لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شاعرۍ نړیواله ورځ: "افغان ښځو تل د خپل درد ناره په شعر کې کړې"


نن په نړۍ کې د شاعرۍ نړیواله ورځ لمانځل کیږي، پښتانه شاعران او د شعر مینه وال هم پر ټولنیزو رسنیو دا ورځ لمانځي او د خپلې خوښې د ښو شاعرانو د شعرونو له خپرولو سره سره د شعر پر ارزښت هم خبرې کوي.

د مارچ 21 مه د ملګرو ملتونو تعلیمي، ساینسي او کلتوري ادارې «یونیسکو» په 1999م کال کې د دې لپاره د شاعرۍ نړیواله ورځ ونوموله چې د شعر له لارې د ژبې له ودې سره مرسته وشي او د ختمېدو له خطر سره مخامخ ژبې د شعر په ژبه واورېدل شي.

یونیسکو د 2024م کال لپاره د شاعرۍ نړیوالې ورځې موضوع «د لویانو پر اوږو درېدل» ټاکلې ده، د دې استعاري عبارت مقصد د تېرې زمانې هغه مشهور شاعران را برسېره کول دي چې کار یې د کلتورونو تر منځ شاعرۍ ته وده ورکړې ده.

په کراچۍ کې مېشت قیصر اپریدی د پښتو په اوسني ادب کې په تکړه نقادانو او شاعرانو کې شمېرل کیږي، د هغه تر اوسه د شاعرۍ پینځه ټولګې چاپ شوې دي او دوې یې چاپ ته تیارې دي.‌ قیصر اپریدی وایي شاعري یو لیکنی یا تحریري هنر دی.

قیصر اپریدي وي او اې ډیوه ته وویل، شاعري چې څومره د انسان فطرت ته نیزدې ده، هغومره د انسان د عاطفې او رحم له قوت سره نېغ په نېغه علاقه لري او دا بیا د انسان په ورځني ژوند کې هم پکاریږي:

"زموږ ورځنی ژوند د ضرورتونو په موجب بېخي یو تر بله وخت په وخت تصادمي شکل اختیاروي، له دې تصادمه د وتلو لپاره موږ ته ضرورت دا دی چې زموږ عاطفې فعالې او تربیت یافته وي، د شاعرۍ تر ټولو غټ خاصیت دا دی چې هغه د انسان د عاطفې او د ترس او ترحم قوت فعالوي او د چا چې دا قوت فعال وي هغه جنګ، تضاد او تصادم ته زړه نه ښه کوي".

په افغانستان کې ښځینه شاعرانو په تېرو شلو کلونو کې د «مېرمن ادبي کلتوري بهیر» په نوم ټولنه کې ادبي فعالیت کاوه، خو په تېرو دوو- دوه نیمو کلونو کې چې اکثره له هېواده وتلې دي، اوس «د افغان ښځو آنلاین ادبي بهیر» کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو آنلاین غونډې کوي.

دې ټولنې پر خپله فېسبوک پاڼه د شاعرۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت یو پوسټ کې لیکلي چې شعر د نړۍ تر ټولو لرغونی کلتوري او ژبنی شکل دی او په هره ټولنه کې د تاریخ په هره مرحله کې پنځول شوی دی:

"افغان ښځو تل د خپل درد ناره په شعر کې کړې هغه که فولکلور دی او که لیکلي شعرونه. د دوی لپاره شعر د بغاوت او استقامت یو ډول دی. موږ په دې ورځ خپلې ټولې شاعرانې لمانځو او هیله لرو چې یوه ورځ ټولې د خوشحالۍ شعرونه ولیکي".

د ږوب 26 کلن شاعر نسیم خان په پښتو، اردو او انګرېزي درېواړو ژبو کې شاعري کوي او تر اوسه یې یوه د پښتو، دوې د اردو او یوه د انګرېزي نظمونو ټولګې چاپ شوې او خپرې شوې دي. هغه له بلوچستان پوهنتونه په پښتو او اردو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي.

نسیم خان د شاعرۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل فېسبوک لیکلي، "له کومې یوې وجې چې زه ژوندی یم، هغه لیکل دي، ځکه خو زه خپل ټول قیمتي وخت شاعري ته ورکوم".

نسیم خان په اوسنیو ځوانو شاعرانو کې شاید تر بل هر شاعر زیات بسیارنویس دی او هره ورځ پرله پسې شاعري کوي او شاعري یې پر فېسبوک زښته زیات مینه وال لري، هغه وایي:

"زه په هینداره کې د خپلې څېرې د کتلو پر ځای غواړم ځان په خپله شاعري کې وګورم. له ما سره پیسې نه وي خو زما جېبونه هر وخت له نظمونو ډک وي".

پر ټولنیزو رسنیو ځینې کسان شکایت کوي چې په پښتنو کې شاعران ډېر شوي دي، خو د علم په نورو څانګو خصوصاً د ساینس په برخه کې ډېر لږ کسان کار کوي. لیکوال او ژباړونکی وصیل فیضي وایي پښتانه اکثر شعر خوښوونکي دي ځکه شاید شاعران پکې ډېر وي. فیضي پر فېسبوک لیکلي:

"شعر د ذوق کار دی او زه فکر کوم ښه شعر اوس هم کم دی. څومره چې بازار ګرم دی، په هغې اندازه ښه شعر نه شته. د شعر د موضوع له مخې هم همداسې حالت دی. موږ ټول شعر خوښوو. زه فکر نه کوم افغانانو کې دې داسې یو وګړی هم وي چې ژوند کې دې هېڅ د خوښې شعر ونه لري یا هم داسې شاعر چې په ده یې شعر ښه لګي".

یونیسکو وایي د شاعرۍ نړیواله ورځ خلکو ته دا موقع ورکوي چې د شاعرانو قدرداني وکړي، د شعر اورولو زباني یا شفاهي روایت را ژوندی کړي، د شاعرۍ لوستلو، لیکلو او ښوولو ته وده ورکړي او له دې سره سره د شعر او نورو هنرونو لکه تېټر، نڅا، موسیقۍ او نقاشۍ تر منځ پیوستون پیدا کړي او په رسنیو کې د شعر خپرول زیات کړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د جنګ خلاف احتجاجونه دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG