لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

17:14 14.5.2020

د امریکا د جان هاپکنز یونیورسټۍ د کرونا وایرس مرکز د تازه شمیرو تر مخه په ټوله نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر پنځه څلوېښت لکه 59 زره 930 او د مړو شمېر درې لکه اته زره 38 ته رسېدلی دی. ‌ تر دې دمه یو میلین او شپږ لکه 46 زره نه زیات خلک کرونا وایرس نه بیرته رغېدلي دي.

په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیاتو اغیزمنو خلکو شمېره هم هغه شان په امریکا کې ده چېرته چې له دې ناروغۍ د مړو شمېر 87 زره 568 ته نیژدې شوی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر څوارلس لکه 43 زره اوښتی دی. تر دې دمه په امریکا کې دوه لکه 50 زره نه زیات خلک کرونا ناروغۍ نه بیرته رغېدلي دي.

د امریکا وروسته د کرونا وايرسه څخه تر ټولو زیات مرګونه په برتانیه کې شوي چې شمېره یې څلور دیرش زره 78 زیاته شوې او د مثبت پېښو شمېره دوه لکه 38 زره ته رسېدلی دی.

اټلي دریم هیواد دی چیرته چې تر دې دمه کرونا وایرس دیرش زره نه زیات کسان وژلي دي. په اټلي کې تر اوسه 31 زره 610 کسان مړه شوي دي، او دوه لکه 23 زره 885 تنه په دې ناروغۍ اخته دي. په دغه هیواد کې تر اوسه یو لک 20 زره زیات کسان بیرته روغ شوي دي.


په سپېن کې تر اوسه دوه لکه 30 زره 183 کسانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی دی، او 27 زره 459 کسان یې مړه کړي دي. تر اوسه په سپېن کې یو لک 44 زره 783 کسان د کرونا وایرس نه بیرته روغ شوي‌ دي.

په فرانس کې تر اوسه یو لک 79 زره 630 کسان په کرونا وایرس اخته دي او 27 زره 532 کسان ترې مړه شوي دي. تر اوسه په فرانس کې 60 زره 562 کسان بیرته ترې روغ شوي دي.

په جرمني کې تر اوسه یو لک 75 زره 699 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او اووه زره 913 تنه ترې مړه شوي دي او شاوخوا یو لک او 51 زره 597 تنه بیرته ترې روغ شوي دي.

په روس کې تر اوسه دوه لکه 72 زره 43 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او دوه زره 537 تنه ترې مړه شوي دي. په روس کې تر اوسه دغه رنځ نه 63 زره 166 تنه بیرته روغ شوي دي.

په ایران کې تر اوسه شاوخوا یو لک 18 زره 392 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او شپږ زره 937 تنه ترې مړه شوي دي. په ایران کې تر اوسه د 93 زره 147 تنه د کرونا وایرس نه بیرته روغ شوي‌ دي.

په هند کې تر اوسه شاوخوا 86 زره 508 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او دوه زره 760 تنه ترې مړه شوي دي. په هند کې تر اوسه د 30 زره 773 تنه د کرونا وایرس نه بیرته روغ شوي‌ دي.

چین چېرته چې دغه ناروغي په ووهان ښار کې پیدا شوې وه، تر اوسه د کرونا وایرس نه 84 زره او 25 تنه اغېزمن شوي او څلور زره 637 تنه ترې مړه شوي دي. تر اوسه په چین کې 79 زره 252 تنه بیرته ترې روغ شوي دي.

16:17 8.5.2020

د امریکا د جان هاپکنز یونیورسټۍ د کرونا وایرس مرکز د تازه شمیرو تر مخه د کرونا وایرس دلاسه په نړۍ کې د مړو شمیره دوه لکه 75 زره 67 ته رسېدلی دی،‌ تر اوسه نهه دیرش لکه 51 زره نه زیات خلکو ته دا وایرس ور پورې شوی دی. تر دې دمه یو میلین او درې لکه 24 زره نه زیات خلک کرونا وایرس نه بیرته رغېدلي دي.

د جان هاپکنز کرونا ریسورس سنټر ترمخه په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیاتو اغیزمنو خلکو شمیره هم هغه شان په امریکا کې ده چېرته چې د کرونا وایرس ناروغانو شمیره 12 لکه او 83 زره ته رسېدلی دی. په امریکا کې د کرونا وایرسه نه شوي مړو شمیره د 77 زره 180 ته رسېدلی دی. تر دې دمه په امریکا کې یو لک 98 زره نه زیات خلک کرونا ناروغۍ نه بیرته رغېدلي دي.

د امریکا وروسته د کرونا وايرسه دلاسه تر ټولو زیات مرګونه په برتانیه کې شوي چې شمیره یې یو دیرش زره 316 زیاته شوې او د مثبت پېښو شمیره دوه لکه 12 زره 629 ته رسېدلی دی.

اټلي دریم هیواد دی چیرته چې تر دې دمه کرونا وایرس دیرش زره نه زیات کسان وژلي دي. په اټلي کې تر اوسه 30 زره 201 کسان مړه شوي دي، او دوه لکه 17 زره 185 تنه په دې ناروغۍ اخته دي. په دغه هیواد کې تر اوسه 99 زره 23 زیات کسان بیرته روغ شوي دي.

په سپېن کې تر اوسه دوه لکه 22 زره 857 کسانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی دی، او 26 زره 299 کسان یې مړه کړي دي. تر اوسه په سپېن کې یو لک 31 زره 148 کسان د کرونا وایرس نه بیرته روغ شوي‌ دي.

په فرانس کې تر اوسه یو لک 76 زره 202 کسان په کرونا وایرس اخته دي او 26 زره 233 کسان ترې مړه شوي دي. تر اوسه په فرانس کې 55 زره 892 کسان بیرته ترې روغ شوي دي.

په جرمني کې تر اوسه یو لک 70 زره 588 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او اووه زره 510 تنه ترې مړه شوي دي او شاوخوا یو لک او 43 زره 300 تنه بیرته ترې روغ شوي دي.

په روس کې تر اوسه یو لک 98 زره 676 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او اتلس سوه 27 تنه ترې مړه شوي دي. په روس کې تر اوسه دغه رنځ نه 31 زره 916 تنه بیرته روغ شوي دي.

په ایران کې تر اوسه شاوخوا یو لک څلور زره 691 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او شپږ زره 541 تنه ترې مړه شوي دي. په ایران کې تر اوسه د 83 زره 837 تنه د کرونا وایرس نه بیرته روغ شوي‌ دي.

چین چېرته چې دغه ناروغي په ووهان ښار کې پیدا شوې وه، تر اوسه د کرونا وایرس نه 83 زره او 956 تنه اغېزمن شوي او څلور زره 637 تنه ترې مړه شوي دي. تر اوسه په چین کې 78 زره 523 تنه بیرته ترې روغ شوي دي.

03:26 5.5.2020

د امریکا جان هاپکنز یونیورسټۍ د کرونا وایرس د مرکز د تازه شمیرو تر مخه په ټوله نړۍ کې د کرونا وایرس دلاسه د مړو شمیره دوه نیم لکه نه سېوا شوې او د درې نیم میلینو زیات خلک کرونا اغیزمن کړي.‌

د مرکز تر مخه په ګرده نړۍ کې په کرونا اخته خلکو کې ۱۱ لکه ۴۵ زرو نه زیات بیرته روغ شوي هم دي.‌

د جان هاپکنز کرونا ریسورس سنټر ترمخه تر ټولو زیاتو اغیزمنو خلکو شمیره هم هغه شان په امریکا کې ده چرته چې د کرونا وایرس ناروغانو شمیره ۱۱ لکه او ۷۷ زره ته قابو شوې. په ټوله امریکا کې د کرونا وایرسه د مړو شمیره د ۶۸ زرو سېوا شوې.

د امریکا وروسته د کرونا وايرسه تر ټولو زیات مرګونه په سپېن کې شوي چې شمیره یې ۲۵۴۲۸ (۲۵ زره ۴۲۸) او د اغیزمنو شمیره دوه لکه ۱۷ زره ۴۶۶ ده.‌

د سپېن وروسته په اټلي کې دوه لکه ۱۱زره ۹۳۸ په کرونا وايرس اخته شوي ۲۹زره او ۰۷۹ کسان ترې مړه شوي دي.

په برتانیه کې د کرونا وايرس يو لک ۹۱زره ۸۳۱ مثبت پېښې ثبت شوي او ۲۸زره ۸۰۹کسانو د کرونا وايرس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

کرونا وايرس په فرانس کې يو لک ۶۸زره ۹۲۵ وهلي ۲۴زره ۹۰۰ يې مړه کړي، په جرمني کې په يو لک ۶۵زره ۶۶۴ کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی او ۶۸۶۶ کسان ترې مړه شوي دي.

03:19 5.5.2020


د پاکستان مرکزي حکومت لخوا خپرو شوو معلوماتو تر مخه د اپرېل میاشتې اخیرۍ نېټې (۳۰) په ګرد پاکستان کې کرونا وایرس ۴۴۴ طبي‌ کارکونکې اغیزمن کړي. په دغو کې د داکټرانو په ګډون په هسپتالونو کې کارکونکي عملې غړي هم شام دي.

د مرکزي حکومت له خوا خپرو شوو دغه معلوماتو تر مخه په متاثره خلکو کې لویه شمیره په خېبر پښتونخوا کې ده.‌ چرته چې ۱۰۳ هغه کسان کرونا ناروغه کړی چې په هسپتالو کې کارکوي او یا ډاکټران دي.‌

د خېبر پښتونخوا وروسته د ابادۍ په لحاظ تر ټولو لوې صوبې پنجاب کې دغه شمیره ۱۰۲، په سند ایالت کې ۸۶ او په بلوچستان، اسلام اباد، ګلګټ بلتستان او ازاد کشمیر کې ۹۰ طبي کارکونکي کرونا وایرس وهلي.

د مرکزی حکومت د رپورټ ترمخه په ګرد هیواد کې۲۱۶ ډاکټران، ۶۷ نرسانې او ۱۶۱ د صحت نوره عمله یا کارکوونکي شامل دي.

د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې د کرونا وايرس ناروغانو لپاره ځانګړي روغتون یاپوليس سروسز هسپتال ویاند ډاکټر اورنګزیب افریدي وي او ای ډیوه ته ویلي، یواځې د دغه هسپتال پینځه کارکونکي د کرونا وايرس ښکار شوي چې له امله یې په پاتې کارکونکو د کار باریا بوج زیات شوی.

پاکستان کې د خېبرپښتونخوا په شمول د نورو صوبو ډاکټران او نوره طبي عمله د صوبايي‌ او مرکزي حکومته ګیله کوي چې دوي ته حفاظتي سامان په وخت نه دی ورکړل شوی.‌

وي او ای ډیوه سره د خبرو اترو په وخت د ډاکټرانو د ایالتي تنظيم غړی ډاکټر کاشف ویلي، د طبي عملې د کرونا وایرس ښکار کېدل نه یواځې د طبي‌ عملې، د ناروغانو او روغو خلکو لپاره هم د خطرې خبره ده.

ډاکټر کاشف زیاته کړې چې دې حالاتو کې به نه یواځې په هسپتالونو کې په کارکونکو بوج زیات شي، هسپتال ته راتلونکي خلکو ته د کرونا وایرس د انتقال سبب هم ګرځیدلی شي.‌ نوموړي د حکومت نه په سمدستي توګه غوښي چې جدي ګامونه پورته کړي او کرونا وایرس نور د خوریدو مخه ونیول شي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG