لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دنیا د ټولو لوی عمر معلوم انسان د ۱۱۸ کلونو په عمر کې وفات شو


مېرمن رېنډن د کال ۱۹۰۴ د فېبرورۍ په ۱۱ نېټه په د جنوبي فرانس په اېلز کلي کې زېږېدلي وهږ هغه د زېږون د ۱۱۹ کلنې ورځ نه څه هفتې مخکې وفات شوه
مېرمن رېنډن د کال ۱۹۰۴ د فېبرورۍ په ۱۱ نېټه په د جنوبي فرانس په اېلز کلي کې زېږېدلي وهږ هغه د زېږون د ۱۱۹ کلنې ورځ نه څه هفتې مخکې وفات شوه

د فرانس یوه مېرمن چې ګڼل کېدل د دنیا د ټولو نه د زیات عمر معلوم انسان و هغې د ۱۱۸ کلونو په عمر کې ساه ورکړه.

د لوسېل رېنډن د مرګ اعلان په جنوبي فرانس کې د هغې نرسنګ هوم یا د بزرګانو د استوګڼې مرکز وکړو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړو.

مېرمن رېنډن د کال ۱۹۰۴ د فېبرورۍ په ۱۱ نېټه په د جنوبي فرانس په اېلز کلي کې زېږېدلي وهږ هغه د زېږون د ۱۱۹ کلنې ورځ نه څه هفتې مخکې وفات شوه.

د فرانس په ټولان ښار کې د مېرمن رېنډن د نرسنګ هوم ترجمان ډېوېډ ټویلا وویل رېنډن د نهې، سه شنبې، په سحر دوه بجې ساه ورکړه.

مېرمن رېنډن نن یا د عیسايیت یوه مذهبي مشره وه.

ترمخه تېر کال په چاپان کې د کېن تناکا د ۱۱۹ کلونو په عمر کې د مرګ نه پس مېرمن رېنډن د دنیا مشر ترین انسان و
ترمخه تېر کال په چاپان کې د کېن تناکا د ۱۱۹ کلونو په عمر کې د مرګ نه پس مېرمن رېنډن د دنیا مشر ترین انسان و

د جرنټالجي ريسرچ ګروپ ترمخه چې په دنیا کې د ۱۱۰ نه د زیات عمر ژونديو خلکو معلومات ساتي ترمخه تېر کال په چاپان کې د کېن تناکا د ۱۱۹ کلونو په عمر کې د مرګ نه پس مېرمن رېنډن د دنیا مشر ترین انسان و.

د کال ۲۰۲۱ جنورۍ په میاشت کې د مېرمن رېنډن د کرونا وایرس ټېسټ مثبت و خو علامات يې دومره کم وو چې هغې نه وه محسوس کړې چې وایرس وهلې وه. کرونا نه د هغې ژوندۍ وتلو خبرونه په فرانس او د فرانس نه پهر په سرخطونو کې شایع شوي وو.

تېرکال د اپرېل په میاشت کې د هغې نه پوښتنه وشوه چې د لوی عمر راز يې څه دی نو مېرمن رېنډن ورته وویل کار انسان ژوندی ساتي. هغه وویل تر د ۱۰۸ کلونو پورې هغه بې کاره نه وه ناسته.

هغې به هره ورځ واین (شرابو) یو ګلاس څښلو او د چاکلېټ نه به يې خوند اخیستلو.

د جرنټالجي ريسرچ ګروپ ترمخه د مېرمن رېنډن د مرګ نه پس دا وخت د دنیا د تر ټولو مشر انسان ۱۱۵ کلنه ماریه برېیاس مورېرا ده چې په امریکا کې زېږېدلي خو دا وخت په سپېن کې ژوند کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG