اکېناوا کې د امریکايي پوځي شتون له امله جاپانیان خوشحاله نه دي د دواړو هېوادونو د تودو اړیکو په برخه کې یې اندېښنې راپورته کړي.
-----------------------
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو ټویټ کې د اروپا او کاناډا په ګډون د امریکا په سوداګریزو شریکانو باندې نورې نیوکې هم کړېدي.
ټرمپ ویلي، امریکا به نور دده په وینا له سوداګرۍ څخه ناوړه ګټې اخیستنې ته اجازه ور نه کړي.
ده وویل، په بخښنې سره نور به مونږ خپل ملګري او دوښمنانو ته اجازه ور نه کړو چې زمونږ له سوداګرۍ څخه نوره ګټه واخلي. مونږ باید امریکایانو ته لومړیتوب ورکړو.
ټرمپ دا هم وویل، مونږ د ټولې ناټو په اندازه پیسو ورکوو خو نور هېوادونه بیا له امریکا سره د سوداګرۍ نه ګټه پورته کوي.
---------------------
د مصر او ایتوپیا مشران وايي، دوی د نیل د سیند د اوبو د شراکت په اړه په روانو خبرو کې پرمختګ کړی.
دواړه هېوادونه د تېرو څو میاشتو راهیسې د هغې شخړې د هوارۍ لپاره هلې ځلې کوي کومه چې په اډیس ابابا کې د نيل په سیند باندې د اوبو په جوړېدونکي بند باندې راپورته شوېده.
د ایتوپیا لخوا په دغه جوړېدونکي د اوبو په بند باندې به لږ تر لږه څلور میلیارده ډالره لګښت راشي او تر بشپړېدو وروسته به دا په افریقا کې د ابو تر ټولو ستر بند وي.