لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يو اېن اېچ سي ار : په نړۍ کې ۵۱.۲ مليينه خلک د کډوالۍ ژوند تېروي


د کال ۲۰۱۳م تر اخره پورې په نړۍ کې ۵۱.۲ مليينه خلک په زور کډوال شوي
د کال ۲۰۱۳م تر اخره پورې په نړۍ کې ۵۱.۲ مليينه خلک په زور کډوال شوي
د ملگرو ملتونو لخوا د کډوالو دپاره جوړې ادارې يو اېن اېچ سي ار لخوا نن په خپور شوي رپورټ کې وئيل شوي ، چې د کال ۲۰۱۳م تر اخره پورې په نړۍ کې ۵۱.۲ مليينه خلک په زور کډوال شوي ، او د دوهم لويي جنگ نه وروستو دا لمړی ځل دی ، چې په نړۍ کې په دومره لويه کچه خلک کډوال شوي دي .
يو اېن اېچ سي ار وايي ، د کال ۲۰۱۲م وروستو د کډوالو په شمېره کې شپږ لاکهه اضافه شوې ده .

په گرده نړۍ کې هر کال د جون ۲۰م نېټه د کډوالو د نړيوالې ورځې په توگه نمانځلی کيږي ، او د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار هر کال په گرده نړۍ کې د کډوالو د شمېرې رپورټ خپروي .
د يو اېن اېچ سي ار لخوا په خپور شوي تفصيلې رپورټ کې وئيل شوي چې تېرکال د کډوالو په شمېره کې زياتوالی په شام کې د جنگ له کبله رامينځته شوی ، چې پکې ۲.۵ مليينه د ملک نه بهر او ۶.۵ مليينه په ملک کې دننه کډوال شوي دي .

د ملگرو ملتونو اداره په خپل رپورټ کې وايي په کال ۲۰۱۳م کې هم په نړۍ کې تر ټولو زيات کډوال د افغانستان ريکارډ شوي ، چې د نړۍ په ۸۶ هيوادونو کې اباد دي او شمېره يې ۲.۵۶ مليينه ده .
د يو اېن اېچ سي ار ترمخه د تېرکال تر اخره پورې د نړۍ تر ټولو زياتو کډوالو کوربه توب پاکستان کوي ، چې پکې ۱.۶ مليينه افغان کډوال مېشت دي .
د کډوالو د نړيوالې ورځې نمانځلو په مناسبت د کراچۍ په يومقامي هوټل کې د يو اېن اېچ سي ار لخوا راجوړې غونډې په مهال کراچۍ کې د افغانستان قونصل جنرل شاه احمد سعيد وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، مونږ د پاکستان لخوا د افغان کډوالو د اوږدې مودې د مېلمستيا شکريه ادا کوؤ .
نوموړي زياته کړه په افغانستان کې وضعيت په ښه کېدو دی ، او زمونږ حکومت په ډېرو برخو کې ښې لاس ته راوړنې لري . او د افغان کډوالو د بيرته هيواد ته د ستندو په موخه زمونږ د کډوالو وزارت کار کوي ، خو يواځې د افغانستان حکومت په دغې لړ کې يواځې هيڅ نه شي کولی . ځکه چې مونږ وس هم په افغانستان کې د کورونو جوړولو ، تعليم او صحت په برخه کې اړتيا لرو .
هغه ووئيل مونږ د کډوالو بيرته ستنېدو په لړ کې د ملگرو ملتونو ، يواېن اېچ سي ار او نورو بېن المللي ټولنو د کومک اړتيا لرو ، چې کډوالو ته په خپل وطن کې د اوسېدلو بنيادي اسانياوې برابرې کړي ، نو مونږ هيله مند يو چې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه به په غټه کچه افغان کډوال ډېر زر بيرته ستانه شي .
په غونډه کې چې د يو اېن اېچ سي ار د کارمندانو سره پاکستاني چارواکو او يو شمېر افغان کډوالو هم گډون درلود ، په دغه مهال کراچۍ کې د افغان کډوالو د کېمپ مشر عبدالله بخاري د کډوالو ځيني ستونځې هم رامخې ته کړې ، او ويې وئيل چې قانوني سند لرونکي کډوال د پوليس لخوا زورول کيږي . او غوښتنه يي وکړه چې بايد ځايي چارواکي په دغې لړ کې گامونه پورته کړي .
د غونډې مشر مېلمه د کراچۍ کمشنر شعيب احمد صديقي وائيس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د قانون د سرغړؤنکي هر چا په ضد پوليس کارروايي کوي . خو که افغان کډوال بې د څه جرمه زورول کيږي ، نو دويي به پوليس داسې کولو ته نه پرېږدي ، ځکه چې دغه کډوال زمونږ ميلمانه دي او د نړيوال قانون لاندې دلته اوسيږي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG